د بشري حقونو خپلواک کمېسیون: طالبانو مو دفتر اشغال کړی

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشرې شهرزاد اکبر پر طالبانو يې غږ کړى چې د دغې ادارې خپلواکۍ او کارکوونکو ته دې درناوى وکړي او اجازه دې ورکړي چې دوى له کومې ويرې د بشري حقونو څار ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه کميسيون په يوې خپرې کړې وينا پاڼه کې ويلي چې طالبانو د د دوى دفترونه نيولي او د دوى گاډي او کمپيوټرونه هم کاروي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره شهرزاد اکبر چې له هېواده وتلې وايي د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون په نړیواله کچه او ملګرو ملتونو ته ځانګړی ځای لري، نو د طالبانو د حکومت پرېکړه چې د بشري حقونو د کمېسیون راتلونکې به څه وي، د کمیسیون پر نړیوال اعتبار اغېز لرلی شي.

بل لور ته د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي بي بي سي ته وویل، د کمېسیون وسایل دولت پورې اړه لري، خو پلټنې به کوي چې د چا لخوا او ولې وړل شوي دي.

هممهاله د طالبانو یوه ویاند احمدالله وثیق پژواک خبري آژانس ته ویلي چې کسان یې د بشري حقونو د کمېسیون د ودانۍ ساتنې ته ورغلي او د دغه بنسټ کارکوونکي بېرته کارته ستنېدای شي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره شهرزاد اکبر بیا بي بي سي سره خبرو کې وویل چې لا اوس هم د دې کمیسیون برخلیک نه دی معلوم خو که د بشري حقونو کمېسیون په اړه د طالبانو پرېکړه داسې وي چې د کمېسیون خپلواکي او د عمل توان محدوده کړي، دغه کمېسیون به په نړیواله کچه خپل ځای له لاسه ورکړي.

اغلې اکبر وايي:

''افغانستان د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې، د بیان د آزادۍ، د شکنجې منعې او د بشري حقونو په نورو مواردو کې نړیوال تړونونه لاسلیک کړي، نو که ادارې د هر چا په لاس کې وي، دولت یو لړ مکلفیتونه لري. خو په خواشینۍ سره چې د طالبانو کړنې له نړیوالو ژمنو او همدارنګه د افغانستان له کورنیو قوانینو سره په ټکر کې دي. نو په داسې یوه وضعیت کې د بشري حقونو ملي بنسټونه کولی شي حالت مستند کړي او خپل رپوټونو نړیوالو سازمانونو ته وړاندې کړي چې وکړی شي مسول کسان او دولتونه ځواب ورکولو ته وبولي. ''

بي بي سي هڅه کړې په دې اړه د طالبانو غبرګون ترلاسه کړي خو له طالبانو یې لا تراوسه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ۲۰۰۱ کال کې د بن هوکړې پر بنسټ د افغان دولت په تشکیل کې رامنځته شو. او په ۲۰۰۴ کال کې د نوي اساسي قانون په ۵۸ ماده کې یې قانوني بڼه خپله کړه.

د بشري حقونو کمېسیون په نوې اعلامیه کې په افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت په تېره بیا د ښځو پر حال اندېښنه څرګنده کړې.