کابل د ځينو مېرمنو احتجاج: زدکړې، کار او ازادي

د عکس سرچینه، Social media
يو شمېر افغان مېرمنو په کابل کې د ښځو د کار او زدکړو پر وړاندې د شته خنډونو له امله احتجاج وکړ.
دغه مېرمنې د ښځو چارو وزارت چې اوس د امر بالمعروف او النهی عن المنکر وزارت ته يې لوحه اړول شوې را ټولې وې او د زکړو، کار او ازادۍ غوښتلو شعارونه يې ورکول.
تېره اوونۍ د ښځو په اړه دوو پېښو ډېر غبرګونونه راوپارول. لومړی د ښځو چارو وزارت د لوحې بدلېدل چې امر بالمعروف او النهی عن المنکر په وزارت بدل شوی او دويم منځنيو ښونځيو ته د نارينه وو ښوونکو او نارينه وو زدکوونکو رابلل.
خو طالبان وايي دوی د نجونو د زده کړو خلاف نه دي او د ترانسپورت، جلا ټولګیو، ښځینه ښوونکو او د ستر په برخه کې د شته ستونزو هوارولو سره به د هغوی ښوونځي هم بېرته پرانیستل شي.
د ننني لاريون يوه ګډونواله وايي، "موږ نه غواړو چې د ښځو چارو وزارت له منځه یوړل شي. د ښځې ګوښې کول د انسان ګوښي کول دي. موږ امر بالمعروف او نهی عن المنکر نه غواړو. زموږ هېواد داسې یو هېواد نه وو چې منکرات په کې وو. موږ غواړو چې د نجونو لپاره ښوونځي بېرته پرانستل شي. د طالبانو حکومت نه شي کولی چې د دې خاورې نجونې له زدکړو بې برخې کړي".
دوې ورځې وړاندې هم يو شمېر مېرمنو د ښځو چارو وزارت مخې ته لاريون کړی و ويلي چې دا وزارت د افغان مېرمنو لپاره "ډالۍ ده او بايد له دوی وانخيستل شي".
د طالبانو په چارسمبالې کابينه کې د ښځو وزارت لېري کړل شوی او د امر بالمعروف والنهی عن المنکر په نامه نوی وزارت رامنځته شوی دی. طالبانو تراوسه د دغه وزارت د لغوه کېدو په اړه څه نه دي ويلي خو مخکې د دوي يو شمېر چارواکو ويلي وو چې ښځې به د وزيرانو په توګه نه بلکې په نورو څوکيو ګومارل کېږي.
د ښځو چارو وزارت په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له راپرځېدو وروسته رامنځ ته شوی و. دغه وزارت پاليسۍ جوړولې خو اجرايي مسووليت يې نه درلود.
له يوې مياشتې ډېره موده کېږي چې طالبانو واک ترلاسه کړی دی. په کابل او يو شمېر نور ښارونو کې مېرمنې د خپلو حقونو په اړه لاريون کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون: د طالبانو له راتګ وروسته فعالیت نه شو کولای
خپلواک کمېسیون په یوې اعلامیې کې ویلي ټول دفترونه، موټر او کمپوټرې یې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
د بشري حقونو کمېسیون دغه راز تور پورې کړی چې طالبان په دومداره توګه له بشري حقونو نه سرغړونې او پر فعالانو بریدونه کوي ځکه نو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د طالبانو پر حکومت لږ باور لري چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ته درناوی وکړي.
د طالبانو د کلتوري کمیسیون یوه غړي احمدالله وثيق پژواک خبري اژانس ته ويلي، د دوی "امنیتي ځواکونو کمیسیون نه دی نیولی، د کمیسیون د ساتنې لپاره هلته ورغلي دي".
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي د طالبانو له خوا پر ښځو د محدویتونو له امله د دوی ښځینه کارکونکو ته اجازه ورنکړل شي چې بېرته خپلو دندو ته ستانه شي.
کمېسیون وايي په ښځینه کارکوونکو کې یې د مشرتابه د کچې کسان هم شامل دي او دا ورته د منلو نه دی.
د خپلواک کمېسیون له خوا د نه فعالیت له امله ژوره اندېښنه څرګنده شوې هغه هم په داسې حال کې چې وايي په پنجشېر او کندهار کې له بشري حقونو نه د سرغړونو ادعاوې شوي او په ځینو نورو ځایونو کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه اندېښنې شته.د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي له هغه مهال راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک خپل کړ نه شي کولای فعالیت وکړي.













