پاکستاني طالبان وايي، له پاکستان حکومت سره یې تر اوسه مذاکرات نه دي پیل کړي

طالبان

د عکس سرچینه، EPA

    • Author, عزیزالله خان
    • دنده, بي بي سي

پاکستاني طالبانو هغه رپوټونه رد کړي وايي، پاکستان حکومت د دې ډلې ۱۰۰ تنه زندانیان خوشي کړي دي. د پاکستاني طالبانو یو ویاند محمد خراساني وايي، تر اوسه د دوی او پاکستان حکومت تر منځ رسماً خبرې نه دي پیل شوې.

له دې مخکې د پاکستاني رسنیو رپوټونو کې د امنیتي سرچینو له قوله ویل شوي وو، چې پاکستان حکومت د نیک نیتۍ له مخې د پاکستاني طالبانو سل زندانیان خوشي کړي دي.

بل لور د طالبانو ویاند وايي، له پاکستان حکومت سره د خبرو لپاره نه خو تر اوسه کومه کومېټه ګومارل شوې او نه هم دوی کوم شرط وړاندې شوی دی.

له دې مخکې د پاکستاني طالبانو یوه مشهور قومندان عبدالولي مومند، چې د عمر خالد خراساني په نامه مشهور دی، بي بي سي سره خبرو کې وویل، د پاکستاني طالبانو د غوښتنو په صورت کې مذاکرات مخکې تلای شي، او اوسمهال د دوی لومړنۍ غوښتنه د پاکستان له زندانونو د خپلو کسانو خوشي کېدل دي.

بل لور د وزیرستان یوه سیمه ییز مشر د نوم څرګندولو په شرط وايي، د پاکستاني چارواکو او طالبانو تر منځ تماسونه نیول شوي او په ځینو مواردو کې دا لیده کاته مخامخ هم شوي دي.

نوموړی وايي، دې رابطو کې ځینې مهال کمېټې هم شاملې وي.

د تېر نومبر پر اتمه د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ اوربند اعلان شو او طالبانو په دې هکله ځانګړې اعلامیه خپره کړه.

پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان د یوې میاشتې لپاره اوربند اعلان کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان د یوې میاشتې لپاره اوربند اعلان کړی.

د پاکستاني طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي و، چې دواړو لوریو د مذاکراتو پرمختګ لپاره د کمېټیو پر جوړولو هوکړه کړې، چې د خبرو لپاره به تګلاره چمتو کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي و، د دواړو لوریو په خوښه د اوربند موده غځول کېدای شي.

د پاکستاني طالبانو په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي و، چې ''د افغانستان اسلامي امارت '' به د تحریک طالبان پاکستان او پاکستان حکومت تر منځ دې مذاکراتو کې د منځګړي رول ولري.

د پاکستان حکومت هم هغه مهال اعلان وکړ چې له پاکستاني طالبانو سره یې مذاکرات پیل کړي دي او افغان طالبان پکې منځګړیتوب کوي.

بل پلو د نومبر نیمايي کې د افغان طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزير امیر خان متقي ومنله چې دوی د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو ترمنځ مذاکراتو لپاره منځګړیتوب کړی دی.

ښاغلي متقي له بي بي‌سي سره ځانګړې مرکه کې هغه مهال وویل، لا د دواړو خواو ترمنځ کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې، خو په وینا یې د مذاکراتو پیل ښه و.