کابل کې چاودنه شوې

رپوټونو کې ویل شوي، د افغانستان پلازمېنې کابل په شېرپور سیمه کې نن ماښام چاودنې شوې. شېر پور د نوي ښار او وزیر اکبر خان مېنې تر منځ پرته سیمه ده، چې د افغانستان دفاع وزیر په ګډون یو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکي پکې مېشت دي.

ویل کېږي دې برید کې د افغانستان دفاع وزیر بسم الله محمدي مېلمستون په نښه شوی دی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وايي، پېښه له ځايي وخت سره سم ماښام مهال شوې او امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.

د افغانستان مخکیني مرستیال ولسمشر محمد یونس قانوني وايي، چاودنه داسې مهال د ښاغلي محمدي په مېلمستون کې شوې، چې نوموړي هلته نه و.

ښاغلی قانوني زیاتوي د افغانستان دفاع وزیر د کورنۍ غړو ته هم دې برید کې زیان نه دی رسېدلی.

د پېښې په ځای کې د ګڼو ډزو غږونه اورېدل شوي او سیمې ته پر لار امبولانسونه هم لیدل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د ځايي چارواکو له قوله ویلي چې دوه وسله وال له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

دم ګړۍ د پېښې تلفاتو په هکله څه نه دي ویل شوي. تر اوسه د دې برید مسوولیت هم چا نه دی منلی.