تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګرینلنډ څه لري چې امریکا یې غواړي؟
- Author, ادریانې مورای
- دنده, د سوداګرۍ برخې خبریال
- رپوټ له:, ګرینلینډ
ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو مخکې ویلي و، امریکا باید د خپل ''اقتصادي امنیت زیاتولو'' لپاره ګرینلنډ وپېري. خو په داسې حال کې چې له دې قطب شمالي سیمې د رد غږ پورته شو، د دې ځای پرېمانه طبیعي زېرمو د ترلاسه کولو غوښتنه په ډېرېدو ده.
کله چې کښتۍ د ګرینلنډ په سویلي څنډه کې له څپاندو سمندري اوبو او له سمندره بېلو شویو لویو ویالو تېرېږي، ناڅاپه زموږ پر وړاندې خړ غرونه راڅرګندیږي.
د معادنو اماروق شرکت د دې ځای له لیدو سره وايي: ''هغه لوړې غرنۍ څوکې، همدا اصلاً زرین کمربند دی.''
په کښتۍ کې له دوه ساعته سمندري سفر وروسته موږ د نالوناق غره په لمن کې د یوې لېرې پرتې درې پر ساحل کوز شوو، چې دغه شرکت پکې د سرو زرو لپاره کېندنې کوي.
دا شرکت په شاوخوا سیمو کې هم د ورته نورو ګران بیه کاني زېرمو لټون کوي او د نژدې لس زره مربع کیلومتره سیمې چاڼولو جواز لري. دغه ایسلنډی مدیر وايي: ''موږ د مسو، نیکلو او کمیابه خاورې لټون کوو، دا تر اوسه سپړل شوي نه دي او لا یې هم د پرېمانه شتون ډېر امکان شته.''
د شرکت کارګرو کمپ د لنډ مهالو مېشت ځایونو او ګڼ شمېر کېږدیو یوه پراخه ټولګه ده، چې د ګرینلینډ، اسټرالیا او مخکینو بریتانوي کان کېندونکو په ګډون نژدې ۱۰۰ کارکوونکي په کې مېشت دي. له دې ځایه موږ بره یوې درې ته په موټر کې وختو، چې په غره کې له یوه تونل وروسته د سرو زرو کان ته رسېږي.
ښاغلي اولفسون په کان کې دننه تورو سپینو کرښو ته په اشارې سره وویل، ''دلته ګورئ! سره زر، سره زر او سره زر، دا ډېر فوق العاده نه دی؟''
اماروق شرکت دا کان په ۲۰۱۵ کال کې رانیو، د یوې لسیزې ډېر کلونه فعال و، خو بیا د سرو زرو د بیو کمېدو او فعالیت د لګښتونو ډېرېدو له کبله وتړل شو. اماروق مسوولین باوري دي، چې اوس به دا کان ګټور ثابت شي. د دوی پلان دا دی، چې د کان کېندنې له نویو مېتودونو سره روان کال یو ځل بیا د کان کاڼي مات کړې او له منځه یې ترلاسه شوي سره زر په زرینو خښتو بدل کړي.
ښاغلی اولفسون وايي، په ګرینلینډ کې لا هم داسې پرېمانه معدنیات شته، چې د چا لاس نه دی ورسېدلی. دی وايي: ''دا (ځای) تر لسیزو پورې هغه معدنیات ورکولای شي، چې لوېدیځه نړۍ کې ورته اړتیا ده او دا خورا لویه ځانګړنه ده.''
تر اوسه پورې په ټول ټاپو کې ایله دوه فعال کانونه شته.
ګرینلینډ د ډنمارک برخه ده، خو خپلې چارې په خپله سمبالوي او د خپلو طبیعي سرچینو واک یې هم له ځان سره ساتلی دی. دغه سیمه اته ځایونه لري، چې په ځمکه کې موندل کېدونکې ګران بیه عناصر پکې شته، چې له ګرځنده ټیلیفونونو واخله تر الیکترونیکي موټرونو پورې ګڼ شمېر وسائلو کې کارول کېږي.
دغه راز د کوبالټ او لیتیم په ګډون پراخې زېرمې هم لري. په دې سیمه کې تېل او ګاز هم شته، خو د سمندر په تل کې او د ځمکې پر مخ پر نویو کېندنو بندیز لګول شوی دی.
د ګرینلینډ سوداګرۍ ټولنې مشر کریسټین کیلدسن وايي، نړیوال ''جیوپولټیکل وضعیت'' د نړۍ تر ټولو لوی ټاپو ته د ډېرو پام اړولی دی. دی د چین پرېمانه ځمکنیو سرچینو ته په اشارې سره وايي، لوېدیځوال غواړي چې بدیلې سرچینې خوندي وساتي. دی زیاتوي: ''هلته چینایان له پریمانه خامو موادو سره ناست دي.''
ښايي همدا دلیل وي، چې له لوېدیځوالو سره د ګرینلینډ طبیعي سرچینو ته د لاسرسي موندلو فکر پیدا شوی وي.
چین هم غواړي دلته ښکېل شي، خو شتون یې محدود دی. په دې وروستیو کې رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړ، چې امریکایانو په دې موخه لابيګري کوله چې د کان کېندنې اسټرالیایی شرکت باید د نایابو ځمکنیو عناصرو پروژه پر چینايي مشتریانو و نه پلوري.
د ګرینلینډ سوداګرۍ، اقتصاد او خامو موادو چارو وزیره ناجا ناتهانېلسن وايي، له نژدې پنځو کلونو راهیسې د دې سیمې په طبیعي سرچینو کې لیوالتیا ډېره شوې ده. ''موږ د اقلیمي بدلون له کبله د توجه مرکز وو، موږ غواړو د حل برخه واوسو.''
