ولې د ایران اوسني احتجاجونه بې‌ساري دي؟

د ایران مظاهرې

د عکس سرچینه، MAHSA / Middle East Images / AFP via Getty Images

د ګڼو کارپوهانو او عیني شاهدانو په وینا، په ایران کې د حکومت‌ ضد لاریونونه داسې پړاو ته رسېدلي چې د اسلامي جمهوریت په ۴۷ کلن تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

د دغه هېواد په ګڼو ښارونو کې خلک واټونو ته راوتلي. په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی که ایراني چارواکي مظاه‌چیان ځپي نو "هغه ځای ته به سخت ګوزار ورکړي چې ډېر درد کوي" او په وینا یې، امریکا "د [احتجاجیانو] مرستې ته چمتو ولاړه ده."

ایرانيو چارواکو یې بیا په ځواب کې ویلي چې که امریکا داسې وکړي نو په سیمه کې به د امریکا پر ګټو او متحدانو بریدونه وکړي.

نو دغه احتجاجونه او د پاڅونونو پر ضد د ایران د اوسني رژيم غبرګون هلته له تېرو اعتراضونو سره څومره توپير لري؟

د اعتراضونو پراخوالی

د ایران په درو مختلفو سیمو کې د درو جلا مظاهرو یو ګډ عکس چې لوی شمیر خلک پکې د احتجاج پرمهال برېښي.
د عکس تشریح، کارپوهان وايي چې اوسني لاریونونه تر پخوانیو هغو پراخ او بې‌ساري دي.

ځينې کارپوهان په دې نظر دي چې سږنۍ مظاهرې او پراخوالی یې بې‌ساری دی.

ټولنپوهه ایلي خرسندفر وايي که څه هم اعتراضونه د ایران په لویو ښارونو کې شوي دي خو وړو ښارونو ته هم خپاره شوي دي "چې نومونه یې ښايي ډېرو خلکو هېڅکله هم نه وي اورېدلي."

دا لومړی ځل نه دی بلکې ایران مخکې هم د لاریونونو شاهد و.

د ۲۰۰۹ کال مظاهرې د 'زرغون غورځنګ' په نوم یادېدې چې د ټاکنو د درغلیو پر ضد وشوې او تر ډېره پکې د منځنۍ طبقې خلک ښکېل وو. که څه هم هغه احتجاجونه تر لویو ښارونو محدود پاتې شول، خو وروسته د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو مظاهرې بیا د ایران په هغو سیمو کې وشوې چې تر ډېره بې‌وزله ګڼل کېږي.

تر اوسنیو مخکې وروستي لاریونونه د ۲۰۲۲ کال وو چې په توقیف کې د مهسا امیني په نوم د یوې ۲۲ کلنې ښځې تر مړینې وروسته پیل شول. هغه ځوانه ښځه د ایران مذهبي پولیسو په دې جرم نیولې وه چې ګواکې حجاب یې نه دی مراعت کړی.

هغه وخت هم اعتراضونه په چټکۍ سره پراخ شول او د رپوټونو له مخې، شپږ ورځې وروسته اوج ته ورسېدل.

په پرتله‌ييز ډول اوسني لاریونونه پراخ برېښي او داسې ښکاري چې د تېر ۲۰۲۵ میلادي کال د ډسمبر له ۲۸ راهیسې په پرله‌پسې ډول د پراختیا په حال کې دي.

مظاهره‌چیانو د مهسا امیني عکس نیولی، د هغې او د ایرانیو ښځو د ملاتړ په حق کې ځينې شعارونه یې هم په لاسونو کې نیولي دي.

د عکس سرچینه، Ameer Alhalbi/Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۲۲ کال کې د مهسا امیني له مړینې وروسته په ایران او د نړۍ په ځينو نورو هېوادونو کې مظاهرې وشوې.

"مرګ پر دېکتاتور"

د ۲۰۲۲ کال لاریونونو غوندې د اوسنیو احتجاجونو جرړې یا ریښې هم په یوې ځانګړې نیوکې او غوښتنې پورې غوټه شوې او د یوه بېړني سیسټماتیک بدلون غږونه پکې بدرګه شول.

