ټرمپ بیا په ایران کې د لاريونوالو د وژلو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی او سندرغاړې ګوګوش د رضا پهلوي ملاتړ کړی

گوگوش و دونالد ترامپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د اېیر فورس ون په الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې یو ځل بیا د ایران حکومت ته د لاریون کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي کارولو په اړه خبرداری ورکړی او ويلي یې دي، "که ایران د پخوا په څېر د خلکو وژنه پیل کړي، د امریکا له سخت غبرګون سره به مخامخ شي."

ډونلډ ټرمپ دغه خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې په ایران کې لاریونونه اتمې پرله پسې ورځې ته غځېدلي دي.

په همدې مهال، د ایران مشهورې سندرغاړې ګوګوش په ايران کې د دغو لاريونونو غبرګون کې د ایران د وروستي پاچا د زوی شهزاده رضا پهلوي د راستنېدو ملاتړ کړی او هغه یې "د انتقالي دورې لپاره یو متحد کوونکی او سیکولر کس" بللی دی.

په یوه مفصل بیان کې چې د یکشنبې په ورځ (د جنوري پر ۴مه) خپور شوی، اغلې ګوګوش لیکلي، "...د ایران خلکو ته غوږ ونیسئ. د دوی خبرې واورئ. د دوی غږ پراخ کړئ، ځکه چې دوی د خپل ډیموکراتیک راتلونکي او خپلو غږونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي. نن ورځ، ټول ایران د شهزاده رضا پهلوي د بېرته راستنېدو غوښتنه کوي د انتقالي دورې لپاره د یو متحد او سیکولر شخص په توګه. د لوی ایراني ملت د ازادولو او د وطن د ځوانانو لپاره د لا ډېرې پرتمينې بریا په هیله."

په ایران کې وروستي لاریونونه، چې د ډالرو د ارزښت چټک لوړوالي سره پیل شول، په تدریجي ډول د هېواد بېلابېلو ښارونو ته خپاره شوي دي. د یکشنبې په ورځ د تهران، ایلام، سمنان او زرین دشت، فارس ښارونو کې د لاریونونو او له امنيتي کسانو سره د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

په تهران کې لاريون کوونکو د علا الدين بازار ته څېرمه راټول شوي وو او له امنيتي کسانو سره يې نښته کړې.

د ايلام ښار څخه ترلاسه شوي عکسونه او راپورونه ښيي چې د ايران امنيتي ځواکونه د "امام خميني" روغتون ته د ټپي شويو لاريونوالو د نيولو لپاره ورغلي.

د ايلام له ملک شاهي سيمې بيا راپورونه وايي چې د امنيتي ځواکونو په ډزو کې څلور تنه لاريونوال وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

لاریونونو کې تر دې دمه څو تنه وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د وروستیو لاریونونو پرمهال د "اتو لاریون کوونکو د وژنې" په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دوه ورځې وړاندې هم د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی و چې که احتجاجیان "و وژني" نو امریکا به "د هغوی ژغورلو ته ورشي."

ښاغلي ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ (ټروت) لیکلي وو، "که ایران د خپل دود له مخې پر سوله‌ييزو اعتراض‌کوونکو ډزې کوي او په تاوتریخوالي سره یې وژني نو د امریکا متحده ایالات به د هغوی ژغورلو ته ورشي."

هغه زیاته کړې وه چې امریکا د دې ګام اخیستلو لپاره "چمتو" ده.

ايران تر دې مهاله د ډونلډ ټرمپ تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو د تېر ځل څرګندونې یې د ځینو امنیتي چارواکو او د ایران حکومت ته نژدې رسنیو لخوا له سخت غبرګون سره مخامخ شوې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې، ایران د ښاغلي ټرمپ وروستۍ څرګندونې "لاسوهنه" یاده کړې وه او په کلکه یې رد کړې وې.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي امیرسعید ایرواني د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امنیت شورا مشر انتونیو ګوتېرش ته په یوه بېړني لیک کې ويلي وو چې دغه ګواښونه ''په ښکاره ډول د دوامدارې مداخلې او فشار اچولو یوه تګلاره ښيي، چې تل د ایران د خلکو د ملاتړ تر پلمې او پوښښ لاندې تعقیب شوې ده.''