لاوروف: که طالبان ټولشموله حکومت جوړ کړي، روسیه یې په رسمیت پېژني او د لوړې مراسمو کې ګډون کوي

لاوروف

د عکس سرچینه، Getty Images

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر افغان طالبانو غږ کړی چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي او ټولو لږکیو ډلو ته پکې ونډه ورکړي.

نوموړي دوشنبه خبریالانو ته ویلي، که طالبان داسې وکړي نو روسیه چمتو ده چې حکومت یې په رسمیت وپېژني او ان د لوړې مراسمو کې هم ګډون وکړي.

ښاغلي لاوروف همدا راز ومنله چې د طالبانو لخوا ورته د نوي حکومت د اعلان مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د طالبانو یوه چارواکي الجزیره تلویزیون ته ویلي، پر روسیې سربېره پاکستان، چین، ترکیې او قطر هېوادونو ته هم بلنه ورکړل شوي چې په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي: "موږ افغانستان کې د یوه داسې حکومت د جوړېدو ملاتړ کوو چې د ټولنې ټولو برخو استازیتوب وکړي. داسې حکومت چې پر پښتنو سربېره هزاره، ازبک او تاجکان هم پکې وي. یوازې یو ټولشموله حکومت د نوي ژوند د پیلېدو تضمین کولی شي".

د روسیې تر ټولو جګپوړی دیپلومات داسې مهال دا څرګندونې کوي چې طالبانو لا هم خپل نوی حکومت نه دی اعلان کړی، خو ټینګار کوي چې ژر به دا چاره ترسره شي.

د نورو هېوادونو دریځ څه دی؟

.

د عکس سرچینه، .

روسیه لومړنی هېواد دی چې په ښکاره ډول د طالبانو د حکومت د منلو احتمال څرګندوي.‌

خو دا چاره په دې پوره اړه لري چې طالبان یو ځل بیا افغانستان کې 'اسلامي امارت' اعلان کوي او که بل ډول حکومت رامنځته کوي.

یاده دې وي چې روسیې د 'ټرویکا-پلس' هېوادونو سره یو ځای څه موده وړاندې ښکاره ویلي وو چې افغانستان کې به د طالبانو اسلامي امارت ورته د منلو نه وي.‌

د افغانستان دوه نور ګاونډي هېوادونه،‌ چین او پاکستان هم د ټرویکا-پلس ناستې ګډونوال وو او د طالبانو اسلامي امارت سره یې ښکاره مخالفت ښودلی و.

خو تر دې ده بیجنګ او اسلام اباد افغانستان کې د راتلونکي حکومت د څرنګوالي په اړه ښکاره او رسمي دریځ نه دی ښودلی.

د لویدیځو هېوادونو په ډله کې امریکا ویلي، د اوس لپاره د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د داعش ډلې د ځپلو لپاره طالبانو سره ګډ کار کولی شي.

بریتانیا ویلي، د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې بیړه نه کوي او د خبرو پر ځای به د دې ډلې عمل ته ګوري.

کاناډا بیا په ښکاره توګه ویلي چې د طالبانو حکومت به هېڅکله هم په رسمیت ونه پېژني.