د بشري حقونو خپلواک کمېسیون: طالبانو مو دفتر اشغال کړی

شهرزاد اکبر
د عکس تشریح، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر بي بي سي سره خبرو کې وویل چې لا اوس هم د دې کمیسیون برخلیک نه دی معلوم
    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشرې شهرزاد اکبر پر طالبانو يې غږ کړى چې د دغې ادارې خپلواکۍ او کارکوونکو ته دې درناوى وکړي او اجازه دې ورکړي چې دوى له کومې ويرې د بشري حقونو څار ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه کميسيون په يوې خپرې کړې وينا پاڼه کې ويلي چې طالبانو د د دوى دفترونه نيولي او د دوى گاډي او کمپيوټرونه هم کاروي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره شهرزاد اکبر چې له هېواده وتلې وايي د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون په نړیواله کچه او ملګرو ملتونو ته ځانګړی ځای لري، نو د طالبانو د حکومت پرېکړه چې د بشري حقونو د کمېسیون راتلونکې به څه وي، د کمیسیون پر نړیوال اعتبار اغېز لرلی شي.

بل لور ته د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي بي بي سي ته وویل، د کمېسیون وسایل دولت پورې اړه لري، خو پلټنې به کوي چې د چا لخوا او ولې وړل شوي دي.

هممهاله د طالبانو یوه ویاند احمدالله وثیق پژواک خبري آژانس ته ویلي چې کسان یې د بشري حقونو د کمېسیون د ودانۍ ساتنې ته ورغلي او د دغه بنسټ کارکوونکي بېرته کارته ستنېدای شي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره شهرزاد اکبر بیا بي بي سي سره خبرو کې وویل چې لا اوس هم د دې کمیسیون برخلیک نه دی معلوم خو که د بشري حقونو کمېسیون په اړه د طالبانو پرېکړه داسې وي چې د کمېسیون خپلواکي او د عمل توان محدوده کړي، دغه کمېسیون به په نړیواله کچه خپل ځای له لاسه ورکړي.

اغلې اکبر وايي:

''افغانستان د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې، د بیان د آزادۍ، د شکنجې منعې او د بشري حقونو په نورو مواردو کې نړیوال تړونونه لاسلیک کړي، نو که ادارې د هر چا په لاس کې وي، دولت یو لړ مکلفیتونه لري. خو په خواشینۍ سره چې د طالبانو کړنې له نړیوالو ژمنو او همدارنګه د افغانستان له کورنیو قوانینو سره په ټکر کې دي. نو په داسې یوه وضعیت کې د بشري حقونو ملي بنسټونه کولی شي حالت مستند کړي او خپل رپوټونو نړیوالو سازمانونو ته وړاندې کړي چې وکړی شي مسول کسان او دولتونه ځواب ورکولو ته وبولي. ''

طالبانو د ښځو چارو وزارت پر دروازه د دعوت و ارشاد امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لوحه لګولې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو د ښځو چارو وزارت پر دروازه د دعوت و ارشاد امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لوحه لګولې

بي بي سي هڅه کړې په دې اړه د طالبانو غبرګون ترلاسه کړي خو له طالبانو یې لا تراوسه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ۲۰۰۱ کال کې د بن هوکړې پر بنسټ د افغان دولت په تشکیل کې رامنځته شو. او په ۲۰۰۴ کال کې د نوي اساسي قانون په ۵۸ ماده کې یې قانوني بڼه خپله کړه.

د بشري حقونو کمېسیون په نوې اعلامیه کې په افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت په تېره بیا د ښځو پر حال اندېښنه څرګنده کړې.