د طالبانو حکومت وايي له پاکستان سره تېر کال راکړه ورکړه ۴۰ سلنه کمه شوې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د تېرو دوو کلونو پرتلیز ارقام ښيي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۴۰ سلنه کمه شوې ده.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن شنبه (د جنورۍ ۱۰مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۲ اعشاریه ۴۶۱ میلیارد ډالرو ته رسېده، خو تېر کال (۲۰۲۵) کې ۱ اعشاریه ۷۶۶ میلیارد ته راکښته شوې ده.

د دغو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د ټیټېدو تر ټولو لوی لامل پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ لارو تړل کېدل ښودل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان ۲۰۲۴ کال کې پاکستان ته د ۸۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او برعکس د ۱ اعشاریه ۶۴۴ میلیارد ډالره واردات درلودل، خو تېر کال د افغانستان صادارت ۵۰۵ میلیون او واردات ۱ اعشاریه ۲۶۱ میلیارد ډالرو ته راکم شوي دي.

یوه ورځ ورمخکې پاکستاني رسنیو د رسمي شمېرو په حواله ویلي و چې د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمايي کې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۴ کال د همدې مودې پرتله ۵۳ سلنه غورځېدلې ده.

دې نېشن پاکستانۍ ورځپاڼې تېره ورځ د "رسمي سرچینو" په حواله خپاره کړي رپوټ کې ویلي و چې د ۲۰۲۴ کال دویمه نیمايي کې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ راکړه ورکړه ۱ اعشاریه ۲۶ میلیارد ډالرو ته رسېده، خو په ۲۰۲۵ کال کې ۵۹۴ میلیون ډالرو ته راکښته شوې.

پاکستاني چارواکو هم د دغه کمښت لامل پر ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ او تګ راتګ لارو تړل کېدل بللي‌.

د یادونې ده چې پاکستان د تېر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۱۱مه د طالبانو حکومت سره له نښتو وروسته پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ ټولې لارې وتړلې.

له دې سره د کرښې دواړو غاړو ته پر سوداګریزو توکو سلګونه بار موټرونه ایسار پاتې شول او سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو په ارزښت زیان واوښت.

اسلام اباد ویلي، لارې به تر هغې تړلې وي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دوی په وینا د هغو وسله‌والو خلاف کارنده ګامونه نه وي اخیستي، چې په پاکستان کې بریدونه کوي.

خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې د داسې وسله والو له موجودیت او همدا راز د پاکستان خلاف د افغانستان د خاورې د کارېدو انکار کوي او د اسلام اباد تورونه یې په ځلونو رد کړي دي.

کابل دا هم ویلي، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ لارو بېرته پرانیستل کېدو ته تر هغې اجازه نه ورکوي، چې اسلام اباد یې د سیاسي فشار وسیلې په توګه د نه کارولو او په هر ډول شرایطو کې د نه تړل کېدو پیاوړی تضمین نه وي ورکړی.

شپږ میاشتو کې ۵۳ سلنه کمښت

پاکستان کې مالي کال معمولآ له جولای میاشتې پیلېږي او د راتلونکي کال د جون تر وروستیو دوام کوي.

د دې نېشن رپوټ کې د رسمي سرچینو په حواله ویل شوي چې د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ مالي کال په لومړۍ نیمايي کې له پاکستانه افغانستان ته د صادراتو کچه ۵۵ لوېدلې او برعکس له افغانستانه پاکستان صادرات ۴۹ سلنه کم شوي‌ دي.

پاکستان د خپل تېر مالي کال لومړۍ نیمايي کې افغانستان ته د ۷۵۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل چې سږکال ۳۳۶ میلیون ډالرو ته کم شوي‌ دي.

د افغانستان صادرات بیا له ۵۰۷ میلیون ډالرو ۲۵۸ میلیونو ته کښته شوي‌ دي.

پاکستان یو وخت د افغانستان تر ټولو ستر سوداګریز شریک و، خو د راپورونو له مخې اوس یې ځای د افغانستان لوېدیځ ګاونډي ایران نیولی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، پخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنی تجارت‌ شاوخوا "دوه‌نیم میلیارد ډالر" و.

د طالبانو حکومت پاکستان سره له ترینګلتیا وروسته پر دغه هېواد د تکیې کمولو او په ټوله کې د متوازنې سوداګرۍ ودې لپاره له مرکزي اسیا، هند، چین، روسیې او ترکیې په ګډون نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ پراخولو هڅې کوي.

افغان سوداګر هم اوس ډېره راکړه ورکړه د کراچۍ پر ځای د ایران د چابهار او بندر عباس له لارې کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې "له ستونزو او [له پاکستان سره] د سوداګریزو لارو له تړل کېدو" سره سره، په ۲۰۲۵ کال کې د دغه هېواد سوداګري "غوړېدلې" ده.

د دوی د سوداګرۍ او صنعت وزارت د تېرې دوشنبې پر ورځ یوه اعلامیه کې وویل، چې که څه هم دغه کال کې ځينې سوداګریزې لارې تړلې پاتې شوې خو د افغانستان راکړه ورکړه بیا هم د ۲۰۲۴ کال پرتله شاوخوا یو نیم میلیارد ډالره لوړه او نږدې ۱۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.