د بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د شیعه او هزاره لږکیو د خوندیتابه هڅې زیاتې کړي

طالبان

د عکس سرچینه، EPA

د بښنې نړیوال ټولنې د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د شیعه او هزاره ټولنو د خوندیتابه هڅې زیاتې کړي.

دا ټولنه وايي، تېر کال په افغانستان کې پر لږکیو ګڼ شمېر بریدونه شوي او ادعا یې کړې چې د مخنیوي لپاره یې کوم اقدام نه دی شوی.

د بښنې نړیوالې ټولنې د طالبانو له حکومته د یادو بریدونو په تړاو له قوانینو او نړیوالو معیارونو سره سم د فوري، بې پرې او بشپړو څېړنو غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، حکومت یې په افغانستان کې پر لږه کیو د بریدونو ډېری ترسره کوونکي نیولي او په دې برخه کې لا هم خپلې هڅې روانې ساتي.

د بښنې نړیوالې ټولنې پخپل تازه راپور کې ویلي، پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته، شیعه او هزاره لږه کي د افغانستان په اوسني امنیتي او حکومتي جوړښت کې موثر استازي نه لري.

د بښنې نړیوالې ټولنې پخپل راپور کې د خپل سیمه ییز څېړونکي زمان سلطاني له خولې لیکلي، هغوی چې د نړیوالو او د بشر حقونو د قوانینو پر بنسټ د لږه کیو د هدفي وژنو په جنایتونو کې ښکېل دي، د عدالت د تطبیق لپاره باید په غیرنظامي محکمو کې په اعدام مجازات شي.

ښاغلي سلطاني بي بي سي ته وویل، شونې ده په افغانستان کې پر شیعه او هزاره وګړو سیستماتیک بریدونه د بشر ضد جنایت وګڼل شي.

د نوموړي په وینا "طالبان د داسې یوې ډلې په توګه چې اوس یې واک په لاس کې دی، باید د شیعه، هزاره او نورو لږکیو د خوندیتابه لپاره چې له سیستماتیکو او هدفي بریدونو سره مخامخ دي؛ لازم، جدي او موثر اقدامات وکړي. په افغانستان کې چې د شعیه او هزاره وګړو پر وړاندې کوم سیستماتیک او هدفي بریدونه روان دي، کېدای شي، د بشر پر ضد جنایتونه وګڼل شي."

د بښنې نړیوالې ټولنې د طالبانو له حکومته په افغانستان کې د شیعه او هزاره ټولنو د امنیت خوندیتابه لپاره د هڅو زیاتولو غوښتنه کړې ده.

دا ټولنه وايي، تېر کال په افغانستان کې پر لږکیو ګڼ شمېر بریدونه شوي او ادعا یې کړې چې د مخنیوي لپاره یې کوم اقدام نه دی شوی.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، حکومت یې په افغانستان کې پر لږه کیو د بریدونو ډېری ترسره کوونکي نیولي او په دې برخه کې لا هم خپلې هڅې روانې ساتي.

د تېرې جمعې، شنبې او یکشنبې پر ورځو کې کابل کې ظاهرا پر شیعه او هزاره لږکیو خونړۍ چاودنې وشوې چې لسګونو کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.

د دغو چاودنو مسوولیت داعش ډلې منلی و.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما دا بریدونه غندلي او ویلي یې وو، د طالبانو حکومت باید د ورته بریدونو مخه ونیسي او په اړه یې بشپړې او رڼې څېړنې وکړي.

طالبانو هم په کابل کې د تېرو ورځو بریدونه بزدلانه او د دین او هېواد د دښمنانو کار بللی و.

د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو تر دغو بریدونو وړاندې د تېرې چارشنبې پر ورځ د کابل ښار د جمال مېنې کارتې سخي سیمه کې د داعش وسله والو پر یوه پټنځي چاپه ووهله چې د راپورونو له مخې، د څلور داعش وسله والو په وژلو او د یوه نیول کېدو سره پای ته ورسېده.

د طالبانو امنیتي سرچینو ویلي و، د دې چاپې پر مهال یې له داعش وسله والو سره مخامخ نښته کې یوه پولیسه او یو پولیس ووژل شول او څلور نور پولیسان یې ټپیان دي.