طالبانو د افغانستان د قول اردوګانو نومونه بدل کړي

.

د عکس سرچینه، @MJalal313

د عکس تشریح، په کندهار کې د قول اردو عکس چې طالبانو خپور کړی

د طالبانو د دفاع وزارت چارسمبالي محمد يعقوب مجاهد په يوه فرمان کې د افغانستان پوځ د اتو قول اردوګانو لپاره نوي نومونه غوره کړي او د "اسلامي اردو تشکيلات" يې ياد کړي دي.

طالبانو تر ډېره له مذهبي نومونو لکه خالد ابن وليد، منصوري، البدر، الفاروق، الفتح، عزم او عمري کارولي چې وړاندې د دغې ډلې د مختلفو ګروپونو نومونه وو.

د اګست پر ۱۵ مه د طالبانو له خوا د کابل د نيولو سره سم د افغانستان ملي اردو چې د دوو لسيزو په اوږدو کې د امریکا او ناټو له خوا تجهيز او روزل شوې وه او له سلو زرو ډېر سرتېري يې لرل له منځه ولاړه.

له افغانستانه د امريکا او ناټو ځواکونو په وتلو سره د پخواني پوځ يو زيات شمېر قومندانان او پوځي چارواکي له دې هېواده ووتل. تر دې وړاندې په ۱۹۹۲ کال کې کابل ته د مجاهدينو په ننوتو هم د افغانستان پوځ ړنګ شوی و.

په افغانستان کې عصري اردو سل کاله وړاندې د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۱۹ کال کې د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته جوړه شوه او بيا په ۱۹۶۰، ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو کې په نورو پرمختللو وسلو سمبال شوه.

د افغان پوځ په جوړښت کې هره قول اردو له دريو فرقو څخه جوړه ده چې د هېواد په اتو زونونو کې موقعيت لري.

.

د عکس سرچینه، RTA

د طالبانو په نوي فرمان کې راغلي چې "د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د اسلامي اردو په تشکيلاتو کې د قول اردوګانو نومونه په لاندې توګه اعلان شوي".

کابل قول اردو د مرکزي ۳۱۳ قول اردو ته اړول شوې

لغمان کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د خالد ابن وليد ته اړول شوې

پکتيا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د منصوري ته اړول شوې

کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د البدر قول اردو ته اړول شوې

هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د الفاروق قول اردو ته اړول شوې

بلخ کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د الفتح قول اردو ته اړول شوې

هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د عزم قول اردو ته اړول شوې

کندز کې د ۲۱۷ پامير قول اردو د عمري قول اردو ته اړول شوې

.

د عکس سرچینه، MOD

د عکس تشریح، د طالبانو د دفاع چارسمبالي وزير د فرمان عکس