کابل کې د نویو لوحو لګول؛ د نومونو د 'ژباړې' پر سر بحثونه، حقیقت که اوازه

لوحه کابل

په افغانستان د پلازمېنې په کچه د نوو او رنګینو لوحو لګولو که څه هم ځینې خلک خوشال کړي دي، خو ورته وخت کې یې ځینې اندېښنې او غبرګونونه هم راپارولي دي.

په دې لوحو کې پښتو ته د ځینو ځانګړو نومونو پر ژباړلو ځینې کسانو نیوکه کړې ده.‌

خو د کابل ښاروالۍ ویاند په کابل ښار کې د لارښوونو لوحو ژباړه رد کړې او ویلي یې دي چې دا لوحې یوازې په فارسي‌دري، او انګلیسي لیکل شوې دي.

د نعمت‌الله بارکزي څرګندونې وروسته له هغه دي چې له څو ورځو راهیسې دا موضوع د افغانستان د ټولنیزو شبکو د ځینو کاروونکو ترمنځ په تاوده بحث بدله شوې ده او یو شمېر رسنیو هم پرې راپورونه خپاره کړي دي.

ځینو کاروونکو د دې سیمو او سړکونو د نومونو له فارسي‌دري پښتو ته ژباړه د "خلکو له تاریخي حافظې د دې ځایونو د پاکولو" په معنا بللې ده.

لوحه
د عکس تشریح،

هغه انځورونه چې بي‌بي‌سي د کابل ښار له ځینو لوحو تر لاسه کړي دي ښيي چې د کابل په مرکز نوي ښار کې مشهوره کوڅه "مرغ‌فروشي" پښتو ته د "د چرګ پلورني سړک" په نوم ژباړل شوې ده حال دا چې په انګلیسي ژبه کې د دې کوڅې د شهرت له امله یې نوم لا هم "Murgh Froshi Street" پاتې دی. همدارنګه د "شاه بوبو جان" نوم د قوسونو منځ کې "بي‌بي حلیمه" ته بدل شوی دی خو اصلي نوم یې په انګلیسي ژبه کې لا هم "شاه بوبو" لیکل شوی دی.

تاریخي نومونه لکه "شهرنو" چې "نوي ښار" او "قلعهٔ فتح‌الله" چې "د فتح الله کلا" ته ژباړل شوي دي هغه نومونه دي چې له پخوا راهیسې د افغانستان د بېلابېلو ژبو ویونکو ترمنځ پېژندل شوي دي.

دارالامان ماڼۍ څلورلارې شهید کارته چهار او کارته مامورین هغه نور نومونه دي چې پښتو ته ژباړل شوي دي.

کاظم همایون چې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د کابل ښاروالۍ له پخوانیو مدیرانو دی سخت غبرګون ښودلی او په خپله فېسبوک پاڼه کې یې لیکلي دي: "د لوحو نصبول او د دوه‌ژبه کولو هڅه… تر دې چې د ګډ ژوند فضا ورکړي د تحمیل او جبري ځای پر ځای کولو رنګ او بوی لري."

لوحه
د عکس تشریح،

"دا بحث د تعصب نه دی رسمي نومونه باید پلي شي"

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو موضوع ته له بل لیدلوري کتلي او غوښتنه یې کړې ده چې نه یوازې دا بدلونونه "باید عملي شي" بلکې د ځینو سیمو نومونه هم باید هغو نومونو ته واړول شي چې "د پښتو غوښتنه" یې لري.

د بېلګې په توګه هغوی لیکلي دي چې د کابل ښار د اتمې ناحیې د "کارته‌نو" سیمې رسمي نوم "سید نورمحمد شاه مېنه" دی. د مکروریانونو رسمي نوم "نادرشاه مېنه" دی. د ارزانه‌قیمت سیمې رسمي نوم "احمدشاه بابا مېنه" دی. د کوټه‌سنګي رسمي نوم "ميرویس میدان" دی. د کارته‌سخي سیمې رسمي نوم "جمال مېنه" دی او د پنځه‌سوه فامیلي سیمې نوم "سره مېنه" دی.

دې ډلې کاروونکو استدلال کړی چې "د بحث موضوع ژبه یا تعصب نه دی، بلکې خبره د رسمیاتو او رسمي نومونو ده چې باید تطبیق او عملي شي."

 لوحه

کابل ښاروالي: ژباړلي مو نه دي

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي پر فېسبوک په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، د کابل ښاروالۍ دا اقدام د خلکو د لارښوونې لپاره شوی دی، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې له بهره افغانستان ته راځي. د هغه په وینا بل دلیل دا دی چې دا نومونه د ګوګل نقشې ته هم ورکړل شي.

ښاغلي بارکزي د ژبني تعصب ادعاوې بې‌بنسټه بللې دي.

د کابل ښاروالۍ ویاند همدارنګه ویلي دي هغه انځورونه چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي جعلي دي او له واقعیت سره سمون نه لري. خو له دې سره سره په هغو انځورونو کې چې خپله ښاروالۍ خپاره کړي دي لیدل کېږي چې د "پنجصد فامیلی" سیمه چې له پخوا راهیسې په همدې نوم پېژندل کېږي، د "پنځه سوه فامیلي" په نوم ژباړل شوې ده.

 لوحه

د عکس سرچینه، kabulmunicipality

د عکس تشریح،

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د کابل ښار د یو شمېر لوحو انځورونه په اېکس (پخوانی ټوېټر) ټولنیزه شبکه کې خپاره کړي او لیکلي یې دي: "له اوازو او پروپاګند سره محتاط اوسئ! "

په ۲۰۰۵ کال کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د کابل ښاروالۍ د دې ښار د سړکونو او کوڅو د نومولو لړۍ پیل کړه، خو دا بهیر هېڅکله بشپړ نه شو.

هغه مهال ویل شوي وو چې د کابل ښار نژدې ۳۰۰ سړکونه او سیمې نومول شوې دي او ټاکل شوې وه چې په راتلونکو پړاوونو کې تر زر پورې نور سړکونه او سیمې هم نومول شي، چې د کابل ټول ښار تر پوښښ لاندې راولي.

په کابل ښار کې د پتو موندل او یا د دولتي رسمي اسنادو او پوستې بستو لېږد له سترو ستونزو ګڼل کېږي. د کابل ښاریان د پتو په موندلو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.