له تنکیو ځوانانو سره د لوڅو پیغامونو د پایلو په اړه څه ډول خبرې باید وشي؟

څو تنه ځوانې نجونې سره راټولې شوي او د موبایل سکرین ته ګوري او خاندي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جنسي پیغامونو له خطرونو یو دا دی چې کېدای شي شخصي انځورونه د ناسمـو کسانو لاس ته ولوېږي
    • Author, سانتیاګو وانه‌ ګاس
    • دنده, بي بي سي

ټکنالوژي او په تېره بیا د اړیکو نیولو او خبرې کولو لپاره اپونو زموږ اړیکو باندې اغېزه کړې او ډېر بدلون یې هم راوستی دی.

دا بدلون د تنکیو ځوانانو لپاره په دې معنی دی چې هغوی اوس د جنسي موضوعاتو د پوهاوی په اړه سم او ناسم معلومات د "سېکسټېنګ" یا لوڅو پیغامونو له لارې ترلاسه کوي.

ځکه نو د جنسي یا لوڅو پیغامونو اصطلاح رامنځته شوې ده. دغه جنسي پیغامونه د موبایلونو له لارې په پراخ ډول لېږل کېږي او ترلاسه کېږي.

د دغو پیغامونو لېږد رالېږد په لویانو کې عام دی، خو د تنکیو ځوانانو ترمنځ هم لیدل کېږي.

د "جاما پډیاټرېکس" په نوم علمي مجلې د یوې خپرې شوې څېړنې له مخې، له هرو درېیو ماشومانو (د ۱۲ او ۱۷ کلونو ترمنځ) یو یې یو جنسي پیغام ترلاسه کړی دی.

ډاکټره کورین کراس چې د امریکا ماشومانو ټولنې ویانده ده، خبرداری ورکوي چې دغه ډول چلندونه یا تنکیو ځونانو ترمنځ د جنسي پیغامونو لېږد رالېږد خطرناک تمامېدای شي.

یو لوی خطر دا دی چې کېدای شي شخصي پیغامونه د ناسمو کسانو لاس ته ولوېږي، ځکه نو د میندو او پلرونو ونډه په کې ډېره مهمه ده.

ډاکټره کارول سپخو چې کلینیکي ارواپوهه ده، د "ماشوم ذهن" په نوم بنسټ په یوه مقاله کې یې لیکلي: "د میندو او پلرونو په توګه، زموږ دنده دا ده چې خپلو ماشومانو سره مرسته وکړو چې له هغو تېروتنو ځان وساتي چې ښايي دوی ته جدي ستونزې رامنځته کړي. جنسي پیغامونه یا سېکسټېنګ داسې څه دي چې که بې احتیاطي ورسره وشي نو ډېرې دردوونکې پایلې لرلی شي."

کورین کراس چې د ماشومانو ټولنې ویانده ده زیاتوي، تنکي ځوانان نشي کولی د خپلو کړنو پایلې په بشپړ دول درک کړي، ځکه د دوی د مغز هغه مخکېنۍ برخه چې "لوب" یې بولي لا بشپړه وده یې نه وي کړي. دا وایي:

"هغه څه چې موږ یې باید وکړو دا دي چې دوی سره مرسته وکړو د دغو کارونو پایلې ورته تشریح کړو، چې که کوم وخت بیا له داسې حالاتو سره مخامېږي نو زموږ خبرې ورپه زړه شي."

که څه هم دا تل د میندو او پلرونو لپاره اسانه نه ده چې له خپلو ماشومانو سره د داسې موضوعاتو په اړه خبرې وکړي چې ورته نا اشنا وي او یا هم له جنسي مسایلو سره تړاو ولري.

لاندې د هغو څلورو مهمو ټکو یادونه شوې چې کارپوهان یې د دغه ډول خبرو لپاره سپارښتنه کوي:

۱. ژر او پر خپل وخت له خپلو ماشومانو سره خبرې وکړئ

یوه مور له خپلې لور سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د کورین کراس په وینا، د میندو او پلرونو یوه تېروتنه دا ده چې دوی ډېر ناوخته له خپلو ماشومانو سره د جنسي یا لوڅو پیغامونو د اغېزو او خطرونو په اړه خبرې پیلوي.

