'پاکستان کې د افغان کډوالو نيول بې ساري ډېر شوي' افغانستان ته سږ ژمی لکونه کډوال اوښتي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بيبيسي، لندن
رسمي شمېرې ښیې چې افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ له پراخېدو سره هممهال په کوربه هېوادونو، ځانګړي ډول پاکستان کې د افغانانو د نیولو لړۍ په کمساري توګه چټکه او پراخه شوې.
تازه د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت هم افغانستان ته په خپله خوښه او د جبري ستانه کړی شویو افغان کډوالو شمېرې خپرې کړي چې د پام وړ ډېروالی ښیي.
ښاغلي فطرت ویلي "په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۷۱۹۷۵۰ ( څه باندې یو میلیون اووه لکه) کډوال هېواد ته راستانه شوي دي."
د طالبانو حکومت ویلي دا لړۍ لا هم روانه ده.
د ستنېدونکو تر ټولو ډېره اندازه له ایران او پاکستان څخه ده، په دغو دواړو هېوادونو کې په پرلپسې ډول د افغان کډوالو ژوند تریخ شوی او پکې له لسیزو مېشت افغانان اوس په لویه کچه له سختو تګلارو او جبري ستنیدو سره مخ دي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون هم جوړ کړی چې په ورځني ډول د چارو رپوټ خپروي.
د دغې کمیسیون د شنبې ورځې رپوټ ښیې چې په همدې ورځ یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته ۴۱۰، د سپین بولدک له لارې ۵۳ او په همدې ډول د نیمروز، هلمند او هرات له لارې لسګونه کورنۍ ورستنې شوې دي.
د یاد بنسټ د تېرې یوې اونۍ شمېرې ښیي چې تېره اونۍ کې له شپاړس زرو ډېر کډوال له پاکستانه ورستانه کړی شوي.
د طالبانو حکومت ویلي ورستنو شویو کورنیو سره د امکان تر کچې روغتیايي او مالي مرستې کېږي او خپلو ولایتونو ته لېږدول کېږي.
د کډوالۍ اړوند نړیوال بنسټونه څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
له شپږ میاشتني دغې حکومتي رپوټ ور ها خوا ملګرو ملتونو د تېر یوه کال (۲۰۲۵) شمېرې هم خپرې کړي چې پکې راغلي " افغانستان ته په ۲۰۲۵م کال کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې دوه اعشاریه اته میلیونه افغان کډوال ستانه شوي دي."
په رپوټ کې راغلي له دې ډلې یې یو اعشاریه اته میلیونه له ایران او نږدې یو میلیون له پاکستان څخه ویستل شوي دي.
ملګرو ملتونو افغانستان ته د تلونکو افغانانو ۶۷ سلنه داسې کډوال بللي چې په جبري ډول ستانه کړی شوي دي.
کوربه هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ایران د افغان کډوالو د جبري ویستلو لړۍ له تېرو دریو کالونو راهیسې چټکه کړې. د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) شمېرې ښيې چې د ۲۰۲۳م کال سپتمبر میاشتې راهیسې له دغو دوه هېوادونو څه باندې څلور میلیونه افغان کډوال ویستل شوي دي.
په دې اړه شمېرې ښايي مختلفې وي خو څه چې کره دي د افغان کډوالو سخت وضعیت دی چې په یوه نااشنا چاپیریال کې له سره داسې مهال مېشتېدو ته اړ شوي چې په هېواد کې یې د ژمي سړه څپه خپره، د بې روزګارۍ کچه لوړه او اقتصادي ستونزې پرېمانه دي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي ور ستنو شویو کډوالو ته یې د نورو مرستو تر څنګ د ځمکو د نومرو وېش لړۍ پیل کړي خو د دې په اړه شکایتونه دا دي چې دا بهیر خورا پڅ روان دی.
پاکستان کې د کډوالو د نیولو بوږنونکې شمېرې

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي کوربه هېواد یې پر وړاندې له هرې لارې کړۍ تنګه کړې او د هرې اونۍ په تېریدو له نویو فشارونو سره مخ کېږي.
د پاکستان په څلورو واړو ایالاتونو کې د کډوالۍ کمپونو د تخلیی امرونه شوي او پولیسو هم د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې.
د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوالې ټولنې خپرې کړې شمېرې ښیي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ د څلورمې او لسمې نیټې تر منځ اوولس سوه افغانان په پاکستان کې نیول شوي دي.
دا اندازه د تېرې اونۍ پرتله ۱۸ سلنه ډېروالی ښيي.
رپوټ وايي په نیول شوو کې له څلورو نږدې درېیمې برخې د افغان وګړو په نامه کارتونه یا اې سي سي درلودل یا یې هېڅ اسناد نه لرل او څلورمه برخه نیول شوي کسان هم د کډوالۍ د ثبت کارت یا پي او آر لرونکي دي.
د (یو اېن ایچ سي آر) او ( آی او اېم) معلومات ښييي چې د سپټمبر له پنځلسمې د جنورۍ تر لسمې په دریو میاشتو کې له یو لک او یو دېرش زرو ډېر افغانان په پاکستان کې نیول شوي دي.
د پولیسو په لاس د نیول شویو افغانانو له نیمايي ډېر یې په بلوچستان ایالت کې او پاتې نور یې په اسلام اباد، خیبرپښتونخوا او نورو سیمو کې وو.

د عکس سرچینه، RTA
ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان، د ژغورنې نړیوالې کمیټې او ګڼو نورو بشري بنسټونو په وار وار له پاکستانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ودروي او د دوی له نیولو لاس واخلي.
پاکستان کې له لسیزو راجستر او نا راجسترافغان کډوال شته چې اوس ټول له یوه شان ګواښ سره مخ دي او له یوې مخې یې د جبري ویستلو اعلان شوی دی.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت د دغې پراخو نیونو په غبرګون بي بي سي ته وویل " د پاکستان حکومت باید اړ شي چې د مهاجرینو حقونو ته پام وکړي، دوی باید د کډوالو د نړیوالو اصولو مطابق له مهاجرینو سره چلند وکړي او د کډوالو له نېولو لاس واخلي."
نوموړي ومنله چې د کوم سهولت ایجاد پر ځای پاکستان کې د مهاجرینو ستونزې ورځ تر بلې ډیرېږي او د حکومت له لوري یې د کډوالو سره د ناوړه چلند ډېر رپوټونه ور رسیږي.
ښاغلی فطرت وايي چې حکومت یې له ملګرو ملتونو او نورو اړوندو بنسټونو هم غواړي چې د کډوالو چارو ته پام وکړي.