اغلې خرسندفر وايي، "د ۲۰۲۲ کال خوځښت د ښځو اړوند مسئلې سره پيل شو خو نور شکایتونه هم پکې غبرګ شول. د ۲۰۲۵ کال د دسمبر احتجاجونه له داسې موضوعګانو سره غوټه شول چې اقتصادي ښکارېدې او په ډېر کم وخت کې یې ګډ پیغامونه له ځانه سره ولېږدول."

د دسمبر په پای کې سوداګرو د ډالر پر وړاندې د ایراني تومن د بیې د ناڅاپي رالوېدو په غبرګون کې په تهران کې اعتصاب وکړ. ورپسې لاریونونه پيل شول او د دغه هېواد په لوېدیځ کې تر ټولو بې‌وزله سیمو ته وغځېدل. ټیک هغسې لکه په ۲۰۲۲ کې چې له ایلام او لرستان ولایتونو پيل شوي او پراخ شوي وو.

د تېر ۲۰۲۵ میلادي کال د ‌ډسمبر په پای کې زرګونه خلکو په لاریونونو کې ګډون وکړ او لامل یې دا و چې د امریکايي ډالر پر وړاندې ایرانی تومن په چټکۍ سره داسې راوغورځېد چې د میلیونونو ایرانیانو په منځ کې یې ان د منځنۍ طبقې خلک هم له سخت اقتصادي کړکېچ او د توکو د بیو له لوړوالي سره مخ کړل.

د مظاهرو له پیل راهیسې احتجاجیان د "مرګ پر دېکتاتور" شعارونه ورکوي او د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه‌اي او د هغه د رژيم د لرې کولو غوښتنه کوي.

 د رضا پهلوي انځور چې په درېشۍ کې ناست دی، سپین ویښتان یې شا ته اړولي او یو لاس یې پورته کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، داسې ښکاري چې د ایران د وروستي پاچا محمد رضا شاه پهلوي زوی رضا پهلوي له لرې د دغو احتجاجونو د رهبري کولو هڅه کوي. ښايي دا له هغو لاملونو یو وي چې روانې مظاهرې غځېږي او اوږدېږي.

پهلوي اړخ

داسې برېښېدل چې د ۲۰۲۲ کال مظاهرې بې‌رهبره وې او ډېر ژر پای ته ورسېدې. خو د دې اپوټه، په اوسنیو اعتراضونو کې ځينې څېرې شته؛ لکه جلاوطنه رضا پهلوي.

دی د ایران د وروستي پاچا محمد رضا شاه پهلوي زوی دی چې په ۱۹۷۹ کې له واکه لرې کړل شو. داسې برېښي چې ښاغلی پهلوي له لرې د دغو احتجاجونو د رهبري کولو هڅه کوي. ښايي دا له هغو لاملونو یو وي چې روانې مظاهرې غځېږي او اوږدېږي.

رضا پهلوي په امریکا کې ژوند کوي او ځان یې په جلاوطنۍ کې د ایران پاچا یا شاه اعلان کړی.

په روانو اعتراضونو کې تر بل هر وخت ډېره دا ځل ایران ته د هغه د بېرته ورګرځېدو غوښتنه کېږي او د ده ورکړي شعارونه لاریونوال بدرګه کوي.

په ایران کې دننه ځوانان پر خواله رسنیو په نامستقیم ډول یو بل هڅوي چې په روانو مظاهرو کې برخه واخلي.

د تهران په څېر ښارونو کې د احتجاجونو لوی‌والی د ښاغلي پهلوي د غوښتنې اغېز زبادوي.

شنونکي وايي، که د دغه روان حالت په پایله کې د ایران اوسنی رژيم سقوط کوي نو ځينې اعتراض‌کوونکي ډاډه دي چې اوس د واک سمبالولو لپاره د حکومت یو مخالف شخصیت او بدیل شته.