کېدای شي د شاوخوا ۱۲ کلنۍ په عمر جنسي پیغامونه پیل شي، معنی هغه وخت چې ماشومان له نورو سره جنسي او عاطفي لیوالتیا پیدا کوي.‌

کورین کراس وایي: "دا هغه وخت دی چې کېدای شي هغوی په رښتیا ستاسو خبرو ته غوږ ونیسي. ځکه ډېر امکان لري که څوک له همدغو ماشومانو شخصي انځورونه وغواړي دوی یې په اړه خپلو میندو او پلرونو ته خبر ورنه کړي."

یو تنکی ځوان د خوب پر تخت ناست خپل موبایل ته ګوري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کراس وایي، د میندو او پلرونو یوه عامه تېروتنه دا ده چې ډېر ناوخته له خپلو ماشومانو سره د جنسي پیغامونو د خطرونو په اړه خبرې کول پیلوي

ډاکټره یولانډا ریډ چې په لاس انجلس کې د کلېفورنیا پوهنتون ډاکټره ده وايي: "حقیقت خو دا دی چې جنسي یا لوڅ پیغامونه داسې څه دي چې ماشوم یې یو وخت نه یو وخت خامخا ترلاسه کوي. ځکه نو مهمه ده چې په دې اړه ورسره ژر خبرې وشي، چې که کله وغواړي پرېکړه وکړي، اړین معلومات ولري."

هغه زیاتوي، دا خبرې باید هغه وخت پیل شي کله چې ماشوم په لومړي ځل موبایل ترلاسه کوي.

د دغه ډول خبرو د پیل لپاره یوه غوره لار دا ده چې له ماشومه وپوښتل شي په دې اړه څومره معلومات لري او یا څه یې اورېدلي دي.‌ ډاکټره یولانډا ریډ وایي: "دا مهمه ده چې لومړی پوه شئ ستاسو ماشوم د دې موضوع په اړه څه ډول درک لري او بیا یې له عمر سره سم معلومات ورکړئ."

دا وړاندیز کوي چې هغو ماشومانو ته چې د جنسي مسایلو په اړه ډیر معلومات نه لري، باید وویل شي چې د دوی پیغامونو کې باید هېڅکله داسې انځورونه یا ویډیو ګانې نه وي چې خلکو په کې جامې نه وي اغوستي او یا هم د ښکلولو یا د بدن د جنسي برخو لمس کول په کې وي.

خو د ځوانانو لپاره بیا وړاندیز کوي چې د "جنسي پیغامونو" اصطلاح په خبرو کې وکارول شي او په مستقیم ډول وپوښتل شي چې ایا دوی کوم وخت له بربنډو یا نیمه بربنډو انځورونو سره مخ شوي که نه.

کورین کراس زیاتوي د دې لپاره چې مثبتې اغېزې ترلاسه شي، باید دغه ډول خبرې په دوامداره توګه ترسره شي، نه دا چې یو ځل.

۲. هڅه وکړئ دې مسلې ته د ماشوم له نظره هم وګورئ

یوه بله عامه تېروتنه چې میندې او پلرونه یې کوي دا ده چې یوازې هڅه کوي ماشومان له "جنسي پیغامونو" منع کړي.

کورین کراس چې د امریکا د ماشومانو ټولنې ویانده ده، وایي: "موږ میندې او پلرونه ډېری وخت داسې خبرې کوو، لکه چې وایوو، که څوک له تا شخصي عکس وغواړي، هغه بد کس دی یا دا چې له هغه کس سره خبرې مه کوه."

هغه زیاتوي، "حقیقت دا دی چې دوی دغه ډول نصیحت نه مني، ځکه موږ ځان د دوی ځای کې نه دی اچولی. کېدی شي هغه یو داسې کس وي چې دوی ورسره مینه لري او کله چې تاسو له یو چا سره مینه لرئ او غواړئ اړیکه ورسره ولرئ نو د "نه" ویل بیا ستونزمن وي."

