ګوادر: هند ته وړاندیز شوی بندر چې پاکستان وپېره

 د ۱۹۳۴ کال په اپریل کې، د اوښانو یوه قافله په ګوادر کې د "امپیریل ایرویز" اړوند د هینډلي پیج ایچ.پي ۴۲ (Handley Page H.P.42) ډوله مسافر وړونکې الوتکې، چې نوم یې 'هانو' و، تر څنګ تېرېږي. ګوادر هغه وخت د عربو بحیرې پر غاړه د عمان تر واک لاندې یوه بهرنۍ خاوره وه. ګوادر په ۱۹۵۸ کال کې د پاکستان برخه شو.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د ۱۹۳۴ کال په اپریل کې، د اوښانو یوه قافله په ګوادر کې د یوې بریتانوۍ الوتکې مخې ته تېریږي، دا هغه وخت چې ګوادر د عمان په لاس کې و.
    • Author, غزا نور
    • دنده, خپلواک خبریال- مانچیستر

ګوادر بندر چې له عرب نړۍ سره د چین او منځنۍ اسیا د نښلولو لپاره اوس ستراتیژیک اهمیت لري، یو وخت د عمان له لوري اداره کېده. هند دې بندر ته زړه ښه نه کړ، پر ځای یې سیال پاکستان وپېره او بل اقتصادي او سیاسي سیال یې چین له دې لارې له عرب نړۍ سره نښلېدو ته مټې نغښتې دي.

د بلوچستان په مکران کې د سمندر پر څنډه ګوادر د بلوچستان اړوند و، خو له ۱۷۸۳ تر ۱۹۸۵ کال د عمان په واک کې و. بلوچستان کې د کلات ریاست خان میر نصیر خان نوري دا سيمه ۱۷۸۳ کال کې د عمان شهزاده سعید ته ډالۍ کړه. خبریال هارون رشید بي بي سي ته وویل، دغه شهزاده چې د واک او تاج د ګټلو لپاره یې پاڅون کړی و، له ماتې وروسته ګوادر ته لاړ او اته یا نهه کاله یې هلته تېر کړل. شهزاده سعید د مرستې لپاره د بلوڅانو لمن ونیوله، خو ځايي سردارانو د عمان کورنۍ جګړه کې د ښکېلتیا پر ځای ګوادر په دې شرط ور کړ چې تر واکمنېدو وروسته به یې ور سپاري.

د بلوچستان ګزیټر یا وییپانګې په ۷ ټوک کې هم راغلي چې ګوادر د امانت په ډول د عمان شهزاده ته سپارل شوی و.

د ګوادر اوسني اهمیت ته په پام، پوښتنه دا ده چې ولې د کلات خان دا کار وکړ؟ په ځواب کې څېړونکی حفیظ جمالي وايي چې هغه وخت دغه خان ته ګوادر بندر مهم نه و، ځکه یې دغه شهزاده ته ډالۍ کړ چې له عاید یې خپل ځان وچلوي.

شهزاده پر دغه سمندرغاړه د عربي سیمو د ولکې لپاره په بریدونو کې دا بندر د مورچې په ډول کاراوه تر دې چې پر ۱۷۹۲ کال یې پر مسقط ولکه وکړه.

د بلوچستان پوهنتون پخواني استاد دوست محمد بړېڅ بي بي سي ته وویل، که څه هم خان د شهزاده د خوندیتوب او مېلمه پالنې لپاره هغه ته ګوادر په واک کې ور کړی و، خو کله چې شهزاده واکمن شو، نو دا سیمه یې بېرته میر نصیر خان نوري ته ور نه کړه.

Map

د پاکستان پر ځای هند ته د ګوادر سپارلو وړاندیز

که څه هم د وخت په اوږدو کې بلوڅان د ګوادر له تر لاسه کولو په شا نه شول، خو لا هم د عمان ولکه پرې وه. له دوو نړیوالو جګړو وروسته چې ځینې هېوادونه ځواکمن او نور کمزوري شول او د عمان هم پخوانی زور اوبه و، د ۱۹۴۷ کال په جنورۍ کې یې هند ته د دې بندر د پلورلو وړاندیز وکړ.

دغه وخت هند کې له بریتانیا د بیا خپلواکۍ غورځنګ په اوج کې و او ور سره د پاکستان جوړېدو او د هند ټوټه کېدو منډې ترړې تودې وې.

