پر انټرنېټ د ځورونې پنځه ډولونه؛ ښځې څنګه ځان خوندي ساتلی شي؟

دوه لاسونه چې د چارج کولو په سپین کیبل سره تړل شوي او له یوه سمارټ فون سره وصل دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډیجیټل تاوتریخوالی د ښځو او نجونو لپاره په چټکۍ سره وده کوونکی ګواښ دی.

هر کال په میلیونونو ښځې او نجونه له انلاین ناوړه ګټه اخیستنې سره مخ کېږي، چې په ټیکنالوژۍ سره له پارولو یا سپکولو او تعقیب نیولې د ځورونې نور ډولونه پکې شامل دي.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې دا ډول بریدونه ډېری وخت ښځې افلاین کوي او د دوی غږ غلی کوي. موږ د ډیجیټل تاوتریخوالي پنځه عام ډولونه او د خوندي پاتې کېدو لپاره عملي ګامونه څېړو.

ډیجیټل تاوتریخوالی د ناوړه ګټه اخیستنې په برخه کې ګړندۍ وده کوي او ښځې افلاینوي یا له انټرنېټ ګوښه کوي. هر کال په میلیونونو ښځې او نجونې له پارولو او تعقیبولو تر ډیپ فېک او ډاکس کولو پورې له ډول ډول ځورونې سره مخ کېږي.

ډیپ فېک کې ویډیو، انځور یا غږ په مصنوعي ځیرکتیا جوړېږي یا په دغو جوړو څیزونو کې بدلون راولي.

ډاکسېنګ د یو چا یا یوې ادارې له خوښې پرته د هغوی اړوند معلومات انلاین کول دي.

د نړیوالې مخابراتي ټولنې په نوم د ډیجیټل ټیکنالوژۍ لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره وايي، په ټوله نړۍ کې نژدې شپږ میلیارده کسان انټرنېټ کاروي او سږکال تر ښځو ۲۸۰ میلیونه ډېر نارینه پرلیکه وو.

ملګري ملتونه وايي، ډېره شونې ده چې ښځې، نجونې او د نورو جنسیتونو کسان په نښه شي او د خپل جنسیت له امله له ډېرو سختو او پرلپسې پایلو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په وینا، څېړنې ښیي چې په ټوله نړۍ کې تر ۵۸ سلنه ښځې او نجونه پرلیکه یا انلاین تاوتریخوالي کې په نښه شوې دي.

یوه پرده چې یو سمارټ فون او دوه خبرې اترې د ستوري (*) نښه سره ښيي ترڅو د ضد ټولنیز چلند څرګند کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مشهورې ښځې، فعالان او خبریالان ډېر احتمال لري چې په نښه شي.

د ډیجیټل تاوتریخوالي پنځه عام ډولونه

۱. پارول

پارول یا سپکول له قصده پاروونکي یا سپک پیغامونه پرلیکه کول دي چې یو څوک ورسره خپه شي، غبرګون ته یې وهڅوي یا ستونزه ورته جوړه کړي.

له ډیجیټل کرکې سره د مبارزې مرکز یا (CCDH) په نوم بریتانوی-امریکایی خصوصي سازمان د پرلیکه کرکجنې وینا او ناسمو مالوماتو د خپرېدو د مخنیوي لپاره کار کوي.

دغه سازمان وايي چې په انلاین بڼه دوه ډوله مهم پاروونکي شته.

  • هغه پاروونکي چې د ناوړه ګټه اخیستنې د پراخولو لپاره د ټولنیزو رسنیو ډېر څارونکي عام شخصیتونه په نښه کوي.
  • هغه پاروونکي چې "منفي ټولنیز ځواک" یې دې ته هڅوي چې د نورو له زیانمنولو خوند واخلي.

ښايي ډېر دلیلونه وي چې ولې خلک پرلیکه پارول کوي او دا پارول یو تر بله توپیر هم لري.

پاروونکي معمولا د هغو کسانو له ځورولو یا پارولو خوند اخلي چې د ناوړه ګټه اخیستنې لپاره یې په نښه کوي او که د دوی قرباني ځواب ورکړي نو دا یې لا هڅوي چې خپلو چارو ته دوام ورکړي.

پارول د قرباني د اضطراب، وېرې او اندېښنې کچه زیاتولی شي او پر ځان یې باور کمولی شي.

۲. شخصي معلومات خپرول

د یوې ښځې سیلوېټ چې د یوه کوچني کړکۍ مخې ته ناسته ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شخصي حساسو معلوماتو شریکول کولی شي فشار رامنځته کړي او حتی تاوتریخوالي ته لاره هواره کړي.

