بي بي سي ته افشا شويو عکسونو کې د ایران د خونړيو لاریونونو پر مهال د سلګونو وژل شویو کسانو مخونه ليدل کېږي

- Author, مېرلن تامس
- دنده, بي بي سي وریفای
- Author, شایان سردارزاده
- دنده, بي بي سي وريفای
- Author, غنچه حبيب زاده
- دنده, بي بي سي
خبرداری: دغه مطلب ښايي د ځينو لوستونکو لپاره بوږنوونکی وي.
په سلګونو هغه عکسونه چې د ایران د حکومت ضد لاريونونو پر مهال د تاوتریخوالي په ترڅ کې د وژل شويو کسانو څېرې ښيي د بي بي سي وریفای ډلې ته افشا شوي دي.
دا عکسونه چې ډېر بوږنونکی دي له تت او بلر کېدو پرته نشي ښودل کېدی. په دوی کې د لږترلږه ۳۲۶ قربانيانو وينلړلې، پړسېدلې او وهل شوې څېرې ليدل کېږي چې په دوی کې ۱۸ مېرمنې هم شاملې دي.
دا عکسونه د تهران جنوب د مړو يوه سړه خونه کې د اېښودل شويو جسدونو دي او دا يوازنۍ لاره ده چې کورنۍ په کې خپل وژل شوي خپلوان وپېژني.
د ډېری قربانيانو مخونه دومره خراب شوي چې پېژندل یې ناشوني دي او ۶۹ کسانو ته په فارسي ژبه د ناپېژانده کس نوم ورکړل شوی و، دا څرګندوي چې د عکس اخيستلو پر مهال یې هويت معلوم نه و. یوازې د ۲۸ قربانيانو پر نښانونو داسې نومونه ليکل شوی وو چې په عکسونو کې په روښانه ډول لوستل کېدی شول.
د ۱۰۰ جسدونو پر نښانونو د مړينې نېټه د جنورۍ نهمه ليکل شوې وه، دا په تهران کې د وروستيو لاريونونو تر تولو مرګونې شپه وه.
له امنيتي ځواکونو سره د نښتو پر مهال د ښار سړکونو ته اور ورته شوی و، لاريونوالو د ستر روحاني مشر او اسلامي جمهوريت پر ضد شعارونه ورکول. د پخواني شاه جلاوطنه زوی رضا پهلوي په هېواد کې د سراسري لاريونونو غږ پورته کړی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بي بي سي وریفای ډله له هغه راهيسې چې د ډسمبر په وروستیو کې لاريونونه پيل شول په ايران کې د اعتراضونو خپرېدل څاري خو د چارواکو له خوا پر انټرنېټ نژدې بشپړ بنديز دا کار خورا ګران کړی چې د حکومت د تاوتریخوالي کچه په کره توګه ثبت کړل شي.
د ايران روحاني مشر ايت الله علي خامنه اي په ښکاره توګه منلې چې څو زره کسان وژل شوي دي خو پړه یې پر امریکا، اسرائیلو او هغو کسانو اچولې چې دی یې "فتنه ګر" بولي.
سره له دې چې پر انټرنېټ بنديز درېيمې اوونۍ ته داخل شوې، یوازې لږ شمېر کسان توانېدلي يو څه معلومات له ایرانه بهر ته ولېږي.
د قربانيانو په سلګونو له نژدې اخيستل شوي عکسونه بي بي سي وريفای ته افشا شوي دي. دا عکسونه د کهريزک د عدلي طب مرکز کې اخيستل شوي دي.
موږ د قربانيانو ۳۹۲ عکسونه وڅېړل او وتوانېدو چې ۳۲۶ کسان وپېژنو. د ځينو کسانو عکسونه له بېلابېلو زاويو اخیستل شوي وو. سرچینو ادعا کوله چې د مړو په خونو کې د جسدونو شمېر زرګونو ته رسېده.
یوه سرچینه چې د خپل خونديتوب لپاره نه غواړي نوم په ډاګه کړي، موږ ته وويل، د دې کچې تباهۍ هېڅ تمه یې نه لرله، و او وایي له ۱۲، ۱۳ تر ۱۶ کلنو ماشومانو نيولې تر ۷۰ کلونو پورې قربانيان یې ليدلي دي. "دا ډېره سخته وه".
موږ ته وويل شول چې د مړو خونې دننه د ګډوډۍ پر مهال د کورنیو غړي او ملګري د یوه سکرين مخې ته راټول شوي وو او په داسې حال کې چې د مړو سلګونه انځورونه پر پرده يو په بل پسې تېرېدل، هڅه یې کوله خپل خپلوان وپېژني.