ځینې نور بیا وايي چې د پهلوي ملاتړ دغه هېواد ته بېرته د شاهي نظام د ورګرځولو په معنا نه دی بلکې دا له مذهبي واکمنۍ او یا یې د بدیل له نشتوالي ناهیلي څرګندوي. ځکه چې په دغه هېواد کې دننه بل داسې ښکاره سیکولر اپوزیسیون شخصیت نه شته.

د ټرمپ د مداخله کولو ګواښ

د ډونلډ ټرمپ یو انځور چې په شنه درېشۍ کې مایکونو ته ولاړ دی او شا ته یې د امریکا بیرغ هم برېښي.

د عکس سرچینه، Chip Somodevilla/Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په داسې حال کې ایران ته ګواښ کړی چې خپل یو شمېر مهم متحدان یې له لاسه ورکړي دي.

یو بل لامل چې د ۲۰۲۵ کال اعتراضونه له تېرو او ان د ۲۰۲۲ له مظاهرو هم رابېلوي، هغه امریکا ده.

د تېرو لاریونونو برعکس سپينې ماڼۍ د سږنیو لاریونونو ملاتړ کړی. ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی چې د مظاهره‌چیانو په ملاتړ به پر حکومتي هدفونو برید وکړي. داسې غبرګون پخوا نه و.

په ۲۰۰۹ کې د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې د ادعا شوو درغلیو پر ضد د احتجاجونو پرمهال مظاهره‌چیانو شعارونه ورکول چې "اوباما، اوباما، یا له دوی سره دی او یا له موږ سره!"

د امریکا دغه پخواني ولسمشر چې په هغه کال یعني په ۲۰۰۹ کې واکمن و، وروسته د ایرانیو احتجاجیانو د ملاتړ نه کولو له امله خواشيني څرګنده کړه.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې روانې مظاهرې د "ایران دوښمنانو" له لوري تنظیمېږي.

د هغه لپاره ستونزه دا ده چې هېواد ته یې په دې وروستیو کلونو کې د پخوا پرتله کم ملګري ورپاتې دي.

ایرانیو چارواکو خپل مهم متحدان بایللي دي: بشرالاسد له واکه لرې شوی، د سوریې ولسمشر او په لبنان کې حزب الله هم د اسرائیلو د پوځي اقدام له امله د پام وړ کمزوري شوي دي.

یو شمېر ښځې چې تور حجابونه یې اغوستي، د خامنه‌اي عکس ورسره دی.

د عکس سرچینه، Morteza Nikoubazl/NurPhoto via Getty Images

د عکس تشریح، سره له دې چې په ایران کې لا هم د دغه هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌اي ملاتړي لري لکه د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په دغه لاریون کې چې ښکاري خو اوسني احتجاجیان بیا د هغه په مشرۍ د رژيم په لرې کولو باندې ټينګار کوي.

د جګړې میراث

د ۲۰۲۲ کال مظاهرو اپوټه سږني لاریونونه له اسرائيلو سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې او ورپسې پر ایران د امریکا او اسرائيلو له بریدونو کمه موده وروسته پیل او پراخ شول.

خبریال عباس عبدي په دې نظر دی چې دې پېښو ایرانيو چارواکو ته فرصت برابر کړی و چې خلک په خپل ملاتړ سره یوموټی کړي خو حکومت له دې فرصته په ګټې اخیستلو کې پاتې راغی.

یو شمېر کارپوهان دا هم وايي چې تېر کال د ایران پوځ ته رسېدلې درنې ضربې هم د ایرانیانو په سترګو کې د دغه هېواد د پوځ اصلي ادارې سپاه پاسداران یا د (ایران اسلامي انقلابي ګارد) برم او پرستیژ مات کړی دی.

د ۲۰۲۲ کال د مظاهرو د روحیې له مخې اغلې خرسندفر په اوسنیو روانو احتجاجونو کې دوامداره بدلون ویني: درې کاله د مخه د مظاهرو په ترڅ کې د راوتلو ښځو له ډلې یې ډېرې وايي، له هغو اعتراضونو یوه مهمه لاس‌ته‌راوړنه یې دا وه چې اوس له ځپونکي او ظالم رژيمه وېره نه لري.