کله چې پر ۱۹۴۷ کې هند بیا خپلواک او پاکستان ازاد شو، نو د بلوچستان ډېرې سیمې ۱۹۴۸ کال د اسلام اباد ولکې ته ولوېدې، خو ګوادر له عمان سره و او پیسه په کې د هند چلېده.

عمان په ۱۹۵۶ کې پر هند د دې بندر پلورلو وړاندیز بیا وکړ، خو د جواهر لال نهرو په مشرۍ د هند حکومت دا وړاندیز ونه مانه.

ګوادر

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، دا ځای پخوا د پاکستان په سویل لوېدیځه څنډه کې د کبانو نیولو یو کوچنی ښارګوټی و، اوس په کې د سړکونو او داسې ودانیو جوړولو ته لاره جوړه شوې چې بانکونه، د بیمې شرکتونه او د مالونو د تصفیې استازي په کې ځای پر ځای شي.

انډیا ټوډې د ګوادر اړوند یوه مطلب کې وايي، که هند د عمان وړاندیز منلی وی، نو د سوېلي اسیا جیوپولټیکې معادلې او تاریخ یې بدلولی شو. دا رسنۍ د هند د یوه متقاعد جنرال ګورمیت کانوال له قوله ګوادر د هند لپاره د عمان وړیا ډالۍ بولي خو وايي چې نوي ډیلي یې نه اخیستلو سره داسې تېروتنه کړې چې له بیا خپلواکۍ وروسته په لویو ستراتېژیکو تېروتنو کې راځي. خو دا پرېکړه په شرایطو پورې هم تړلې وه، ځکه نوي ډیلي به د اسلام اباد په څېرد بنګلدېش په شان پر داسې سیمه ولکه درلوده چې پاکستان کې به کلابنده وه او د ځمکې له لارې به یې ځان نه شو ور رسولی.

د هند شاتګ سره پاکستان ۱۹۵۸ کال کې د عمان له سلطان سعید بن تیمور دا بندر واخیست.

نیویارک ټایمز د هماغه کال د سپټمبر پر اتمه د دې پېښې د خبر خپرولو سره لیکلي وو چې عمان له خپلې پولې بهر یوازېنۍ سیمه هم له لاسه ور کړه: "سلطان بریتانیا ته خبر ورکړی و هغه پرېکړه کړې چې ګوادر نن د ښه نیت د اشارې په توګه پاکستان ته وسپاري. "

کوادر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا انځور ۱۹۳۰ کال کې ګوادر ښيي.

نیویارک ټایمز د دې بندر د شالید په هکله زیاتوي: "ګوادر د بدنام مکران په ساحل کې د مریانو په سوداګرۍ کې پخوا ډېر مهم و.. " کالم لیکوال فاروق عادل وايي پاکستان ته د سپارل کېدو پر مهال دا بندر د قاچاق لوی مرکز و او دغه هېواد چې تر جوړېدو وروسته د تاریخ تر ټولو ډېر بد اقتصادي حالت سره مخ و او ان د خپلو کارمنانو تنخوا یې هم نه شوه ور کولی او دا چې قاچاق یې ستونزه نوره هم زیاته کړې وه. ښاغلی عادل وايي، په همدې وجه پاکستان ګوادر د خپل اقتصاد او دفاع په مخ کې د دېوال په څېر خنډ باله او د ترلاسه کولو لپاره یې ځیرک ګام پورته کړ. نوموړی زیاتوي: "د عرب سمندرګي په دې ساحلي سیمه کې د پاکستان ګټې دوه اړخیزې وې: اقتصادي او دفاعي. ګوادر د دې دواړو موخو په لار کې د یو لوی دېوال په څېر ولاړ و. دا دېوال یوازې هغه وخت ړنګېدلی شو چې دا سیمه له پاکستان سره یوځای شوې وی."

خبریال هارون رشید وايي، عمان د اقتصادي ستونزو او پاکستان د ګودر بندر د اهمیت له امله خپلو کې دا سودا وکړه: "ګوادر د فارس خلیج پر مخ پروت دی او له جغرافیايي پلوه یې موقعیت ډېر مهم دی، ځکه پاکستان په پیسو واخیست او د عمان مالي حالت ښه نه و، دوی ته پیسې په کار وې. پاکستان ځکه واخیست چې له دغې لارې د ایران، عراق او متحده اماراتو په څېر نړۍ ته تېل هم تېرېږي او اقتصادي حیثیت سره هم مهمه لار وه. "

