د کابل لوېديځ کې چاودنې مرګژوبله اړولې؛ مسووليت یې داعش منلی

کابل

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

طالبان وايي د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند پل سوخته سیمه کې د شنبې مازیګر مهال یوې چاودنې لږ تر لږه دوه کسان وژلي او ۲۲ ټپیان کړي دي.

د طالبانو حکومت کې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپل ټویټر لیکلي‌ چې چاودېدونکي توکي‌ په یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوي وو.

هغه زیاته کړې چې د یوه ټپي روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.

دا په تېرو دوو ورځو کې کابل کې دویمه خونړۍ چاودنه ده.

یوه ورځ وړاندې (جمعه) هم د همدې شپږمې ناحیې سرکاریز سیمه کې چاودنه شوې وه چې ۸ کسان یې وژلي او ۱۸ نور ټپیان کړي وو.

د دغو دواړو چاودنو مسوولیت داعش ډلې منلی او ظاهرآ شعیه ګان پکې په نښه شوي.

دا چاودنې داسې مهال کېږي چې شعیه ګان د عاشورا مراسم لمانځي.

طالبان که څه هم وايي چې دغو مراسمو ته یې کلک امنیتي تدابیر نیولي، خو دغو پرله پسې بریدونو افغانستان کې د دغو مراسمو د امنیت په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.

پر ټولنیزو رسنیو د شنبې ورځې د پېښې د تلفاتو شمېر لسګونه کسان ښودل شوی. یو ځايي خبریال وايي، د پېښې ځای ته څېرمه یوازې په یوه روغتون کې يې د ۲۲ ټپیانو لېست لیدلی دی.

طلوع ‌نیوز د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې د امر ذبیح الله له قوله وايي، چې نن ماسپښین د چاودنې له امله ۳ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

ملګرو ملتونو د پرونۍ چاودنې په اړه د بشپړو څېړنو غوښتنه کړې ده. خو په وروستيو کې داعش ډلې چې اوس د طالبانو خلاف جنګېږي په افغانستان کې د يو شمېر بريدونو مسوليت پر غاړه اخيستی دی.

کابل

دا په تېرو څو ورځو کې په کابل کې پنځمه امنیتي پېښه ده.

د تېرې يکشنبې په ورځ امریکا په کابل ښار کې د القاعدې ډلې پر مشر ایمن الظواهري ډرون بريد وکړ چې په ترڅ کې نوموړی ووژل شول.

د چارشنبې په ورځ طالبانو د کابل په کارته سخي کې د داعش ډلې د څلور کسانو د وژلو او يوه تن د وژلو ادعا وکړه.

له دې وړاندې د جمعې په ورځ د کابل کرېکټ لوبغالي کې د شپږيږې ليګ د يوې لوبې پر مهال د نندارچيانو منځ کې چاودنه وشوه چې د طالبانو په وينا دوه کسان يې ووژل او څو نور ټپيان کړل.

د جمعې بريد داسې مهال شوې چي طالبانو ويلي، امنیتي اندېښنو ته په پام سره به سږکال په دغه هېواد کې د مُحرم د لسمې مراسم په جوماتونو او تکیه خانو کې دننه وشي او پر واټونو به په دې تړاو د خلکو د راټولېدو مخه ونیول شي.