په همدې لړ کې، ډاکټره او اراوپوهه کارول سپخو ټینګار کوي چې خبرې باید له دې پیل شي چې ومنو، کېدی شي هغه پیغامونه چې جنسي بڼه لري د دوی لپاره یوه ساعتیري وي او دا چې "دې کې هېڅ ستونزه نشته که هغوی وغواړي ځان جذاب یا غوښتل شوی کس احساس کړي."

په پای کې، د شخصي جزییاتو شریکول د نږدې اړیکو د جوړولو یوه داسې لار ده چې د ځوانانو د ودې برخه ګڼل کیږي.

دوه ځوانان سره خاندي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سپخو وایي تنکي ځوانان تر ډېره خپلو دوستانو سره خپل شخصي معلومات شریکوي

کورین کراس، د امریکا د ماشومانو ټولنې ویانده، خپل دفتر کې ماشومانو ته وایي: "له یو کس سره مینه لرل په دې معنی نه ده چې تاسو باید تل هغه څه ترسره کړئ چې هغه یې له تاسوغواړي."

هغه ماشومانو ته سپارښتنه کوي: "په هره سالمه اړیکه کې حدود شته. مخکې له دې چې له چا سره اړیکه پیل کړئ، باید دا معلومه کړئ چې له کومو شیانو سره ارام یاست او له کومو سره نه."

هغه زیاتوي: "که هغوی داسې کسان وي چې د اړیکې جوړولو ارزښت لري نو کله چې تاسو ورته خپل حدود وښیئ هغوی یې باید درناوی وکړي."

د هغې په وینا، پر ماشومانو او ځوانانو دغه ډول مشورې ډېر اغېز کوي، د دې پر ځای چې یوازې ورته ووایئ "دا کار مه کوه".

۳. پایلو ته یې پام وکړئ

ارواپوهه کارول سپخو وایي، غوره دا ده چې خبرې باید د جنسي پیغامونو پر سم یا ناسم والي راونه څرخي بلکې پر ځای یې "لنډمهاله او اوږدمهاله پایلو ته پام وشي".‌

هغه زیاتوي: "تاسو باید له خپلو ماشومانو سره په داسې ډول خبرې ونه کړئ چې هغوی فکر وکړي تاسو یې رټئ."

یو له هغو ټکو چې کارپوهان وړاندیز کوي ماشومانو او ځوانانو ته یې وښیئ، دا دی چې کله یو انځور چاته لېږل کیږي، هغه انځور خپلواکه ژوند پیدا کوي او تل پاتې کیږي.

کورین کراس وړاندیز کوي: "که غواړئ یو چاته داسې انځور ولېږئ چې فکر کوئ په لیدو به یې ستاسو نیکه، ښوونکی یا ستاسو راتلونکی ماشوم وشرمېږي نو باید ویې نه لېږئ."

د یوې څېړنې له مخې چې د"جاما پډیاټرېکس" مجله کې خپره شوې، د ۱۲ تر ۱۷ کلونو ترمنځ ۱۴.۵سلنه ماشومان د لېږدونکي کس له خوښې پرته د هغه کس شخصي پیغامونه نورو ته لېږلي.‌

کارول سپخو وايي، د دغې لوړې شمېرې دلیل دا دی چې ډېری وخت هغه ماشوم چې پر خپل ملګري باور لري او بربنډ انځور ورلېږي کېدی شي د هغه پر نږدې ملګري هم باور ولري او فکر به کوي ورسره شریکول یې هېڅ ستونزه نلري.

هغه وايي: "دا تل د بد نیتۍ له مخې نه کیږي، خو ناسمې پایلې هم لري."

کورین کراس وایي، دا طبیعي خبره ده چې کله یو ماشوم شخصي پیغام ترلاسه کړي او بیا غواړي خپلو ټولګیوالو ته یې وښيي، ځکه له دې لارې یو ډول ټولنیز درناوی ترلاسه کوي.

