تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو د ښځو چارو وزارت د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اداره بدل کړ
داسې ښکاري چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو چارو وزارت تړلی او په ودانۍ کې هغه اداره پرانیستې چې یو وخت یې سخت مذهبي قوانین پلي کول.
د جمعې پر ورځ طالبانو د ښځو چارو وزارت پر دروازه د یاد وزارت د لوحې پر ځای د دعوت د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف، نهی عن المنکر وزارت لوحه وټومبله.
په هغو ویډیويي کلیپونو کې چې پر خواله رسنیو خپرې شوې، ښځینه کارکوونکې لیدل کېږي، چې له طالبانو دندې ته د ستنېدو اجازه غواړي. ۱۹۹۰ کلونو کې دې وزارت پر ښځو سخت بندیزونه لګولي وو او مذهبي قوانین یې په خلکو عملي کول.
افغان ښځو تېرو شلو کلونو کې د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړه او یو شمېر بنسټیز حقونه یې تر لاسه کړي وو، خو اوس داسې اندېښنې شته چې د طالبانو په داسې سرپرست حکومت کې چې ټول غړي یې نارینه دي، ښايي د دې پرمختګونو مخه ډب شي.
په کابل کې د بي بي سي نړیوالو چارو خبریاله لیز دوسیت وايي، په داسې حال کې چې طالبان مني افغانستان کې بدلونونه راغلي او دوی هم بدل شوي، خو د دوی په ژمنو او پالیسیو کې توپیر په ډېرېدو دی.
د بشري حقونو فعالانو مخکې د طالبانو پر دعوت وارشاد وزارت له دې کبله نیوکې کولې چې د مخالفت غږ یې غلی کاوه، د زور له لارې یې پر خلکو او په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو بندیزونه عملي کول او په ټولنه کې یې وېره او ترهه خپروله.
خو طالبان بیا دا اداره مهمه بولي نیویارک پوسټ ته د طالبانو یوه غړي محمد یوسف وویل:
''مهم هدف دا دی چې د اسلام خدمت وشي او د دې لپاره اړینه ده، چې د دعوت والارشاد وزارت باید ولرو.
د ښځو چارو وزارت کارکوونکې وايي، له څو اونیو راهیسې هڅه کوي دندې ته ستنې شي، خو ودانۍ ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.
یوې کارمنې وویل:
''د ښځو لپاره نور هېڅ نه دي پاتې، موږ ټولې د کورنیو مسوولیت پر غاړه لرو، موږ زدکړې کړې، او نه غواړو تر کورونو پورې محدودې پاتې شي. ''
طالب چارواکي وايي، له شرعي قوانینو د دوی له تعبیر سره سم به ښځو ته د زدکړو او کار اجازه ورکړي.