د ښځو نړیواله ورځ: امریکا د افغان ښځو ملاتړ تر ټولو ستره مالي پروژه تړي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, د بي بي سي خبریال
له افغان ښځو سره د امریکا د مالي ملاتړ تر ټولو ستره پروژه داسې مهال پای ته رسېږي چې افغان مېرمنې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.
د "پروموټ" په نوم د دې پروژې له لارې امريکا له افغان حکومت سره په ګډه په اقتصادي، حکومتولۍ، د مدني ټولنو او رهبرۍ په برخه کې د افغان ښځو د ګډون د پراخېدو په موخه کار کاوه.
د دې پروژې چارواکي وایي، غوښتل يې په ۲۰۲۰ کال کې به په حکومت کې د افغان مېرمنو ونډه تر ۳۰ سلنې لوړوي، خو دا هدف لا نه دی تر لاسه شوی.
د پروژې مسوولې سوزان جېلبرټ بي بي سي ته وویل چې 'افغان ټولنه بدلون ته چمتو شوې، خو د ښځو د ګډون لپاره لا هم سخت کار ته اړتیا ده چې پخپله يې افغانان باید وکړي'.

آغلې جېلبرټ په بېلابېلو چارو کې د ښځو د ګډون په برخه کې د افغان حکومت نيت ستایلی، خو پوښتنه دا ده چې د نړیوالې ټولنې او د افغان حکومت له ګډ کار سره سره، افغانستان ولې هغې موخې ته نه دی رسېدلی چې له مخې يي باید دا وخت ۳۰ سلنه ښځې په حکومت کې وای؟
د افغانستان ښځو چارو وزارت او په حکومتولۍ کې د ښځو د ونډې ډېرېدا لپاره د امریکا ملاتړه اداره يا پروموټ په دغه هېواد کې شته ناامني، د لیک لوست ټیټه کچه، چاپېریالي او ټرانسپورټي ستونزې او د اوږده مهال راهیسې نرواکه ټولنه هغه لاملونه ګڼي چې د ښځو د ونډې د ډېرېدا په مخکې خنډ دي.
دوی وايي دا مهال ۲۷ سلنه ښځې په حکومت کې شاملې کړای شوي چې ځينې يي د رهبرۍ يا پرېکړه کوونکو دريځونو په کچه کې دي.
پروموټ پروژه د ۲۰۱۵ کال په اپرېل کې د ۳۸ میلیونه ډالرو په ارزښت پیل شوه او ټاکل شوې وه پنځه کاله به دوام کوي.
دې پروژې پخپلو لاسته راوړنو کې لیکلي چې په افغانستان کې يې څه د پاسه درې زره مېرمنې روزلي، ۱۲۰۰۰ ته يې د دندې پیدا کولو مهارتونه ورښودلي او درې نیم زره دولتي ماموران يې د ګډ کار او له ښځو سره د تاوتریخولي نه کولو په برخه کې روزلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې پروژې له لارې ۱۷۷۸ مېرمنو ته دندې پيدا شوې دي.
"سیګار" یا د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ځانګړې ادارې دوه کاله وړاندې په دې پروژه کې له مالي فساد پرده پورته کړه او ويي ویل چې د پروژې پيسې ډېرې، خو کار او اغېز يي څو برابره کم دی.
افغان مېرمنې- چې دا مهال د سولې په خبرو کې له نامالوم برخلیک اندېښمنې دي- د دې پروژې د تړل کېدو په اړه بېلابېل غبرګونونه لري.
ځینو دا پروژه خورا ګټوره بللې او ویلي يې دي چې افغان ښځو ته ځانګړو شویو پروژو دوی ته د کلک ملاتړ باور ورکاوه، خو ځینې نورې بیا وايي چې د پروموټ کارونه سمبولیک یا نمایشي وو او د افغان ښځو د بنسټیز ملاتړ او لاسنیوي لپاره يي لازم کارونه هم نه دي کړي.