د عکس سرچینه، User generated content
سرچينې وويل، د عکسونو دا ننداره څو ساعته روانه وه او په وینا یې د ډېرو قربانيانو ټپونه دومره سخت وو چې پېژندل یې ناشوني وو. د يوه سړي مخ دومره پړسېدلی و چې سترګې یې په کې نه ليدل کېدې. د بل سړي په خوله د تنفس نل اېښودل شوی و چې دا ښيي هغه له روغتيایي پاملرنې وروسته مړ شوی و.
موږ ته وويل شول چې ځينې قربانيان دومره سخت ټپيان شوي وو چې د هغوی کورنيو غوښتنه کول چې عکس يو ځل بيا ورته وښيي او د ډاډ ترلاسه کولو لپاره به یې پر څېرو زووم کولو غوښتنه کوله. په نورو مواردو کې بيا خلکو خپل عزيزان سملاسي پېژندل او ليدل شوي چې پر ځمکه به راپرېوتل او په چيغو به یې ژړل.
په ډېرو انځورونو کې د مړو پرانيستې بوجۍ ښکارېدې چې کاغذونه ورسره اېښودل شوي وو، د پېژندپاڼې او یا د مړينې د نېټې له لارې یې پېژندګلوي شوې وه. موږ ته ويل شوي چې په ځينو مواردو کې د پېژندنې يوازينۍ نښه د بانک کارډ و چې د مړي د بوجۍ پر سر به اېښودل شوی و.
بي بي سي په جلا توګه مړو د دغې خونې ويډيو هم تائید کړې چې د لاريونوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي څرګندونه کوي. په يوه کې د داسې جسد عکس ليدل کېږي چې ښايي د يوه ماشوم وي او په بله کې يو سړی ليدل کېږي چې په سر په مرمۍ لګېدلی دی. دواړه ويډيوګانې دومره ځورونکې دي چې نه شي ښودل کېدلی.
ځينو ايرانيانو د سټارلېنک له لارې او يا د ګاونډيو هېوادونو د انټرنېټ له لارې د امنیتي ځواکونو له خوا د وژل شویو قربانیانو نومونه پر انټرنېټ خپاره کړی خو داسې ډېر کم پېښ شوي دي.
موږ د مړو په خونه کې د پېژندل شويو قربانیانو نومونه د ټولنيزو رسنيو له هغو پوسټونو سره پرتله کړل چې د وژل شويو نومونه په کې ياد شوي وو، د پنځو کسانو نومونه مو موندل خو د هغوی پېژندګلوي نه ښيو ځکه چې له کورنيو سره یې اړیکه نه شو نيولی.

بي بی سي وريفای د تائید شویو ویډيوګانو له لارې په ایران کې د حکومت ضد لاريونونو خپرېدل د ډسمبر له ۲۸ راهيسې په ۷۱ ښارونو او سیمو کې څارلي دي خو د هغو سيمو اصلي شمېر چې لاريونونه په کې شوي ښايي تر دې ډېر زيات وي.
هغه لږ انځورونه چې خلکو د سټارلېنک له لارې خپاره کړی په کوڅو کې سوځېدلي موټرونه په کې ليدل کېږی او تائید شویو ويډيوګانو کې د لاريونونو پر مهال د تهران شاوخوا دډزو غږونه او صحني ثبت شوې دي.
د انټرنېټ بنديز د لاريونونو له امله د مړو کره شمېر مستند کول ګران کړي دي خو په امریکا کې مېشته د بشري حقونو د فعالانو د خبرونو اداره اټکل کوي چې په وروستیو لاريونو کې له ۴۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.








