تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګرينلنډ د اوشا ونس او د ټرمپ سلاکار پلان شوي سفرونه وغندل
د ګرينلنډ سیاستوالو د جګپوړو امریکايي چارواکو پلان شوي سفرونه غندلي. دا سفرونه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د دې ټاپو د نیولو له ګواښونو وروسته کېږي.
د امریکا د مرستیال ولسمشر جېډي ونس مېرمن اوشا ونس دا اوونۍ ګرينلنډ ته د کلتوري سفر په موخه ځي. تمه ده چې د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز هم په یوه جلا سفر کې دغه ټاپو ته ولاړ شي.
موت ایګډې ته چې د ګرينلنډ د حکومت د لومړي وزیر په توګه یې دنده پایته رسېږي دا سفرونه پاروونکي بللي او ویلي یې دي، چې دغه چارواکي رسمي غونډو ته نه دي بلل شوي.
په ورته وخت کې، د ګرينلنډ احتمالي راتلونکی مشر جېنس-فرېډرېک نېلسن پر امریکا تور پورې کړی، چې د دې ټاپو له خلکو سره یې د نه درناوي چلن کړی دی.
ګرينلنډ، چې د نړۍ تر ټولو ستر ټاپو دی او د ارکټېک او اتلانتیک سمندرونو ترمنځ موقعیت لري، له شاوخوا ۳۰۰ کلونو راهیسې د ډنمارک تر کنټرول لاندې دی.
یاد ټاپو خپل کورنۍ چارې اداره کوي، خو د بهرني سیاست او دفاعي پرېکړو واک یې له کوپنهاګن سره دی. امریکا له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې پر ګرينلنډ امنیتي تمرکز لري او له هغه وخت راهیسې یې هلته پوځي اډه جوړه کړې ده.
ګومان کېږي، چې ټرمپ د ګرينلنډ له کمیابه ځمکنیو منرالونو سره هم علاقه لري. د هغه زوی ډونلډ جونیر د جنورۍ له لوړې مراسمو وړاندې دغه ټاپو ته سفر کړی و.
د سپینې ماڼۍ د اعلان له مخې، مېرمن ونس به تاریخي ځایونو ته ولاړه شي او په "اواناتا کیموسرسو" کې به چې د ګرينلنډ سپيیانو ملي سیالي ده، ګډون وکړي.
په دغه پلاوي کې مېرمن ونس، او د دې کوچنۍ زوی دی. په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا دویمه مېرمن د ګرينلنډ د کلتور او یووالي لمانځنې لپاره دغه سفر کوي.
د سيبياېس نیوز درپوټ له مخې، د مایک والټز سفر تایید شوی او نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي، نوموړی به تر مېرمن ونس مخکې سفر وکړي او د امریکا د انرژۍ له وزیر کرېس رایټ سره به ملګری وي.
لومړی ایګیډې د والټز سفر یوه پاروونکې هڅه بللې.
هغه سیرمتسیاک ورځپاڼې ته ویلي: "د ملي امنیت سلاکار په ګرينلنډ کې څه کوي؟ یوازینۍ موخه یې دا ده، چې موږ ته خپل قدرت وښيي."
همدې ورځپاڼې ته د ګرينلنډ راتلونکي احتمالي لومړي نېلسن ویلي، چې امریکایي چارواکو له ځایي خلکو سره د نه درناوي چلند کړی.
ډونلډ ټرمپ د ګرينلنډ خپلولو لپاره خپله هڅه د دې میاشتې په پیل کې د ناټو له سرمنشي مارک روټ سره د خبرو پر مهال نوره هم تېزه کړه.
د ټرمپ ګواښونو له امله ګرينلنډ له وړاندې غصه وو، خو اړیکې هغه مهال نورې هم خرابې شوې چې ټرمپ وویل ښایي دغه ټاپو د ناټو په ملاتړ خپل کړي. ناټو هغه پوځي او دفاعي اداره ده چې ډنمارک یې هم غړی دی.
ټرمپ مارک روټ ته ویلي وو: "ته پوهېږې مارکه، موږ د نړیوال امنیت لپاره دې ته اړتیا لرو."
او زیاته یې کړه: "موږ به له تاسو سره خبرې وکړو."
کله چې ترې د ګرينلنډ د الحاق (ضمیمه کولو) په اړه وپوښتل شو، ټرمپ وویل: "زه فکر کوم، و به شي."
د دې خبرو په غبرګون کې، د ګرينلنډ مخکښو سیاسي ګوندونو په ګډه یوه اعلامیه خپره کړه او د امریکا د ولسمشر دا عمل یې د نه منلو وړ وباله.
دا موضوع د ګرينلنډ په وروستیو ټاکنو کې د بحث مهم ټکی و. د لومړي وزیر ایګیډې واکمن اینویت اتاکیتګیت (Inuit Ataqatigiit) ګوند په حیرانوونکي ډول ماتې وخوړه او د نېلسن ډیموکرات ګوند، چې له ډنمارکه تدریجي خپلواکۍ ته ترجیح ورکوي بریالی شو.
د دې میاشتې په پیل کې، ټرمپ د امریکا کانګرس ته د وینا پر مهال وویل، چې د ګرينلنډ د خلکو د خپلواک انتخاب قوي ملاتړ کوي.
هغه وویل: "که تاسو انتخاب وکړئ، موږ به تاسو ته د امریکا له متحده ایالاتو سره یوځای کېدو ته هرکلی ووایو."
د تازه نظرپوښتنو له مخې، د ګرينلنډ نژدې ۸۰٪ خلک له ډنمارک خپلواکي غواړي، خو د جنورۍ یوې بلې سروې وښوده، چې تر دې هم زیات شمېر له امریکا سره د یوځای کېدو مخالف دي.