تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې چاودنه شوې؛ اوه کسان 'وژل شوي' او ګڼ نور ټپیان دي
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بيبيسي ته د کابل ښار 'نوي ښار' (شهرنو) سیمه کې د چاودنې د تایید پر مهال وویل چې لومړني راپورونه ښيي "څو کسان ټپیان شوي او د ځینو ټپیانو حالت نازک دی".
ښاغلي قانع سره له دې چې د وژل شوو او ټپيانو دقیق شمېر ونه ښود، رویټرز خبري اژانس ته یې ویلي چې په دې چاودنه کې "څو کسان وژل شوي او ټپیان شوي" او زیاته کړې چې نور جزییات به وروسته خپاره شي.
د کابل شهرنو سیمه کې ایمرجنسي روغتون – چې د چاودنې ځای ته نژدې دی، ویلي، نن ماسپښین له چاودنې وروسته شل کسان دغه روغتون ته ور وړل شوي، چې په وینا یې په راوړل شویو کسانو کې اوه کسان له رسېدو سره سم مړه شوي وو.
د افغانستان لپاره د ایمرجنسي مشر ډیجان پانیک، ویلي: "تر اوسه مو شل کسان زموږ روغتون ته راوړي دي. په ټپیانو کې څلور ښځې او یو ماشوم دي. ټپیان، چې ځینې یې د جراحي لپاره ارزول کېږي، ټپي شوي او په بدن کې یې ټپونه او شینوالی لري. له بده مرغه، اوه کسان له رسېدو سره سم مړه شوي وو."
ایمرجنسي له ۱۹۹۹ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، چې په کابل او د هلمند لښکرګاه کې دوه جراحي مرکزونه، او د پنجشېر په عنابه کې د ماشومانو د جراحۍ یو مرکز او د زیږون یو مرکز لري او له ۳۰ ډېر د لومړنیو روغتیايي مرستو مرکزونه لري.
بله خوا، سرچینو بيبيسي ته ویلي چاودنه د "نوډل" په نوم یوه افغاني رستورانت کې شوې، هغه رستورانت چې زیاتره د بهرنیو وګړو، په ځانګړي ډول د چینایانو، لپاره چینایي خواړه برابروي.
عیني شاهدانو بيبيسي ته ویلي ټپیان په "نازک وضعیت" کې وو او ځینې یې د ځایي خلکو په مرسته نژدې د چاودنې ځای ته څېرمه په یوه بېړني روغتون کې بستر شوي دي.
همدارنګه یو بل عیني شاهد بيبيسي ته ویلي، د دې چاودنې په پایله کې یو کرولا موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
وړاندې، ښاغلي قانع بيبيسي ته ویلي وو چې نن دوشنبه، د جدي/مرغومي ۲۹مه، د شهرنو په سیمه کې چاودنه شوې او زیاته یې کړې وه چې په دې چاودنه کې تلفات شوي او د پېښې د علت او د کره تلفاتو په اړه نور جزییات به وروسته خپاره شي.
تر دې مهاله د چاودنې ډول نه دی معلوم او د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکو هم تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څرګندونې نه دي کړې.
د طالبانو حکومت کې د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ پر اېکس لیکلي:
"د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند، د شهرنو ګلفروشي کوڅه کې په یوه هوټل کې چاودنه رامنځته شوې چې له امله یې تلفات اوښتي دي. د چاودنې د نوعیت په اړه د پلټنې ټیمونو څېړنې پیل کړې دي، چې جزئیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړو."
د کابل نوي ښار کې ځینې سفارتونه، سوداګریز مرکزونه او دولتي ادارې موقعیت لري او د پلازمېنې له ګڼېګوڼې ډکو سیمو ده.
د طالبانو تر واک لاندې ملي رادیو تلوېزیون هم ویلي، چاودنه په یوه رسټورانټ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله شوې ده:
"د کابل ښار د شهرنو د ګلفروشۍ په کوڅه کې په یوه محلي رسټورانټ کې د کارکوونکو د بې احتیاطۍ له امله د ګاز ډبې چاودنه را منځته شوې چې خوشبختانه زیات مالي زیان نه لري، فقط رسټورانټ ته سطحي زیان اوښتی دی".
دا خبر به تازه کېږي…