د پاکستاني طالبانو او حکومت تر منځ له اوربند سره سره نښتې او وژنې ولې کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عزیزالله خان
- دنده, بي بي سي
د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ له مذاکراتو او اوربند سره سره پاکستان پوځ وايي، دوو نښتو کې اووه سخت دریځي وسله وال وژلي دي.
د پاکستاني پوځ رسنیزې څانګې ای اېس پي ار په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د بنو په جاني خېلو او د شمالي وزیرستان په حسن خېلو سیمو کې له مخامخ نښتو وروسته دغه وسله وال وژل شوي دي.
د پوځ اعلامیه کې ویل شوي، بنو کې تر یو ساعت نښتې وروسته پنځه وسله وال وژل شوي، چې یوه یې په ځان پورې تړلي باروت چوولي وو.
د وزیرستان پېښې په هکله پاکستان پوځ وايي، وسله والو پر هغو پوځیانو ډزې وکړې، چې په ګزمه بوخت وو او په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال وژل شوي دي.
د یادونې ده، چې پاکستاني طالبانو له کوچني اختر مخکې اوربند اعلان کړی او یوه میاشت کېږي چې له پاکستاني حکومت سره مذاکرات کوي.
د دې ډلې یوه بیان د تاوتریخوالي تازه پېښو په هکله وویل، دوی ته معلومه نه ده، چې وژل شوي کسان څوک دي، خو دومره ویلای شي چې د دوی اړوند کسان نه دي.
بل لور پاکستاني چارواکي وايي، په ظاهره داسې ښکاري چې وژل شوي وسله وال د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې اړوند کسان وو.
د یادونې ده، چې د پاکستاني طالبانو ډېری ډلې په تحریک طالبان پاکستان کې یو ځای شوې، خو حافظ ګل بهادر ډله لا هم نه ده پکې شامله شوې.
د صادق نور ګروپ په نامه د وسله والو طالبانو یوه بله ډله هم په سیمه کې فعاله ده، چې په ظاهره د همدې حافظ ګل بهادر ډلې یوه برخه ده، خو پاکستاني چارواکو په دې هکله څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، AFP
مخکې داسې رپوټونه ورکړل شوي وو، چې له پاکستاني طالبانو سره د پاکستاني پوځ مذاکراتو له پیل سره سم له حافظ ګل بهادر ډلې سره هم خبرې پیل شوې او د شمالي وزیرستان تر بریده اوربند هم کېږي، خو ډېر جزیات یې خپاره نه شول.
د تېر کال اکتوبر کې داسې رپوټونه وو، چې د حافظ ګل بهادر ډلې شوریٰ مجاهدین دوه مهم مشران صادق نور او صدیق الله د اوربند پرېکړه کړې، خو تحریک طالبان پاکستان ویلي و، دوی په خپل منځ کې پر اوربند سلا مشوره کوي، خو حافظ ګل بهادر ډله د دوی اړوند نه ده.
د یادونې ده چې پاکستاني طالبانو تحریک له مشر بیت الله مسېد سره له اختلاف وروسته حافظ ګل بهادر خپله ډله چمتو کړه.
له دې مخکې په ۲۰۰۷ کال کې بیت الله مسېد په شمالي وزیرستان کې د مرستیال مشر په توګه ګومارل شوی و. ویل کېږي چې نوموړي پر پاکستاني ادارو د بریدونو په هکله له پاکستاني طالبانو سره اختلاف درلود.
نوموړي په ۲۰۰۱ کال کې د ۴۰۰۰ وسله والو ډلې چمتو کولو اعلان وکړ، او په ۲۰۱۴ کال کې بیا د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ له ضرب عضب عملیاتو وروسته یې ډله غیر فعاله شوه.
پاکستان حکومت هغه مهال ادعا وکړه، چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړه، خو اوس اووه کاله وروسته له طالبانو سره مذاکرات کوي، چې سوله راشي، خو د جاني خېلو او حسن خېلو سیمو پېښې ښيي چې تر اوسه د حافظ ګل بهادر ډله شوریٰ مجاهدین د دې مذاکراتو برخه نه ده.