اوس د باوري زېرمو ۱۰۰ بلاکونو سپړنو لپاره جوازونه ورکړل شوي دي، بریتانوي، کاناډايي او اسټرالیايي شرکتونه د جوازونو ترلاسه کوونکو کې تر ټولو مخکښ دي او امریکایان بیا تر اوسه یوازې یو جواز لري.
خو پر کانونو د دې ځایونو له بدلېدو مخکې لا هم ډېر پړاوونه شته، چې باید شرکتونه ترې تېر شي.
په داسې حال کې چې ګرینلینډ کې د طبیعي زېرمو پرېماني ده، خو د سرو زرو موندلو لپاره ''منډې ترړې'' نه ده په کې شوې.
د دې هېواد ناخالص کورني تولید (جي ډي پي) چې ایله شاوخوا درې میلیاردو ډالرو ته رسېږي، تر اوسه پورې د کب نیولو یا مالیو له لارې پوره کېږي.
دغه راز دا سیمه هر کال د ډنمارک له لوري پر نژدې ۶۰۰ میلیونه ډالره سبسډي تکیه کوي. د ګرینلینډ سیاستوال هیله من دي، چې له کان کېندنې ترلاسه شوې پانګه به د ډنمارک پر سبسډي د دوی تکیه کمه کړي او د خپلواکۍ لپاره به یې لاره هواره شي.
ګرینلینډ له سیلګرۍ هم ډېرې پیسې ترلاسه کوي.
د ګرینلینډ پوهنتون د شمالي قطب ټولنیزو علومو مشر، جاویر ارنوټ وايي، په رسمي ډول کان کېندنه لا هم د خپلواکۍ لپاره مهمه ده. "خو په عملي شرایطو کې، تاسو لیدلی شئ چې د کانونو جوازونه خورا لږ ورکړل شوي دي."
وزیره ناتهانېلسن مني چې که څه هم له امریکا او اروپايي ټولنې سره ملګرتیاوې روانې دي، خو "موږ لا هم په دې سکتور کې د پیسو لویه برخه نه ده لیدلې". هغه هیله لري چې په راتلونکې لسیزه کې به له دریو څخه تر پنځو پورې نور کانونه هم فعالیت ولري.
بله ستونزه دا ده، چې په ګرینلینډ کې د دې ځای د لېرې پراته موقعیت او سختې هوا له امله کان کېندنه اسانه نه ده. دا د نړۍ ترټولو لوی ټاپو دی او ۸۰ سلنه برخه یې کنګلونو پوښلې ده، غرونه یې سخت ډبرین دي او د مېشت ځایونو ترمنځ اسانه لارې نه لري.
د ډنمارک او ګرینلینډ جیولوژیکي سروې جېکب کلوکیډینګ وايي: "دا یوه قطبي سیمه ده. موږ د اقلیم او محدودې اډانې له پلوه له سختو شرایطو سره ستونزې لرو، نو د کان پرانیستل خورا ګران بیه تمامېږي."
همدا لوړ لګښتونه، په نړیوال بازار کې د فلزاتو له ټیټو نرخونو سره یوځای، د دې لامل شوي، چې پانګوال زړه نازړه شي. دغه سیمه د اقلیمي مسائلو او ټولنیز اغېز په تړاو سخت مقررات او غوښتنې هم لري او د جواز ترلاسه کول وخت نیسي.
وزیره ناتهانېلسن ټینګار کوي چې ډېری خلک د کانونو ملاتړ کوي، او دا سیمه ییز اقتصاد ته وده ورکوي. "دوی (بهرني کان کېندونکي) په ځايي بازار کې راکړه ورکړه کوي. دوی به ځايي کارګر ګوماري. دوی په ځايي توګه کښتۍ یا چورلکې کرایه کوي".
بل لور په سویل کې د تر ټولو لوی ښار، قاکورتوق اوسېدونکې هیدې مورټینسن مولر ډاډه نه ده، چې د کان کېندنې برخه کې به د ځایی خلکو لپاره د کار زمینه برابره شي. "کله چې دوی وايي، چې دوی به کاري فرصتونه زیات کړي، نو دوی د چا په هکله خبرې کوي؟"
د کارګرو ځايي ټولنې (اېس ای کې) مشر جیس برتیلسن، وايي، ډېر خلک فکر کوي چې د کانونو عاید به "له هېواده ووځي"، او ګرینلینډ ته به ګټه ونه رسوي. خو دی د دې سکتور د ودې ملاتړ کوي: "ګرینلینډ له کب نیونې پرته له نورو لارو هم ډېر عاید ته اړتیا لري."
تر اوسه معلومه نه ده چې د ګرینلینډ په هکله به د ټرمپ وروستۍ څرګندونې څه ډول پایلې ولري، خو د ګرینلینډ لومړي وزیر موټ ایجډ د روانې میاشتې په لومړیو کې وویل چې "موږ اړتیا لرو چې له متحده ایالاتو سره سوداګري وکړو" او دا چې د "کانونو په برخه کې دروازې پرانیستې دي".
د سوداګرۍ ټولنې ښاغلی کیلډسن هیله من دی، چې دا چاره به دې سکتور ته "ډېره اړینه پانګونه" راوړي، خو زیاتوي "که د ټرمپ د اشارو په تړاو ناڅرګندتیا تر اوږدې مودې پورې دوام وکړي، نو داسې احتمالي خطر شته چې دا چاره د پانګونې پر چاپېریال منفي اغېز وکړي."