فیل ولې لږ ویدېږي؟

د عکس سرچینه، Wits University
ځنګلي افریقايي فیل د نورو تي لرونکو په پرتله ډېر لږ ویدېږي.
ساینسپوهانو په بوتسوانا کې پر دوو فیلانو څېړنه کړې چې د دې ژویو د خوب په هکله لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.
دوی وايي د ژوبڼ فیلان د ورځې له څلورو تر شپږو ساعتونو خوب کوي، خو د دوی چم ګاونډ کې ځنګلي فیلان یواځې د شپې دوه ساعته ارام لري.
د فیلانو د ګلې مشره یان مشر ان کله کله د څو ورځو لپاره ویښه پاتې کېږي.
په دا مهال ممکن دوی له زمریو او ښکاریانو د ځان ژغورنې لپاره ډېر واټن سفر کوي.
دوی په دریو یا څلورو ورځو کې سم خوب(ژور خوب) یا د خوب لیدلو لپاره ویدېږي، هغه هم د ولاړې پر ځای څملي.
د سوېلي افریقا په ویټواټرسرېنډ پوهنتون کې پوهاند پاول مېنګر وايي، له دې امله د فیلانو خوب له نورو ژوو سره توپیر لري.
هغه بي بي سي ته وویل: "په تي لرونکو کې فیلان خورا ډېر کم خوب لري، داسې شکاري چې دا د دوی د بدن د لویې اندازې له امله دی".

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې ښکاري چې فیلان یواځې په دریو یا څلورو ورځو کې خوب ویني. او چې دوی ښه یاد هم لري، نو دغه لږ خوب یې هغه تیوري تر پوښتنې لاندې راولي چې سم خوب د یاد له پیاوړتیا سره تړي.
هغه فیلان چې تړل شوي لا ډېر مطالعه شوي دي، چې د دوی په ځنګلي ژوند کې یې د خوب او عادتونو په هکله ډېر معلومات ترلاسه شي.
پوهاند مېنګر او د هغه څېړنډلې د دې ژویو د خړتوم د څرمنې لاندې ساینسي وسایل نصب کړي و.
دې الو دا ثبتول چې فیلان کله خوب کوي او دا معلومات د پنځو دقیقو یا له هغه د ډېر وخت لپاره د خړتوم د نه خوځېدلو پر مهال ترلاسه کېدل.
په دې دوو فیلانو کې هم ګېروسکوپ اېښودل شوی و، چې د خوب حالت یې معلوم کړي.
دواړه فیلان پنځه اونۍ څارل شوي، چې د دوی د طبیعي خوب د جوړښت په هکله نوي معلومات ترلاسه شي.
موږ دا نظریه لرو چې فیلان به د خپلې لویې تنې له امله په تي لرونکو ژوو کې تر ټولو کم خوب لري. "دا چې ولې داسې دي، موږ ډېر ډاډه نه یو، خو د خوراک او بیا تولید ترڅنګ خوب هم د بیالوجي د عیر عادي رازونو له ډلې دی، دا یو بیالوجیک امر دی چې موږ باید د پایښت لپاره خوب وکړو".
د خوب لیدلو خوب

د عکس سرچینه، Wits University
په ټول کې د لویو تنو تي لرونکي د کوچنیو هغو په پرتله ډېر خوب کوي.
د بېلګې په ډول د سلات په نوم ژوی د ورځې ۱۴ ګړۍ خوب لري، خو انسان تر ۸ ساعتونو بیدېږي.
خو دا لا هم یو راز دی چې فیلان ولې له دومره لږ خوب سره پایېږي.
څېړونکي غواړي د نرانو په ګډون پر ډېرو فیلانون نوره مطالعه هو کړي.
دوی دا هم غواړي چې فیلانو کې د سم خوب په هکله ډېر معلومات ترلاسه کړي.
دا د خوب یو ډول دی چې برانیا کې لیدل کیږي، په تي لرونکو مرغیو او ان بلیونګړیو( ببره مږه) کې.
تي لرونکي، مرغان او ان خځندې هم سم خوب لري او ډېری تي لرونکي هره ورځ دا خوب کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images








