طالبانو کابل کې د ښځو '' شرعي حجاب مراعتولو توصیې'' لپاره لوحې لګولې

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

طالبانو په کابل کې داسې لوحې لګولې چې پرې لیکل شوی: ''د شریعت د حکم له مخې باید مسلمانه ښځه حجاب مراعت کړي. ''

په دې لوحو کې د ښځو داسې تصویرونه کښل شوي دي، چې بورکه یا چادري یې اغوستې او په یوه تصویر کې بیا ښځې تور ټیکري کې ځان نغښتی.

یوې ځايي محصلې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، د فرانسې خبري اژانس ته په دې هکله ویلی، ''طالبان غواړي له دې لارې خلکو کې وېره خپره کړي. ''

د نوموړې په وینا: ''لومړی ځل د دې تصویرونو له لیدو وروسته وبوږنېدم، فکر مې کاوه، چې اوس مې طالبانو د لښتو په وهلو د برکې اغوستلو ته اړباسي. ''

د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت یوه چارواکي بیا د فرانسې خبري اژانس ته د جمعې پر ورځ په کابل کې د دې لوحو ځای پر ځای کېدل تایید کړي دي.

صادق عاکف مهاجر په دې هکله وايي: ''که څوک دا و نه مني، مانا یې دا نه ده، چې سزا به ورکول کېږي، یا به وهل، ټکول کېږي، بلکې د دې چارې هدف یوازې د شرعي قوانینو عملي کولو ته د ښځو هڅوونه ده. ''

د یادونې ده، چې له دې مخکې تېرو دوو لسیزو کې افغانستان کې یو شمېر ښځو بورکې اغوستې، خو ځینو ښځو بیا چې دفتري کارونه یې کول یا محصلینې وې، یوازې ټیکري پرسر کول.

د طالبانو امر بالمعروف وزیر: د اسلام ترجماني هغه وخت کېږي، چې د حالاتو له غوښتنې سره سم چلند وکړو

محمد خالد حنفي

د عکس سرچینه، Rta

بل لوړ د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي وايي، باید داسې تګلاره غور کړو، چې نړیوال ووايي، "دین همدا دی. "

نوموړي د خپل وزارت کارکوونکو ته په وینا کې زیاته کړه:

''د اسلام ترجماني هغه وخت کېږي، چې د حالاتو له غوښتنې سره سم چلند وکړو. موږ او تاسې باید له هر چا سره په ورین تندي او ښو اخلاقو مخ شو، تر څو د منکراتو په مخنیوي کې یې د ځان ملګري وګرځوو. ''

په ورته مهال د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یوه چارواکي یحیی عارف ویلي:

''محتسبان (د امر بالمعروف وزارت کارکوونکي) حق نه لري، د خلکو ویښته پرې کړي یا یې په شخصي ژوند کې مداخله وکړي. '' ځکه په وینا یې ''د وزارت لارښوونې سره سم محتسبان یوازې کولای شي له منکراتو د خلکو راګرځولو لپاره توصیه وکړي. ''

د یادونې ده، چې دا وروستیو کې د ښځو سفر، وېښتو بیاتي کولو او د کالیو په دکانونو کې د ولاړو نانځکو سرونو پرې کولو په تړاو د یاد وزارت کارکوونکو له لوري د خلکو په ژوند کې لاسوهنې ته توند غبرګونونه څرګند شوي.

د بشري حقونو فعالان په دا ورستیو کې د ښځو پر کار او سفر په برخه کې د طالبانو بندیزونه د ښځو زنداني کولو په مانا بولي او د ښځو حقونو فعالانو دې لړ کې څو ځله احتجاجونه هم کړي.