ګوادر کې د محمد علي جناح مجسمه په بارودو الوځول شوې

بانی پاکستان کا مجسمہ، گوادر

د عکس سرچینه، @BeebagrBaloch3

د پاکستان د بلوچستان ايالت په ګوادر ښار کې د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح مجسمه د چاودېدونکو توکو په واسطه نړول شوې ده.

د بلوڅو بېلتونپالې ډلې بلوڅ رېپبلېکن ارمې (BRA) د محمد علي جناح د مجسمې د نړولو مسووليت منلی دی.

د دې وسله والې ډلې وياند بابر بلوڅ پر ټوېټر لیکلي چې دغه چاودنه دوی کړې ده.

د ګوادر پوليسو يوه چارواکي ډاکتر فرحان بي بي سي ته وويل، چاودونه د يکشنې سهار ځايي وخت ۹:۰۰ بجې شوې ده.

د ګوادر د پوليسو مرستیال عبدالکبير خان زرکون وايي، "د دې پېښې په اړه په لوړه کچه پلټنې کېږي او وايي هغه کسان چې د محمد علي جناح مجسمه يې نړولې وه د سيلانيانو په بڼه ګوادر سيمې ته ورغلي وو".

نوموړی وايي "تر دې مهاله په دې اړه څوک نه دي نيول شوي خو وايي پلټنې به په راتلونکو دوو دريو ورځو کې بشپړې شي او مجرمين به ډېر ژر ونیول شي".

قائد اعظم کا مجسمہ

د عکس سرچینه، @Tabeen6

د يادولو وړه ده چې د محمد علي جناح مجسمه د روان کال جون مياشت د ګوادر په هغه سيمه کې چې له امنيتي پلوه ډېره خوندي بلل کېږي جوړه شوې وه او د ساتنې لپاره يې امنيتي کسان هم ګومارل شوي وو.

د ۲۰۱۳ کال په جون مياشت کې د بلوچستان زيارت سيمه کې د محمد علي جناح پر کور هم چاودنه شوې وه چې د ودانۍ له ديوالونو پرته يې نور ټول توکي په کې له منځه تللي وو.

پاکستان تور لګوي چې براهمداغ بګټي د بلوڅ بېلتونپالې ډلې بي ار اې مشري کوي چې په دې وروستيو کې حکومت ورسره د خبرو هڅه هم کړې ده.