د پاکستان دوه پوځیان وسلوال برید کې ووژل شول

د عکس سرچینه، Getty Images
د پښتونخوا سره یو ځای شوې قبایلي سیمه کورمه کې د ورکو مزدورانو د موندلو عملیاتو کې پر امنیتي ځواکونو ډزې شوې چې پکې دوه سرتېري وژل شوي دي.
پولیس وايي، برید د کورمې په خدایدادخېل سیمه کې شوی دی.
ویل کېږي دې پېښه کې وسلوالو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
له دې پېښې وروسته هم عملیات روان دي او سیمې ته نور سرتېري استول شوي دي.
په دا مهال د پاکستان طالبانو غورځنګ ویاند یوه بیان کې د دې برید مسوولیت منلی دی.
دا مزدوران کوهاټ او کورمه کې د موبایل مټو یا پایو ترمیمولو ته تللي وو، چې د جون پر ۲۲ ورک شول.
پولیس وايي د یوه مزدور مړی یې هم موندلی چې په مرمیو لګېدلی دی، خو د پاتې نورو پته نشته.
د کورمې د پولیسو یو مشر طاهر اقبال وايي، دا کارګر د کورمې او اورکرزۍ ولسوالۍ پر پوله لرې پرته سیمه کې د پایې پر لګولو بوخت و چې نامولو وسلوالو وتښتول.
څو کاله مخکې امنیتي ځواکونو دا سیمه له وسلوالو تشه کړه، خو اوس بیا پکې د خلکو تښتولو رپوټونه ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له بلې خوا خواله رسنیو کې د پاکستان له لومړي وزیر او د پنجاب له حکومت د دې تښتول شویو کسانو د خوشي کولو لپاره د مرستې غوښتنه شوې ده.
دې غوښتنه کې ویل شوي چې د اوکاړه ولسوالۍ د ریناله کلي د یوه کور دوه ځوانان له نورو ملګرو سره د موبایل پر پایه د کار لپاره کوهاټ ته تللي وو، چې د جون پر ۲۲ وتښتول شول.
ویل کېږي له تښتول شویو لس خوشي او د شپږو بدل کې پنځوس میلیونه روپۍ یا بونګه غواړي.
دوی دا هم وايي، چې د پيسو د نه ورکولو له امله یو مزدور وژل شوی دی او خبرداری ور کړل شوی چې که پیسې ور نه کړل شي، پاتې کسان به هم ووژل شي.