بد نیت یا بدې ارادې سره د یو کس د شخصي معلوماتو پرلیکه یا خپرولو ته ډاکسینګ یا شخصي معلومات خپرول وايي.

دا معلومات اړوند کس په حقیقي ژوند کې له تعقیب، ګواښ او ان فزیکي تاوتریخوالي سره مخ کولی شي.

د هري پوټر لیکوالې جي کې رولینګ په ۲۰۲۱ کال کې وروسته له هغه ځان قرباني وباله، چې له کور بهر اخیستل شوي انځور کې یې ادرس یا پته ښکارېدله او انلاین خپور شو.

خو پولیسو بیا وویل د هغو کسانو پرضد به هېڅ اقدام ونه شي چې هغه یې په نښه کړې ده.

د میټا اړوند فیسبوک او انسټاګرام د ۲۰۲۲ کال له اپرېل راهیسې د یو چا د کور پته شریکول منع کړي، ان که دا په عامو ریکارډونو یا خبرونو کې څرګند هم شي. خو کارن یا کاروونکي لاهم خپله پته شریکولی شي، مګر نور یې بیا نشي شریکولی.

د میټا د څار ډلې یا بورډ له سپارښتنو وروسته دې شبکو کې دا بدلون رامنځته شوی، چې محرمیت او خوندیوتوب پیاوړی او د شخصي معلوماتو د خپرېدو یا ډاکس کولو خطرونه کم کړي.

۳. په انټرنیټ خپرېدونکو موادو کې بدلون

یوه ستړې ښځه چې د لپ ټاپ پردې ته ګوري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېرې ښځې د خپل خوندیتوب لپاره له انټرنېټ څخه وتښتي.

ډیپ فیک هغه ویډیوګانې، انځورونه یا اډیو کلیپونه دي چې په مصنوعي ځیرکتیا جوړېږي، خو ریښتیني ښکاري.

دوی د ساتېرۍ یا ان د ساینسي څېړنو لپاره کارېدی شي، خو کله کله د سیاستوالو یا د نړۍ د مشرانو په څېر د خلکو د پېښو یا تقلید لپاره کارېږي، چې په لوی لاس خلک تېر باسي.

ډیپ فیک د نامتو شخصیتونو یا یوازې عادي خلکو د لوڅو ویډیوګانو یا عکسونو جوړولو لپاره هم په زیاتېدونکي ډول کارول شوي دي.

په بریتانیا کې د پولیسو په غوښتنه وروستۍ سروې کې موندل شوې چې "په هرو څلورو کسانو کې یو یې انګېري چې د جنسي ډیپ فیکونو جوړول او شریکول هېڅ غلط کار نه دی، یا ځان بې پروا احساسوي، ان که د کارول شوي کس خوښه هم نه وي اخیستل شوې".

په بریتانیا کې له خوښې پرته د محرمو عکسونو شریکول یا د شریکولو ګواښ جرم دی، چې اوس په ټوله کې د ۲۰۲۳ کال د انلاین خوندیتوب قانون په چوکاټ کې راځي. د ډیپ فیکونو په ګډون پکې بیا تولید شوي یا لاس وهل شوي عکسونه هم راځي.

ډېری نور هېوادونه، لکه اسټرالیا او ایرلینډ ورته قوانین لري چې خلک د محرمو عکسونو له ناوړه ګټه اخیستنې خوندي کړي.

۴. ماشومان په نښه کول

یو سړی چې خپل مخ یې په هوډي کې پټ کړی او کمپیوټر کې بوخت دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینې انلاین برید کوونکي خپله پېژندنه پټوي ترڅو د ځوانو نجونو باور ترلاسه کړي.

ماشومان او ځوانان پرلیکه په نښه کېدی او ملګري کېدی شي. جعلکاران ممکن د انلاین پلټ فارمونو په کارولو له ماشوم سره باوري اړیکه جوړه او ترې ناوړه ګټه واخلي.

دا ناوړه ګټه اخیستنه ممکن انلاین وشي یا ښايي جعل کار د ناوړه ګټه اخیستنې لپاره له ماشوم سره د لیدنې پلان جوړ کړي.

نوره ناوړه ګټه اخیستنه هغه وخت پېښېدلی شي چې نور کسان زیانمنه منځپانګه انلاین ثبت، اپلوډ یا شریکه کړي.

