ګرینلنډ ته د اروپایي ځواکونو د استولو پرېکړې ته د امریکا غبرګون

چارواکي وايي،‌ د فرانسوي ځواکونو یوه کوچنۍ ډلګۍ د ګرینلنډ پلازمېنې نوک ته رسېدلې ده.

دا ګام د اروپايي هېوادونو د یوه محدود پوځي ماموریت په اډانه کې اخیستل شوی، چې ویل کېږي‌ جرمني،‌ سویډن، ناروې، فنلنډ، نیدرلنډ او بریتاینا هم پکې برخه اخلي.‌

دې ته د 'ارزوني ماموریت' نوم ورکړل شوی دی.‌

دا ګام داسې حال کې پورته شوی چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه قطبي ټاپو چې د ډنمارک نیمه خپلواکه برخه ده، د خپلولو ادعا ته دوام ورکړی.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي، چې لومړنۍ قطعه به ډېر ژر په "ځمکنیو، هوايي او سمندري سرچینو" پیاوړې شي.

جګپوړی فرانسوی دیپلومات اولیویر پیوور د‌ارور دغه مامویت ته د یوه پياوړي سیاسي پیغام په سترګه ګوري او وايي "دا لومړنی تمرین دی... موږ به امریکا ته وښیوو چې ناټو موجوده ده."

دا ګام داسې مهال اخیستل شوی چې د ډنمارک او ګرینلنډ‌ بهرنیو چارو وزیرانو په واشنګټن کې د متحدو ایالتونو له مرستیال ولسمشر جی‌ډي وېنس سره وکتل.

د ډنمارک بهرنیو چارو وزیر لارس لوکې راسموسن تر کتنې وروسته وویل، که څه هم خبرې اترې رغنده وې، خو د دواړو اړخونو ترمنځ‌ "بنسټیز اختلافات" پر ځای پاتې دي.

هغه وروسته د ډونلډ ټرمپ‌ لخوا د ګرینلنډ د پېرلو پر وړاندیز نیوکه هم وکړه.

خو بلخوا ولسمشر ټرمپ بیا پر خپله دې هڅې ټينګار کړی چې ګرینلنډ‌ به د متحدو ایالتونو تر کنټرول لاندې راولي.‌‌

هغه خبریالانو ته وویل، "موږ ګرینلنډ ته د ملي امنیت لپاره اړتیا لرو."

ډونلډ ټرمپ که څه هم دې موخې ته د رسېدو لپاره د ځواک کارول رد نه کړل، خو د چهارشنبې ناوخته یې وویل، دی فکر کوي چې له ډنمارک سره یو څه کار کېدای شي.

ښاغلي‌ ټرمپ ویلي: "ستونزه دا ده چې که روسیه یا چین وغواړي چې ګرینلنډ ونیسي، ډنمارک هېڅ شی نشي کولی، خو موږ هر څه کولی شو. تاسې دا تېره اوونۍ وینزویلا کې ولیدل."

د امریکا غبرګون

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرولین لیوټ‌ پنجشنبه سپینه ماڼۍ کې یوې خبري ‌ناستې ته وویل، دا فکر نه کوي چې ګرینلنډ ته د اضافي اروپایي سرتېرو استول دې د دغه قطبي ټاپو په اړه د ولسمشر ټرمپ پر پرېکړې او "د ګرینلنډ د ترلاسه کولو پر هدف" څه اغېزه وکړي.

د پولنډ لومړي ‌وزیر ډونلډ ټسک ویلي، دوی ګرینلنډ کې د دغه اروپايي ماموریت د برخې ګرځېدو هوډ نه لري، خو خبرداری یې ورکړی چې هلته به د امریکا هر ډول پوځي‌ مداخله "سیاسي ناورین وي."

هغه په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "د ناټو د یو غړي له خوا د بل غړي د خاورې د الحاق هڅه یا شخړه به د هغې نړۍ پای وي چې موږ یې پېژنو او له کلونو کلونو راهیسې یې زموږ امنیت تضمین کړی دی."

بلخوا بلجیم کې د روسیې سفارت د یوه بیان په خپرولو سره شمالي قطب کې د روان وضعیت او پرمختګونو په تړاو ژوره اندېښنه ښودلې ده.‌

په دغه بیان کې پر ناټو تور پورې شوی چې ګواکې "له مسکو او بېجېنګه د خطر په ناسمه پلمه" شمالي قطب کې خپل پوځي حضور پياوړی کوي.