ملګري ملتونه: افغانستان کې دې د عاشورا مراسمو امنیت لا ډېر ټینګ شي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

نن دوشنبه د محرم لسمه یا د عاشورا ورځ ده. افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بېنېټ یو ځل بیا غوښتنه کړې چې پر دې ورځ دې افغانستان کې د شعیه ګانو عاشورا مراسمو لپاره امنیت لا ډېر ټینګ او پیاوړی شي. ‌

د محرم لسمه یا د عاشورا ورځ نن دوشنبه ټول هېواد کې نماځل کیږي.

د دغو مراسمو په درشل کې په تېرې درې ورځې کابل کې پر شعیه ګانو بریدونو لسګونو کسانو ته مرګژوبله واړوله.

د دغو بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی.

د رپوټونو له مخې د دغو بریدونو وروستۍ هغه تېر ماښام (یکشنبه) د کابل د لومړې حوزې اړوند چندول سیمه کې شوی، خو پکې د اوښتې مرګژوبله شمېر نه دی اعلان شوی.

طلوع نیوز د عیني شاهدانو له قوله لیکلي چې یو شمېر ټپیان یې روغتون ته د لېږدول کېدو پر مهال لیدلي دي.

د جمعې او شبنې ورځو چاودنې بیا د شپږمې ناحیې اړوند پل سوخته او سر کاریز سیمو کې شوې وې.

یوناما پر خپل ټویټر لیکلي چې دغو بریدونو تر ۱۲۰ ډېرو کسانو ته مرګژوبله اړولې او غوښتنه یې کړې "د دې لپاره چې د عاشورا مراسم له نورو بریدونو پرته ترسره شي، نو د [شعیه] لږکیو امنیت دې لا ډېر خوندي کړای شي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

له دې سره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنېټ هم د ټویټر یوه پوست کې ټینګار کړی چې د عاشورا پر مهال دې د لږه کیو ټولنو امنیت دې پیاوړی شي.

هغه زیاته کړې "پرېږدئ هغه چې دا نړیوال جرائیم ترسره کوي پر دې پوه شي چې - تاسې به عدالت سره مخامخېږئ."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د یادونې ده چې یوناما یوه ورځ وړاندې هم کابل کې پر شعیه ګانو د یوه برید غبرګون کې ویلي و چې "واکمن چارواکي باید د دې ډول بې توپیره بریدونو مخه ونیسي، او په دې تړاو دې هراړخيز او شفاف تحقیقات پیل کړي."

د اسلامي همکارۍ سازمان (ای سي او) هم د یکشنبې پر ورځ ویلي و، چې "کابل کې د وروستۍ بمي چاودنې عاملینو سره دې حساب وشي."

دغه سازمان ویلي و، دا ډول تکراري بریدونه په افغانستان کې د پرله پسې بې ثباتۍ او ناوړه امنیتي وضعیت ښکارندويي کوي او چارواکي باید د ولسي وګړو پر وړاندې د داسې بریدونو د مخنیوي لپاره په پرېکنده ډول لاس په کار شي.