که دا ناوړه ګټه اخیستنه انلاین یا افلاین وي، خو د ماشوم په عمومي روغتیا اوږدمهاله اغېز لرلی شي، چې د اضطراب، وېرې، ځان زیانمنولو، په خوراک کې ګډوډۍ، د ځانوژنې فکرونو یا ان ځانوژنې لامل کېږي.

۵. سایبري ځورونه

سایبري ځورونه چې پرلیکه ځورونه هم ورته وايي، هغه وخت پېښېږي چې یو څوک په خواله رسنیو، پیغام رسانو اپونو، انلاین لوبو او د انټرنېټ په نورو ځایونو کې له ځورناک چلن سره مخ شي.

ځورونه په یو وخت انلاین او افلاین دواړه پیښېدی شي او ځینې وخت قرباني هغه کس هم پېژندلی شي چې انلاین یې ځوروي.

د هغو خلکو له ځورونې سره هم د مخامخ کېدو امکان شته چې قرباني په ژوند کې هېڅکله لیدلي نه وي، خو په انلاین ټولنو، لوبو یا خواله رسنیو کې یې پېژنئ. ناوړه ګټه اخیستونکی ښايي بې نومه هم وي.

څنګه خوندي پاتې کېدلی شئ؟

یو کس یو سمارټ فون نیولی چې د راتلونکې زنګ پر پرده د "Scam Alert" پیغام ښکاره کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټیکنالوژۍ شرکتونه او تنظیموونکي د سایبري جرمونو د کمولو لپاره ګامونه اخلي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د انلاین ناوړه ګټه اخیستنې د قرباني کېدو د خطر کمولو لپاره ځینې لارښوونې شته.

  • د یو څه له انلاینولو یا شریکولو مخکې دوه ځله فکر وکړئ، ځکه ستاسې دا مواد یا تبصره ممکن د تل لپاره پرلیکه پاتې شي او وروسته تاسو ته د زیان رسولو لپاره وکارېږي.

هغه معلومات محدود کړئ چې تاسو یې پرلیکه کوئ، په تېره شخصي معلومات لکه ستاسو پته، او تلیفون شمېره.

  • خپلو ملګرو او اشنایانو ته خبرداری ورکړئ چې ستاسو په اړه شخصي معلومات خپاره نه کړي.
  • د خپلو خوالو رسنیو اپونو د محرمیت جوړښتونو او د هغه چا په اړه زدکړه وکړئ، چې ستاسو معلومات لیدلی شي. همدارنګه د منځپانګې د بندولو یا پټولو اختیار هم زده کړئ.
  • په خپلو ټولو اکونټونو کې خپل موقعیت غیر فعال کړئ.
  • مشکوک یا ګواښونکي اکاونټونه رپوټ کړئ.

د خطر زنګ

ملګري ملتونه وايي، د انلاین او ټیکنالوژۍ له لارې د تاوتریخوالي د اغېزناک مخنیوي لپاره دا مهمه ده چې د هغه ځانګړتیاوې او پر ښځو او نجونو یې اغېزې درک شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې پر ۲۰۲۱ کال د عربي هېوادونو سیمه کې مطالعې سره وموندله چې په هغه کال د انټرنېټ ۶۰ سلنه کارنې له انلاین تاوتریخوالي سره مخ شوې وې.

یوې اروپايي څېړنې موندلې چې ښځې تر نارینه وو ۲۷ ځله ډیرې له پرلیکه ځورونې سره مخ کېږي.

یوه بله شننه هم وايي چې ۹۲ سلنه ښځو رپوټ ورکړی چې پرلیکه تاوتریخوالي د دوی پر روغتیا ناوړه اغېز کوي.

د ملګرو ملتونو په وینا، په عام ژوند کې ښکېلې ښځې لکه سیاستوالې، خبریالانې او د بشري حقونو فعالانې په ځانګړي ډول په نښه کیږي. ان رنګینو ښځو- هغه ښځې چې سپین پوستې نه دي- جنس بدلو اشخاصو او معلولیت لرونکو مېرمنو ته خطر لا ډېر دی.

دغه سازمان له ښځو او نجونو سره د ډیجیټل تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره کمپاین پیل کړی، چې د ډیسمبر تر لسمې به روان وي.

دا کمپاین له حکومتونو غواړي چې شخصي معلومات خوندي کړي، ډیجیټل تاوتریخوالی جرم وګڼي او د لویې ټېکنالوژۍ پر شرکتونو غږ کوي چې زیان رسوونکي مواد لرې کړي.