د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو د سفر په تړاو د طالبانو نوې سپارښتنې غندلې؛ طالبان یې 'پروپاګند' بولي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
د بشري حقونو د څار سازمان وايي د طالبانو لخوا د ښځو د سفر په اړه نوی محدودیت چې له مخې یې باید ښځې له محرم نارینه پرته اوږده سفرونه ونه کړي، د ښځو د زنداني کولو په لور یو ګام دی.
د بشري حقونو د څار سازمان یوه چارواکي هیتر بار د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د طالبانو دا نوی فرمان په افغانستان کې له ښځو نه نورو ښارونو ته، او د کار او کسب لپاره د ازادانه تګ راتګ فرصت اخلي.
دغه چارواکي دغه راز ویلي چې د دې محدودیت له امله به ښځې نه شي کولای چې ان له کورني تاوتریخوالي سره د مخامخېدو په صورت کې هم وتښتي.
د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو د هغو سیاستونو یو اوږد لست وړاندې کړی چې په هغو کې د ښځو له حقونو نه سرغړونه کېږي.
نوموړي سازمان د نجونو د لیسو تړل یې یوه له مهمو مواردو بللې او ویلي یې دي چې په ۲۰۰۳ کال کې په ښوونځیو کې د نجونو ګډون شپږ سلنه و خو تر ۲۰۱۷ کال پورې ۴۰ سلنې ته پورته شوی و.
د یادونې ده چې د ښځو د سفر کولو په اړه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا نوي لارښود کې چې د موټر چلوونکو ترمنځ ویشل شوی او تصویرونه یې پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي راغلي چې موټر چلوونکي باید بې حجابه میرمنې موټر ته پورته نه کړي، موټرو کې موسیقي و نه غږول شي، هغو ښځو ته چې له ۷۲ کیلو مترو اوږده سفرونه ولري او محرم نارینه ورسره نه وي په موټر کې ځای ورنکړل شي، موټر باید د لمونځ په وخت کې ودرول شي او نشه یي توکي په کې ونه لېږدول شي.
بل لور د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي په یوه ټویټر پیغام کې د بشري حقونو د څار سازمان دا څرګندونې 'پروپاګند ' بولي.

د عکس سرچینه، Socail media
که څه د دې وزارت یوه ویاند پرون یکشنبه د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې موټر چلوونکي باید هغه ښځې چې له ۷۲ کیلو مترو نه اوږد سفر ولري باید له محرم نارینه پرته موټرو ته پورته نه کړي د طالبانو مرستیال ویاند احمد الله وثیق بي بي سي ته وویل دا لارښود یوه 'سپارښتنه ' وه 'امر ' نه دی.
دغه راز د طالبانو په پخوانۍ دوره کې هم ښځو ته له محرم نارینه پرته بازار ته د تګ اجازه نه وه او یو لړ نور سخت محدویتونه هم لګول شوي وو.
څه موده وړاندې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنیفي رسنیو ته په لارښونه کې ویلې وو چې ښځې باید په سریالونو او ډرامو کې ښکاره نه شي.
که څه هم د موسیقۍ په اړه د طالبانو دریځ تر ډېره روښانه نه دی او په ظاهره یې تر دې وړاندې د مخنیوي لپاره کوم اقدام نه دی کړی خو په ننګرهار ولایت کې د واده پر مراسمو د وسله والو طالبانو برید د یادولو دی. د سیمې خلکو ویلي و چې طالبانو د واده پر محفل چې موسیقي په کې غږول کېده برید وکړ، دوه تنه یې ووژل او څو نور یې ټپیان کړل.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
طالبانو ویلي وو چې په دې هکله پلټنې کوي.
طالبانو په خپله لومړنۍ دوره واکمنۍ کې هم د موسیقۍ پرضد سخت اقدامات کول او خلک یې نه پرېښودل چې موسیقي واوري یا هنري فلمونه وګوري.











