سپینه ماڼۍ وايي، امریکا د ګرینلنډ ورخپلولو لپاره د پوځي ځواک په ګډون پر غوراويو بحث کوي

د امریکا سپينې ماڼۍ ويلي چې د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ګرينلنډ د ورخپلولو لپاره د پوځي ځواک په ګډون د څو غوراويو په اړه خبرې کړې دي.

سپينې ماڼۍ بي بي سي ته ويلي، چې د ډنمارک نیمه خپلواکه سيمه ګرينلنډ خپلول "د امریکا ملي امنیت لپاره لومړيتوب" دی.

د امریکا له خوا دا موضوع یو ځل بيا څو ساعته وروسته له هغه راپورته شوه چې اروپايي مشرانو د ډنمارک په ملاتړ يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.

ښاغلي ټرمپ تېره اوونۍ يو ځل بيا ټينګار کړی و چې د "امنيتي دلايلو" له کبله امریکا ګرینلنډ ته اړتيا لري. د ډنمارک لومړي وزير یې په ځواب کې خبرداری ورکړ چې د امریکا هر ډول بريد به د ناټو تړون د پايته رسېدو په معنی وي.

سپينې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ (جنورۍ شپږمه) وويل، "ولسمشر او د هغه ټيم د دې مهمې بهرنۍ تګلارې هدف ته د رسېدو لپاره په يو لړ غوراويو خبرې کوي او همدا ډول د پوځ کارولو تل هغه انتخاب دی چې د اعلی قومندان په توګه د ولسمشر په واک کې دی".

ناټو يو پوځي تړون دی چې غړي یې د بهرني بريد په صورت کې د یوه او بل مرستې ته وردانګي. د سې شنبې په ورځ د ناتو شپږو اروپايي غړو د ډنمارک لپاره د خپل ملاتړ ژمنه وکړه. د بریتانيا، فرانسې، جرمني، ايټاليا، پولنډ، اسپانيا او ډنمارک مشرانو په يوه ګده اعلامیه کې وويل، "ګرينلنډ په خپلو وګړو پورې اړه لري او يوازې ډنمارک او ګرينلنډ کولی شي د متقابلو اړيکو پرېکړه وکړي".

د اعلاميې لاسلیک کوونکو اروپايي هېوادونو د شمال قطب د امنيت پر اهمیت ټينګار وکړ او ويې ويل چې دا موخه د امریکا په ګډون بايد "په ګده" او د ناټو په چوکاټ کې ترسره شي. دوی همدا ډول "د ملګرو ملتونو منشور ته په ژمن پاتې کېدو، ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتیا او د پولو نه ماتېدو" ټينګار وکړ.

د ګرينلنډ لومړي وزير ينس فرېډرېک نېلسن د بيان هرکلی او د "درناوي" په بنسټ د خبرو اترو غوښتنه وکړه. نوموړي وويل، "دا مذاکرات باید د دې حقيقت په درناوي کې ترسره شي چې د ګرينلنډ دريځ په نړيوال قانون او د ځمکنۍ بشپړتيا په اصل ولاړ دی".

د ګرینلنډ د راتلونکي موضوع د امریکا له خوا په وېنزويلا کې له پوځې مداخلې او د دغه هېواد د مشر نيکولاس مادورو له توقيف کولو وروسته بيا راڅرګنده شوه.

له پوځي عملياتو يوه ورځ وروسته کېټي مېلر چې د ټرمپ د يوه لوړ پوړي سلاکار مېرمن ده پر ټولنيزو رسنيو د ګرينلنډ نقشه چې د امریکا د بیرغ پر رنګونو پوښل شوې وه خپره کړه او ورسره یې د "ژر" ټکی ليکلی و.

د دوشنبې په ورځ د هغه مېړه سټېفن مېلر وويل، "دا د امریکا د حکومت رسمي دريځ دی چې ګرينلنډ باید د امریکا برخه شي".

کله چې له سي اېن اېن شبکې سره د مرکې پر مهال ترې په بار بار وپوښتل شول چې ایا امریکا به یې د نیولو لپاره د زور کارولو شونتيا رد کړي، مېلر وويل، "هېڅوک به د ګرینلنډ د راتلونکي لپاره له امریکا سره جګړه ونکړي".

د امریکا يوه لوړپوړي چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، رويټرز خبري اژانس ته ويلي، د امریکا له غوراويو يو دا دی چې ګرينلنډ په بشپړه توګه وپېري او يا هم له دې سيمې سره د ازادې همکارۍ تړون وکړي.

د دې په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه وياند د سې شنبې په ورځ بي بي سي ته وويل، "امریکا لېواله ده چې دا سې تلپاتې سوداګريزې اړيکې جوړې کړې چې هم امریکایانو او هم د ګرینلنډ خلکو ته ګته ورسوي."

وياند زياته کړه، "زموږ ګډ دښمنان په شمالي قطب کې ورځ تر بلې فعالېږي. دا هغه اندېښنه ده چې امریکا، د ډنمارک پاچاهي او د ناټو متحدين یې په ګده لري".

د وال سټريټ ژورنال د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزير مارکو روبيو هم د دوشنبې په ورځ د کانګرس له غړو سره د محرمې غونډې پر مهال ويلي چې د ټرمپ حکومت پر ګرينلنډ د بريد پلان نه لري خو له ډنمارک څخه د دې ټاپو د پېرلو موضوع یې یاده کړې ده.

ګرينلنډ او ډنمارک مخکې ويلي وو چې دوی غواړي له روبيو سره ژر تر ژره وګوري چې د دغه ټاپو په اړه د امریکا د ادعاو په اړه خبرې وکړي.