د عکسونو البوم: د ښځو نړیواله ورځ

د مارچ اتمه، هر کال په نړیواله کچه د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. په دې ورځ له سړو سره د ښځو د برابرۍ په ملاتړ ښځینه لاریونونه هم کېږي.

د عکسونو البوم: د ښځو نړیواله ورځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د لبنان پلازمېنه بیروت کې د (السرای الکبیر) په نامه د حکومت ودانۍ د ښځو په نړیواله ورځ ګلابي رنګه شوې وه
د عکسونو البوم: د ښځو نړیواله ورځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روسیې پلازمېنه مسکو کې د ښځو د نړیوالې ورځې لمانځلو په موخه د ګلانو پر پېر او پلور نوبت نه کېده.
د عکسونو البوم: د ښځو نړیواله ورځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان کراچۍ ښار کې د ښځو د نړیوالې ورځې لمانځلو په مناسبت یوه مېرمن ښځو ته په ځانګړې شوې ګلابي رنګه ټکسي کې ناسته ده.
د عکسونو البوم: د ښځو نړیواله ورځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هندۍ مېرمنو د ځان دفاع فزیکي تمرینونونو پرمهال، دا مراسم د ښځې د نړیوالې ورځې په مناسبت نوي ډیلي کې ترسره شول. د ډیلي پولیسو وویل، ۲۰۰ ښځې یې له ځانه د دفاع کولو لپاره روزلې دي.
د عکسونو البوم: د ښځو نړیواله ورځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کینیا مېرمنې پخپلو دودیزو جامو کې، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي هرکلي ته سندرې وايي، نایروبي کې د کینیا لومړۍ مېرمنې د ښځې د نړیوالې ورځې پرمهال د ښځو مراسمو کې ګډون وکړ
د عکسونو البوم: د ښځو نړیواله ورځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوې چینایۍ مېرمنې په ختیځ جیانګسو کې د ښځې په نړیواله ورځ پر ټوکر د ښځې انځور اوبدلی.
د عکسونو البوم: د ښځو نړیواله ورځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ترکۍ مېرمنې د ښځې نړیواله ورځ دیار بکر ښار کې د بري نښې په ښودلو سره لاریون کې واټونو ته راوتلې دي