تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل لوېديځ کې چاودنې مرګژوبله اړولې؛ مسووليت یې داعش منلی
طالبان وايي د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند پل سوخته سیمه کې د شنبې مازیګر مهال یوې چاودنې لږ تر لږه دوه کسان وژلي او ۲۲ ټپیان کړي دي.
د طالبانو حکومت کې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپل ټویټر لیکلي چې چاودېدونکي توکي په یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوي وو.
هغه زیاته کړې چې د یوه ټپي روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.
دا په تېرو دوو ورځو کې کابل کې دویمه خونړۍ چاودنه ده.
یوه ورځ وړاندې (جمعه) هم د همدې شپږمې ناحیې سرکاریز سیمه کې چاودنه شوې وه چې ۸ کسان یې وژلي او ۱۸ نور ټپیان کړي وو.
د دغو دواړو چاودنو مسوولیت داعش ډلې منلی او ظاهرآ شعیه ګان پکې په نښه شوي.
دا چاودنې داسې مهال کېږي چې شعیه ګان د عاشورا مراسم لمانځي.
طالبان که څه هم وايي چې دغو مراسمو ته یې کلک امنیتي تدابیر نیولي، خو دغو پرله پسې بریدونو افغانستان کې د دغو مراسمو د امنیت په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.
پر ټولنیزو رسنیو د شنبې ورځې د پېښې د تلفاتو شمېر لسګونه کسان ښودل شوی. یو ځايي خبریال وايي، د پېښې ځای ته څېرمه یوازې په یوه روغتون کې يې د ۲۲ ټپیانو لېست لیدلی دی.
طلوع نیوز د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې د امر ذبیح الله له قوله وايي، چې نن ماسپښین د چاودنې له امله ۳ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
ملګرو ملتونو د پرونۍ چاودنې په اړه د بشپړو څېړنو غوښتنه کړې ده. خو په وروستيو کې داعش ډلې چې اوس د طالبانو خلاف جنګېږي په افغانستان کې د يو شمېر بريدونو مسوليت پر غاړه اخيستی دی.
دا په تېرو څو ورځو کې په کابل کې پنځمه امنیتي پېښه ده.
د تېرې يکشنبې په ورځ امریکا په کابل ښار کې د القاعدې ډلې پر مشر ایمن الظواهري ډرون بريد وکړ چې په ترڅ کې نوموړی ووژل شول.
د چارشنبې په ورځ طالبانو د کابل په کارته سخي کې د داعش ډلې د څلور کسانو د وژلو او يوه تن د وژلو ادعا وکړه.
له دې وړاندې د جمعې په ورځ د کابل کرېکټ لوبغالي کې د شپږيږې ليګ د يوې لوبې پر مهال د نندارچيانو منځ کې چاودنه وشوه چې د طالبانو په وينا دوه کسان يې ووژل او څو نور ټپيان کړل.
د جمعې بريد داسې مهال شوې چي طالبانو ويلي، امنیتي اندېښنو ته په پام سره به سږکال په دغه هېواد کې د مُحرم د لسمې مراسم په جوماتونو او تکیه خانو کې دننه وشي او پر واټونو به په دې تړاو د خلکو د راټولېدو مخه ونیول شي.