اندونیزیا کې به هغو کسانو ته سزا ورکول کېږي چې له واده پرته جنسي اړیکي ولري

اندونیزیا

د عکس سرچینه، HOTLI SIMANJUNTAK/EPA-EFE/REX/Shutterstock

د عکس تشریح، د اندونیزیا په اچې کې یوه ښځه د ناروا جنسي اړیکو له کبله له جزايي کېدو مخکې. دې سیمه کې له مخکې د ناورا اړیکو لپاره سختې سزاګانې عملي کېږي.
    • Author, توماس ماکینتوش
    • دنده, بي بي سي

تمه کېږي چې د اندونیزیا پارلمان به یو نوی قانوني تصویب کړي چې له مخې به یې له واده پرته جنسي اړیکو درلودونکو ته تر یوه کال پورې د زندان سزا ورکول کېږي.

سیاستوال بامبانګ وریانتو چې د دې قانون مسودې په چمتو کولو کې یې ونډه درلوده وايي، کېدای شي همدا راتلونکې اونۍ دا قانون تصویب شي. که دا قانون تصویب شي، د اندونیزیایانو او بهرنیانو لپاره به په ورته توګه عملي کېږي.

د دې قانون له مخې به سزا یوازې په هغه صورت کې ورکول کېږي چې یو څوک چارواکو ته شکایت وکړي. د واده لرونکو کسانو لپاره بیا د دې قانون له مخې یوازې په داسې صورت کې سزا ورکول کېدای شي چې د تورن کس مېړه یا ښځه شکایت وکړي.

د قانون له مخې د هغو کسانو مور او پلار هم د خپل اولاد ناروا جنسي اړیکو شکایت کولای شي چې واده و نه لري. دغه راز به اندونیزیا کې له واده مخکې پر ګډ ژوند تېرولو هم بندیز ولګول شي او له دې بندیزه د سر غړوونکو لپاره تر شپږ میاشتو پورې د زندان سزا ورکول کېدای شي.

د رویټرز رپوټ کې ویل شوي، د اندونیزیا کاروباريان بیا اندېښمن دي چې د دې اصولو پلي کېدو له کبله به هغه تصور ته زیان واوړي چې د رخصتیو تېرولو او پانګونې لپاره د اندونیزیا په هکله شته.

په اندونیزیا کې دکاري فرصتونو چمتو کوونکو ټولنې مرستیاله شینتا ویدجاجا سوکامداني په دې هکله وايي: ''د کاروباري سکتور لپاره به دا دود، دستور قانوني بې ثباتي رامنځته کړي او پانګه اچوونکي به په اندونیزیا کې د پانګونې پر پرېکړې له سره غور کولو ته اړ کړي. ''

په پام کې وه، چې د دې قانون مخکینۍ مسوده په ۲۰۱۹ کال کې تصویب شوې وای، خو له کبله په ټول هېواد کې احتجاجونه وشول او د محصلینو په ګډون لسګونه زره کسان د احتجاج لپاره لارو کوڅو ته ووتل.

په هغو مظاهرو کې چې ډېری یې پلازمېنه جکارتا کې وشوې، پولیسو اوښکې بهوونکی ګاز وکارواه، د مظاهره کوونکو خپرولو لپاره یې پرې اوبه وشیندلې او مظاهره کوونکو بیا پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه وکړل.