د نوموړي په خبره، پاکستان دا بندر په درې میلیونو ډالرو وپېره، خو ویل کېږي چې "دا پیسې هم ور سره نه وې او څلورم اغا خان ورته پرې کړې. "

خو د بلوچستان پوهنتون پخوانی استاد دوست محمد بړېڅ یې دا اخیستل سمبولیک بولي او زیاتوي چې "ګوادر له ځمکني او کلتوري پلوه هسې هم د بلوچستان برخه و. "

ګوادر د ژورو اوبو بندر لپاره غوره ځای

که څه هم ګوادر او ورڅېرمه سیمې د پاکستان له جوړېدو ۱۱ کاله وروسته له دغه هېواد سره یو ځای شوې، خو په دغه سیمه کې د لوی بندر د جوړېدو وړتیا تر دې مخکې موندل شوې وه.

د امریکا جیوژیکي سروې ۱۹۵۴ کال کې موندلې وه چې ګوادر د ژور سمندري بندر جوړېدو تر ټولو غوره ځای دی.

له پاکستان سره تر یو ځای کېدو وروسته هم دلته د بندر جوړېدو پلان و، خو عملي چارې یې لسیزې وروسته په ۲۰۰۲ کال کې پیل شوې.

هغه وخت د پاکستان پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف د ګوادر بندر جوړېدل پرانیستل او د ۲۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت دا پروژه په ۲۰۰۷ کال بشپړه شوه.

د دې بندر چلولو تړون په یوه نړیواله بولۍ کې د سینګاپور یوې کمپنۍ وګاټه، خو ۲۰۱۳ کال د پاکستان حکومت دا چارې یوې چینايي کمپنۍ ته وسپارلې.

دا هغه وخت و چې پاکستان کې د چین د پانګونې کیسې تازه ګرمې شوې وې، د چین پاکستان اقتصادي دهلېز نوم ور کړل شو او تړون یې پر ۲۰۱۵ کال لاسلیک شو، چې چین تر ګوادر بندر نښلوي او بیا یې د اوبو له لارې عرب نړۍ ته رسوي.

ګوادر

د عکس سرچینه، Getty Images

ګوادر د چین د انرژۍ اکمالاتو لپاره نژدې او خوندي لار

د چین اړوند یوه ورځپاڼه چاینا ډېلي هم د ګوادر اړوند یوه مقاله کې دا بندر د نړیوالې انرژۍ په لېږد کې مهمه لار بولي او وايي همدا وجه وه چې د اسلام اباد او چین پام یې ور واړوه.

د دې ورځپاڼې د یوې لیکنې له مخې، ګوادر د یمن اړوند تر اوږد او خطرناک ملاکا تنګي د چین د انرژۍ وارداتو لپاره تر ټولو لنډه او ډېره خوندي لار برابروي: "دا چې چین د انرژۍ تر ټولو لوی پېرونکی دی، نو د انرژۍ خوندیتوب هم ورته ډېر مهم دی. ګوادر بندر د تلپاتې انرژۍ د خوندیتوب ډاډمنولو کې له چین سره مرسته کوي. "

که څه هم پاکستان دغه ژور سمندري بندر ته پر ۲۰۱۶ کال اوله بېړۍ ورسېده، خو لا هم پوره فعال نه دی.

د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر احسن اقبال په مشرۍ د تېر اپرېل پر ۲۵مه د ګوادر بندر د فعالولو لپاره د ستراتیژۍ نهايي کولو ته غونډه شوې وه.

د بندر د اسانتیاوو پر نشتوالي سربېره په سیمه کې ناامني، د بنسټیزو خدماتو کمی او د بندر د اسانتیاوو لپاره د عملي پلانونو نشتوالی یې د پرمحتګ خنډ دي.

بلوڅ بېلتونپال پاکستان د خپلې صوبې د زېرمو په لوټلو تورنوي او تېرو څو کلونو کې یې پر بلوچستان سربېره په کراچۍ کې هم د چین پر پروژو او وګړو بریدونه کړي دي.

بلوڅ ازادیپال پوځ د ۲۰۲۴ کال د مارچ پر شلمه د ګوادر بندر پر اداري کمپلېکس د برید مسوولیت هم ومانه.

بلوچستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې د وخت تېرېدو سره تاوتریخوالی ډېرېږي چې تر ډېره پکې هدف پراختیايي چارې او د پاکستان امنیتي ځواکونه او ادارې وي.

