د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر وايي، پوځي عملیات حل نه دی

    • Author, ریاض سهیل
    • دنده, بي بي سي-کراچۍ

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدی وايي، پوځي عملیات حل نه دی، فدرالي حکومت، صوبايي حکومت، امنیتي ادارې، سیاسي، قبایلي او مذهبي مشران باید په شریکه کېني او یو حل ولټوي، چې د ده په وینا تر ډېره به دوام وکړي.

سند ایالت ته په خپل سفر کې ښاغلي اپریدي د کراچۍ ښار پرېس کلب په یوه غونډه کې وویل، که فدرالي حکومت یې وغواړي، هرومرو ورځي، ځکه په خبره یې ترهګري د دوی صوبه اغېزمنوي.

په تیراه سیمه کې د پوځي عملیاتو په هکله ښاغلي اپریدي وویل، پوځي عملیات د هیڅ یوې ستونزې حل نه دی، خو په خبره یې: ''برالا بدمعاشي وي، په مشوره کې مو هم نه شاملوي.''

یوې پوښتنې ته په ځواب کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر وویل، د (پاکستاني) طالبانو تحریک، د دې رامنځته کوونکو، د هغوی د مېشت کوونکو او د هغو څرګند مخالفت کوي، چې بېرته یې پاکستان ته راوستل.

سهیل اپریدي د چا د نوم له اخیستو پرته وویل: ''دوی خپله ذهناً واضح نه دي، چې ټي ټي پي ختمول دي، راوستل دي او یا یې مېشت کول دي. کله چې یې دلته مېشت کول زموږ ګوند یې مخالفت کاوه، د مراد سعید وینا ثبت او پاتې ده.''

ښاغلي اپریدي د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په هکله وویل، په یوازیتوب کې په داسې زندان کې ساتل کېږي، چې د ده په خبره ترهګر پکې ساتل کېږي، مېرمن یې هم زنداني ده او د عمران خان خویندو ته یې د لیدنې اجازه هم نه ورکول کېږي.

نوموړي وویل، سند ایالتي حکومت یې درناوی کړی او ژمنه یې ورسره کړې، چې د غونډې اجازه به ورکړي، خو په خبره یې تر اوسه یې رسمي اجازه نه ده ورکړې.