هغه زیاتوي: "دا داسې ده لکه چې ووایې وګوره، دا کس ما سره څومره مینه لري، وګوره څه یې راته لېږلي دي."

کراس وايی: "زه تل ماشومانو ته وایم چې په پای کې به تاسو او هغه کس سره جلا شئ او کېدی شي هغه کس کوم وخت غوسه شي او یا هم تاسو او په داسې حالت کې به ستاسو انځورونه ورسره پاتې وي."

یو تنکی ځوان پر کټ پروت دی، پښې یې غځولي او خپل موبایل ته ګوري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لوڅ یا جنسي پیغامونه یا "سکسټېنګ" د جنسي محتوا لرونکو پیغامونو یا انځورونو استول یا ترلاسه کول

د کلېفورنیا پوهنتون ډاکټره یولانډا ریډ باور لري چې د میندو او پلرونو لپاره یوه ښه ستراتیژي دا ده چې د جنسي پیغامونو د ریښتینو پایلو اړوند خبرونو ته پام وکړي.

ریډ وایي: "دا کولی شي یوه داسې وسیله شي چې له مخې یې تاسو له خپلو ماشومانو سره تمرین وکړئ چې که څوک له هغوی وغواړي شخصي پیغام یا انځور وراستوي او یا یې له هغوی ترلاسه کړي دوی یې په اړه څه ډول ځواب ووايي."

سربېره پر دې، په ګڼ شمېر هېوادونو کې جنسي پیغامونو د ماشومانو پورنوګرافي ګڼل کیږي او کېدی شي قانوني پایلې هم ولري.

ډاکټره کارول سپخو وایي: "ماشومانو ته مو د دې یادونه وکړئ چې د دوی پر کړنو قانون پلی کېږي او که ونیول شي نو له جدي پایلو سره به مخ شي. دا پېښې له نورو سره هم شوي دي."

۴. هغوی ته ور زده کړئ چې د فشار پر وړاندې مقاومت وکړي

ګڼ شمېر ځوانان راپور ورکوي چې څو څو ځله ترې د شخصي انځورونو غوښتنه شوې چې پایله کې یې بیا یو انځور لېږلی هم دی.

کارپوهان وایي، د میندو او پلرونو د دندې یوه برخه دا ده چې خپلو ماشومانو ته ور زده کړي د فشار پر وړاندې مقاومت وکړي.

کورین کراس بي بي سي ته وویل: "دا مهمه ده چې ماشومانو ته ور زده کړو د درناوي وړ اړیکه کې، "نه" د "نه" معنی لري، هم په حقیقي نړۍ کې او هم په مجازي هغې کې."

د کلیفورنیا پوهنتون ډاکټره یولانډا ریډ وایي ماشومانو او ځوانانو ته د مجازي نړۍ اصولو ښودل د جنسي پیغامونو د خطرونو د مخنیوي لپاره اړین دي.

د مجازي نړۍ اصول په دې معنی دي چې موږ باید دوی ته ور زده کړو چې پر نورو فشار رانه وړي او نه هم نورو ته اجازه ورکړي پر دوی فشار راوړي چې شخصي انځورونه ورسره شریک کړي او یا دا چې د دوی له اجازې پرته یې نورو ته واستوي.

خو د میندو او پلرونو هڅو سربېره دا پرېکړه په خپله ځوانانو پورې اړه لري چې له خپل موبایله څه شی چاته ولېږي. ځکه ان له خبرو کولو وروسته هم ستونزې پېښېدی شي، لکه دا چې یو شخصي پیغام یا انځور د ناسمو کسانو لاس ته ولوېږي.

ډاکټره کارول سپخو ټینګار کوي چې په دغه ډول حالتونو کې خپل ماشوم ته د دې یادونه وکړئ چې: "که څه هم دوی ګنکس شي یا د خجالتۍ احساس وکړي، خو دا موضوع د دوی له ارزښت یا عزته هېڅ نه کموي."