دغو پېښو ته په کتو مالومه نه ده چې ګوادر به کله چین ته د انرژۍ د لېږد پر لنډه او خوندي لار بدلېږي او د پاکستان اقتصاد به ور سره غوړېږي.

ګوادر، افغانستان او منځنۍ اسیا

له دغه بندره اول ځل د تېرې فبرورۍ پر څلورمه بېړۍ د افغانستان توکي ګوادر کې کوز کړل او پر افغان توکو بار دویمه بېړۍ هم له اسټرالیا په بار توکو د جون پر ۱۵ دې بندر کې خالي شوه.

هغه وخت کې د ګوادر بندر رییس شاه عرفان احمد دا پرمختیا د افغانستان ټرانزیټ سوداګرۍ کې د ګوادر پراخیدونکی رول وباله او زیاته یې کړه چې دا چاره نه یوازې د بندر وړتیا ښیې بلکې د ټولې سیمې لپاره د اقتصادي فرصتونو نوې لارې هم پرانیزي.

د خوست پوهنتون پخوانی استاد ګل شا صبری وايي، ګوادر تر کراچۍ او چابهار بندره کابل ته نژدې دی، چې د توکو لېږد کې د وخت او اقتصاد له پلوه تر نورو بندرونو ګټور دی.

د پاکستان لرې پروت او بې وزله ګوادر بندر له چین سره د هغې څو میلیارده ډالري پرمختیایي پروژې یو ناڅاپي "د تاج مرغلره" (تر ټولو ارزښتمنه برخه) ښکاري، چې هدف یې د ۲۱مې پیړۍ د ورېښمو لارې جوړول دي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان لرې پروت او بې وزله ګوادر بندر له چین سره د هغې څو میلیارده ډالري پرمختیایي پروژې یو ناڅاپي "د تاج مرغلره" (تر ټولو ارزښتمنه برخه) ښکاري، چې هدف یې د ۲۱مې پیړۍ د ورېښمو لارې جوړول دي.

خو زیاتوي چې دا بندر هغسې امکانات او تجهیزات نه لري چې د ټرانزېټي تو کو لېږد ته پکار دي: "بل د پاکستان له لارې تجارت په تاریخي لحاظ بې ثباته دی، د کراچۍ او ګوادر دواړو بندرونو سیاسي بې ثباتي ډېره ده او هغسې استفاده نه ترې کېږي چې د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره پکار وي. "

خو له دې سره پاکستاني چارواکي وایي چې دا بندر پر افغانستان سربېره د منځنۍ اسیا لپاره هم د توکو وړلو لار ده.

په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم وایي چې د ګوادر بری تر ډېره پر افغانستان او دې لارې منځنۍ اسیا ته د توکو پر لېږد را لېږد ولاړ دی، خو زیاتوي چې د اوسني کړکېچ له امله دا لرلید هم کم شوی دی.

د محمد کاظم په خبره، له نژدې ۱۷ کلونو راهیسې چې د ګوادر بندر کار بشپړ شوی، لا هم دا بندر پوره فعال نه دی او نورو هېوادونو ته څه چې ان پاکستان ته هم له دې بندره ډېر لږ توکي لېږدول شوي چې هغه هم غنم دي.

له تېر اکټوبره د پاکستان او افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمنځ چې پر ډیورنډ کرښه خپلمنځي راکړه ور کړه درول شوې، له ګوادره سربېره له نورو لارو هم د پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د افغانستان له لارې تجارت درېدلی دی.

دغه کړکېچ د بدیلې لارې په توګه په ایران کې چابهار بندر لا ډېر مهم کړی او افغانستان یې له منځني ختېځ او ان اروپا سره د سوداګرۍ لپاره کاروي، خو له سوداګرو سره دا اندېښنه هم شته چې که پر چابهار هم د کراچۍ په څېر تکیه ډېره شي، ایران خو به یې پر افغانستان د فشار لپاره نه کاروي.

کارپوهان وايي د چابهار او ګوادر پراختیا د دوو سیالو ګاونډیانو هند او چین په هڅو پیل شوې ده او د افغانستان لپاره غوره دا ګڼل کېږي چې خپلې سوداګریزې ګټې او انډول ساتلو ته په پام دواړه وکاروي.

په دغسې حالت کې به یې د پخوا په څېر ټوله تکیه د کراچۍ په څېر پر یو بندر نه وي او هم به یې د فشار لپاره کوم ګاونډی نه شي کارولی ، له بلې خوا به یې د هند او چین ترمنځ هم انډول ساتلی وي.