فواد چوهدري: پاکستاني طالبانو سره مو مذاکرات روان دي؛ افغان طالبان منځګړیتوب کوي

فواد چوہدری

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزير فواد چوهدري ويلي چې حکومت او پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) د يوې هوکړې له مخې بشپړ اوربند ته چمتو شوي دي.

نوموړي ویلي، افغان طالبانو په دې مذاکراتو کې مثبت رول لوبولی او د دواړو خواو ترمنځ یې منځګړیتوب کړی دی.

د يادونې وړه ده چې د پاکستاني طالبانو سره د خبرو په اړه د پاکستان لومړي وزير عمران خان د ترکيې له ټي ارټي تلويزيون سره په مرکه کې ويلي وو چې د پاکستان حکومت د طالبانو له يو شمېر بېلابېلو ډلو سره په خبرو لګيا دي.

په پاکستان کې د پارلمان د قومي سلامتۍ کمېټې له غونډې وروسته په يوه ويډيويي پیغام کې د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري وويل چې، لومړي وزير عمران د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په خپله مرکه کې له طالبانو سره د خبرو يادونه کړې وه چې اوس پيل شوي دي.

نوموړي وويل، له پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې به د پاکستان د اساسي قانون سره سمې تر سره شي.

فواد چوهدري دا ادعا هم کړې چې د يوې هوکړې له مخې د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ په بشپړ اوربند موافقه شوې، چې د خبرو د پرمختګ په صورت کې به اوربند وغځول شي.

د نوموړي له دې څرګندونو وروسته، پاکستاني طالبانو په يوه بيانيه کې ويلي چې "د خبرو او اوربند په اړه د پاکستاني طالبانو د مشرتابه غونډه له وروسته به رسمي اعلامیه خپره شي."

خو تر دې وړاندې د پاکستاني طالبانو تحريک وياند محمد خراساني د بي بي سي خبريال خدای نور ناصر ته ويلي چې دوی هېڅکله له خبرو ډډه نه ده کړې خو اوس مهال داسې څه نشته.

د پاکستان د قامي سلامتۍ د شورا غونډه

شيخ رشيد احمد

د عکس سرچینه، AFP

بله خوا د دوشنبې پر ورځ د پاکستان په پارلمان کې د سنا او ملي اسمبلۍ د قومي سلامتۍ کمېټۍ غونډه کې د سیاسي ګوندونو پارلماني مشرانو، وزیرانو، د پوځ او استخباراتو مشرانو، د ټولو ایالتونو اعلی وزیرانو او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی.

د چارواکو په خبره په دې غونډه کې د افغانستان پاکستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې شوې دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي شبکې مشر د دې غونډې ګډونوالو ته مالومات ورکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد تر دې غونډې وروسته له رسنوالو سره په لنډو خبرو کې ویلي، د یادې کمېټۍ غونډه کې د افغانستان پر حالاتو او له پاکستاني طالبانو سره د حکومت پر مذاکراتو خبرې شوې دي، خو د ده په خبره کومه پرېکړه په کې لا هم نه ده شوې.

دی وايي، "په غونډه کې ډېر ښه ماحول وو او باید همداسې ماحول وي. د تحریک طالبان پاکستان او نه هم د امریکې د پوځي اډو په هکله کومه پرېکړه شوې ده".

تر دې وړاندې د پاکستان د پارلمان یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو، په قومي سلامتۍ غونډې اجنډا کې امریکا ته د پوځي اډو پر ورکولو، د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ په مذاکراتو او تحریک لبیک پاکستان ډلې په هکله بحث او خبرې شاملې دي.

د پاکستان د پارلمان له لوري په خپاره شوي بیان کې راغلي، په دې غونډه کې ټینګار وشو چې پاکستان به د افغان ولس او هلته د سولې او ټيکاو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او پر افغان سولې بهیر کې يې مثبت رول ترسره کړی.

د دې خبرپاڼې له مخې په دې غونډه کې د لوړپوړو چارواکو له لوري ګډونوالو ته ویل شوي، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان ضد نه کارول کېږي او پاکستان به هم هڅه کوي، چې هلته روان حالات په اقتصادي بحران بدل نه شي.