''د افغان حکومت پر لوړو پوسټونو د ښځو شمېر کم دی''

کمېسیون مسوولین وايي، یوې دولتي ادارې هم دې برخه کې بشپړې نومرې نه دي تر لاسه کړ. ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کمېسیون مسوولین وايي، یوې دولتي ادارې هم دې برخه کې بشپړې نومرې نه دي تر لاسه کړ. ارشیف تصویر
    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وايي، په دولتي ادارو کې ښځې تر ډېره په ټیټو یا منځنیو بستونو کې کار کوي او اړتیا ده چې د پرېکړو کولو او لوړو بستونو کې یې شتون زیات شي.

دغه کمېسیون وايي، په ۱۳۹۹ کال کې یې په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې زیاتولو پر پالیسۍ د څار پایلې ښيي چې لویې څارنوالۍ، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون او لوړو زدکړو وزارت له دې اړخه لومړی، دویم او درېیم ځایونه خپل کړی دی.

د چارواکو په خبره، یاده پالیسۍ کې د ټاکل شويو شاخصونو له مخې، هیڅ دولتي ادارې سل په سلو کې معیارونه نه دي پوره کړي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون وايي، په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر زیاتولو پالیسۍ د اروزنې په پایله کې یې لویې څارنوالۍ لومړی ځای خپل کړی دی.

دغه کمېسیون په ۱۳۹۹ کال کې په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې زیاتولو پر پالیسۍ د څار پایلې خپرې کړي او ویلي یې دي، د یادې پالیسۍ د پلي کولو له اړخه د ۴۶ دولتي اداروپه ډله کې لویې څارنوالۍ، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون او لوړو زدکړو وزارت لومړی، دویم او درېیم ځای خپل کړی دی.

کمېسیون مسوولین وايي، یوې دولتي ادارې هم دې برخه کې بشپړې نومرې نه دي تر لاسه کړ. ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملکي خدمتونو په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د ملاتړ برخې مشرې خجسته الهام بي بي سي ته وویل، یوې دولتي ادارې هم دې برخه کې بشپړې نومرې نه دي تر لاسه کړ.

د ملکي خدمتونو په ادارو کې د ښځو د ګډون زیاتوالي د پالیسۍ پر پلي کېدو څارنه د ۴۰ شاخصونو پر بنسټ شوې چې د پالیسۍ په اړه پوهاوی، د ښځو ګومارلو کې د ځانګړو امیتازونو په پام کې نیول، د وړتیاوو لوړول او په کاري چاپیریال کې د هغوی خوندیتوب یې عمده شاخصونه دي.

د افغان دولت د رسمي شمېرو له مخې، په دولتي ادارو کې شاخوا ۴۰۰ زره کسان په کار بوخت دي په ډله کې یې ۲۸ سلنه ښځې دي.