کابل کې د محرم لسمې مراسم د کلکو امنيتي تدبیرونو سره ترسره شول

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د محرم لسمې مراسم د طالبانو حکومت تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې په داسې حال کې وشول چې په کابل ښار کې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه پرې شوي وو.
که څه هم په نننیو مراسمو کې تر اوسه د کومې امنیتي پېښې رپوټ نه دی ور کړل شوی، خو تېرو څو ورځو کې په شیعه مېشتو سیمو کې پرلپسې چاودنې وشوې چې وروستۍ هغه یې پرون ماښام په چنده ول سیمه کې وه.
د عیني شاهدانو په خبره، طالبانو په کابل کې د پلټنې امنيتي پوستې ډېرې کړې او د محرم مراسم لمانځونکي د طالب امنیتي کسانو تر امنیتي کمربندونو لاندې پخپلو تکیه خانو او جوماتونو کې دغه مراسم ولمانځل.
په نورو کلونو کې به د کابل ښار په ځینو سیمو کې د عاشورا یو شمېر مراسم لمانځونو د موټرو او موټرسایکلونو مانورونه کول، خو سږ کال طالبانو واردمخه ویلي وو، امنیتي اندېښنو ته په پام سره به په دغه هېواد کې د محرم د لسمې مراسم په جوماتونو او تکیه خانو کې دننه وشي او پر واټونو به په دې تړاو د خلکو د راټولېدو مخه ونیسي.
د طالبانو دغه امنیتي تدابیر داسې مهال دي چې د دغو مراسمو په درشل کې په تېرو څو ورځو کې داعش ډلې پرلپسې پر شیعه افغان وګړو بمي چاودنې وکړې چې لسګونو کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.
د رپوټونو له مخې د دغو بریدونو وروستۍ هغه پرون ماښام د کابل د لومړې حوزې اړوند چندول سیمه کې شوی، خو پکې د اوښتې مرګژوبله شمېر نه دی اعلان شوی او مسوولیت یې لا چا نه دی منلی.
یوناما پر خپل ټویټر لیکلي چې دغو وروستيو بریدونو تر ۱۲۰ ډېرو کسانو ته مرګژوبله اړولې او غوښتنه یې کړې "د دې لپاره چې د عاشورا مراسم له نورو بریدونو پرته ترسره شي، نو د [شعیه] لږکیو امنیت دې لا ډېر خوندي کړای شي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
له دې سره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنېټ هم د ټویټر یوه پوست کې ټینګار کړی چې د عاشورا پر مهال دې د لږکیو ټولنو امنیت خوندي شي.
هغه زیاته کړې "پرېږدئ هغه چې دا نړیوال جرایم ترسره کوي پر دې پوه شي چې - تاسې به عدالت سره مخامخېږئ."
د اسلامي همکارۍ سازمان (ای سي او) چې مرکز یې په سعودي عربستان کې دی، هم د یکشنبې پر ورځ ویلي وو، چې "کابل کې د وروستۍ بمي چاودنې عاملانو سره دې حساب وشي."
دغه سازمان ویلي وو، دا ډول تکراري بریدونه په افغانستان کې د پرله پسې بې ثباتۍ او ناوړه امنیتي وضعیت ښکارندويي کوي او چارواکي باید د ولسي وګړو پر وړاندې د داسې بریدونو د مخنیوي لپاره په پرېکنده ډول لاس په کار شي.










