طالبان: نوی نظام به 'اسلامي امارت' وي؛ امیر المومنین به پر خپل ځای وي

ملا هبت الله

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

طالبان وايي چې په افغانستان کې به د دوی نوی حکومت 'اسلامي امارت ' وي او امیر المومنین به پر خپل ځای وي.

د طالبانو د کلتوري کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق کابل کې د بي بي سي خبریال سکندر کرماني ته وویل، ټوله کابینه او وزیران به د امیرالمومنین لخوا رهبري کېږي.

نوموړي همدا راز ویلي، نوې کابینه لا بشپړه نه ده او تمه شته چې نور کسان هم ور شامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د پاکستان، روسیې او چین په ګډون د ټرویکا-پلس هېوادونو ویلي وو، افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت ورته د منلو نه دی.

بل لور په افغانستان کې د سرپرستې کابینې له اعلان سره سم د طالبانو مشر ملا هبة الله اخوند زاده ویلي، په افغانستان کې به د حکومتولۍ چارې ''د شریعت د قوانینو له مخې '' تنظیم کېږي.

په دې مناسبت د ملا هبة الله اخوندزاده په نامه یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، حکومت به ټولو هغو نړیوالو قوانینو، ژمنو او پرېکړو ته ژمن وي، چې ''د اسلامي شریعت او د هیوا له ملي ارزښتونو سره په تضاد کې واقع نه وي. ''

یاده دې وي چې روسیې د 'ټرویکا-پلس' هېوادونو سره یو ځای څه موده وړاندې ښکاره ویلي وو چې افغانستان کې به د طالبانو اسلامي امارت ورته د منلو نه وي.

د افغانستان دوه نور ګاونډي هېوادونه،‌ چین او پاکستان هم د ټرویکا-پلس ناستې ګډونوال وو او د طالبانو اسلامي امارت سره یې ښکاره مخالفت ښودلی و.

پرون د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم پر افغان طالبانو غږ وکړ چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي او ټولو لږکیو ډلو ته پکې ونډه ورکړي.

نوموړي دوشنبه خبریالانو ته وویل، که طالبان داسې وکړي نو روسیه چمتو ده چې حکومت یې په رسمیت وپېژني او ان د لوړې مراسمو کې هم ګډون وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون پر افغان طالبانو غږ وکړ چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي او ټولو لږکیو ډلو ته پکې ونډه ورکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون پر افغان طالبانو غږ وکړ چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي او ټولو لږکیو ډلو ته پکې ونډه ورکړي.

خو تر دې ده بیجنګ او اسلام اباد افغانستان کې د راتلونکي حکومت د څرنګوالي په اړه ښکاره او رسمي دریځ نه دی ښودلی.

بل لور ته د طالبانو مشر ته منسوبه اعلامیه یو ځل بیا ژمنه شوې چې د افغانستان خاوره به د سیمې یا نړۍ د هیڅ یوه هېواد د امنیت پر ضد نه کارول کېږي او له نورو هم د ورته چلن غوښتنه شوې.

په اعلامیه کې د زدکړو پر اهمیت ټینګار تر څنګ ویل شوي حکومت به د ''اسلامي شریعت په چوکاټ کې '' افغانانو ته د دیني او عصري زدکړو زمینه برابروي.

اعلامیه کې د رسنیو د ازادي او ودې یادونه هم شوې او رسنیو غوښتل شوي چې ''د رسنیو هم دا مکلفیت بولو چې پخپلو نشراتو کې د اسلام سپيڅلي احکام، د هیواد ملي ګټې او بې پرېتوب په نظر کې ولري. ''