طالبانو د پخواني حکومت دوه وزارتونه او دوه کمېسیونونه لغوه کړي

حسن

د عکس سرچینه، Zabihullah Mujahid

د عکس تشریح، ملا محمد حسن په مشرۍ د طالبانو کابینې پرېکړه کړې چې د افغانستان بشري حقونو کمېسیون به هم له یوه بدل نوم سره فعالیت کوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، کابینې یې پرېکړه کړې چې د پخواني حکومت له لوري رامنځته شوي سولې چارو وزارت، د پارلماني چارو لپاره د دولت وزارت، د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون او همدا راز د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له منځه یوسي.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي بي بي سي سره خبرو کې تائید کړې چې یاد وزارتونه او کمېسیونونه له منځته تللي‌ دي.

نوموړي وویل: ''دغه وزارتونه او ادارې چې لغو شوې دي، د اوس لپاره اړتیا نه ورته لیدل کېږي، که اړتیا ورته پیدا شي، بېرته فعالیدای شي. ''

دغه راز د کابینې په غونډه کې د بېلا بېلو دولتي کمېسیونونو او وزارتونو د کارکوونکو معاشونو او اړوند وسایلو په هکله معلومات غوښتي دي.

د رپوټونو له مخې طالبانو پرېکړه کړې چې د افغانستان بشري حقونو کمېسیون به هم له یوه بدل نوم سره فعالیت کوي او د ملي شورا د دارالانشا چارې به هم روانې وي، خو په دوو اونیو کې به یې د کارکوونکو شمېر او معاشونو په هکله پرېکړه کېږي.

څو میاشتې مخکې هم داسې رپوټونه خپاره شول چې طالبانو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له منځه وړی، چې ورسره په کور دننه او نړیواله کچه توند غبرګونونه را وپارېدل.

خو هغه مهال طالبانو د بشري حقونو کمېسیون لغوه کېدل رسماً نه وو تائید کړي.‌

خو یاد کمېسیون ویلي وو، چې طالبانو د د دوى دفترونه نيولي او د دوى ګاډي او کمپيوټرونه هم کاروي.

د دې کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر چې له هېواده وتلې هغه مهال وویل، د طالبانو د حکومت پرېکړه چې د بشري حقونو د کمېسیون راتلونکې به څه وي، د کمېسیون پر نړیوال اعتبار اغېز لرلی شي.

وزارت

د عکس سرچینه، Ministry of Peace Affairs

د عکس تشریح، د عبدالسلام رحیمي په مشرتابه د سولې چارو لپاره د دولت وزارت د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په امر رامنځته شوی و.

د عبدالسلام رحیمي په مشرۍ د سولې چارو وزارت د پخواني حکومت له خوا د سولې عالي شورا پر ځای رامنځته شوی و، چې تر ډېره یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو اړوند چارې پر مخ بیولې.

د سپتمبر نیمايی کې طالبانو د پخواني حکومت د ښځو چارو وزارت نوم بدل کړ او د یاد وزارت د لوحې پر ځای یې د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف، او نهی عن المنکر وزارت لوحه وټومبله، چې سخت مذهبي قوانین پلي کوي.

د تېرې سپتمبر میاشتې په لومړیو کې افغان طالبانو د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ خپله نوې سرپرسته کابینه او ورسره افغانستان کې خپل نوی سرپرست حکومت اعلان کړ.

د طالبانو د سرپرستې کابینې ډېری وزیران تر ډېره د طالبانو مشران او ملایان دي.