لاوروف: امنیتي ګواښونه باید په افغانستان کې دننه له منځه لاړ شي

لاوروف

د عکس سرچینه، Getty Images

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د مسکو اصلي دنده په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د مرکزي اسیا په خپلو متحدو هېوادونو کې د بې ثباتۍ مخنیوی کول دي.

د تاس خبري اژانس په رپوټ کې د ښاغلي لاوروف هغه مرکه راخیستل شوې چې له روسیه ۲۴ ټلویزیوني شبکې سره یې کړې. نوموړی دې مرکه کې وايي:

''زموږ لپاره د هغوی ثبات مهم ټکی دی، ځکه موږ (له افغانستان سره) پوله نه لرو. خو مرکزي اسیا کې نژدې د ټولو لپاره بې ویزا شته. ''

نوموړی زیاتوي ''خو لومړی او تر ټولو مهم دا چې د ګاونډیو هېوادونو ثبات باوري شي، له افغانستان د ترهګریزو ګواښونو او مخدره توکو مخه ونیول شي او په افغانستان کې دننه د دې ګواښونو له منځه وړلو اړتیا ده. ''

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین له دې مخکې سیمې ته له افغانستانه د ''اسلامپالو سخت دریځو رسېدو '' خطر یادونه کړې.

ښاغلي پوتین د ټولیز امنیت سازمان په بېړنۍ غونډه کې د مرکزي اسیا هېوادونو مشرانو ته وینا کې د سیمې هېوادونو ته د سخت دریځو وسله والو مخنیوي هڅې 'حیاتي ' مسئله بللې.

بل لور ښاغلي لاوروف په خپله تازه مرکه کې پر امریکا نیوکې کړې او په وینا یې باید په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره مالي مرستې وکړي.

نوموړی وايي:

''موږ په دې باور یو چې امریکا متحده ایالتونه او هغه چې شل کاله کېږي (افغانستان کې) یې د یوه مثالي دولت رامنځته کولو ژمنې کولې، اوس باید له هر څه مخکې له مالي پلوه د یوه بشري ناورین مخنیوي کې ګډون وکړي. ''

د یادونې ده چې په مسکو کې د طالبانو پلاوي په ګډون د سیمې هېوادونو له غونډې وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین ویلي و، ښايي هېواد یې له تورو لیستونو د طالب مشرانو نومونو ایستلو کې مرسته وکړي.