تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې چاودنه؛ ملګري ملتونه وايي عاملین یې باید عدالت ته راکښل شي
د افغانستان پلازمېنې کابل په شپږمه ناحيه کې جمعه (۵ اګست) ځايي وخت ماښام مهال چاودنه شوې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر ټوېټر پاڼه لیکلي، دغه چاودنه د ملکي خلکو په يوه کراچۍ کې شوې چې د نوموړي په وينا اته ولسي وګړي په کې وژل شوي دي.
نوموړي په دې پېښه کې د ټپيانو شمېر ۱۸ تنه ښودلی دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بنېت کابل کې د پرون ورځې چاودنه کې د وژل شویو خلکو له کورنیو سره غمشریکي ښودلې ده.
نوموړي ویلي، "طالبان د ټولو افغانانو د ساتلو مسؤولیت" لري.
بله خوا، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن هم د جمعې ورځې برید ته په غبرګون کې ویلي چې د افغانانو ژوند ته باید ډېر پام وشي.
ښاغلي نیکلسن پر ټویټر لیکلي، ددې پېښې عاملان باید عدالت ته وسپارل شي.
د رويټرز خبري اژانس په وینا د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش خراسان څانګې د دې بريد مسوليت منلی دی او ادعا يې کړې چې په دې بريد کې ۲۰ تنه شيعه وژلي دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله فېسبوکپاڼه د دغه بريد غندنه کړې او دا يې د "ټول انسانيت پر خلاف ظلم" بللی دی.
خو په وروستيو کې داعش ډلې چې اوس د طالبانو خلاف جنګېږي په افغانستان کې د يو شمېر بريدونو مسوليت پر غاړه اخيستی دی.
دا په تېرو څو ورځو کې په کابل کې څلورم بريد دی.
د تېرې يکشنبې په ورځ امریکا په کابل ښار کې د القاعدې ډلې پر مشر ایمن الظواهري ډرون بريد وکړ چې په ترڅ کې نوموړی ووژل شول.
د چارشنبې په ورځ طالبانو د کابل په کارته سخي کې د داعش ډلې د څلور کسانو د وژلو او يوه تن د وژلو ادعا وکړه.
له دې وړاندې د جمعې په ورځ د کابل کرېکټ لوبغالي کې د شپږيږې ليګ د يوې لوبې پر مهال د نندارچيانو منځ کې چاودنه وشوه چې د طالبانو په وينا دوه کسان يې ووژل او څو نور ټپيان کړل.
د جمعې بريد داسې مهال شوې چي طالبانو ويلي، امنیتي اندېښنو ته په پام سره به سږکال په دغه هېواد کې د مُحرم د لسمې مراسم په جوماتونو او تکیه خانو کې دننه وشي او پر واټونو به په دې تړاو د خلکو د راټولېدو مخه ونیول شي.