د اسرائیل-فلسطین شخړه تاریخ

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائیلو-فلسطین شخړه د نړۍ یوه له تر ټولو اوږدو او تاوتریخوالي ډکو شخړو ده چې نژدې یوه پېړۍ وړاندې پیل شوې ده.

په تېرو کلونو کې د اسرائیلو او عربي هېوادونو تر منځ څو جګړې شوې دي. د همدې جګړو په ترڅ کې د فلسطین خلکو څو ځله د اسرائیلو د نیواک پر ضد پاڅونونه وکړل خو اسرائیلو یې د ځپلو لپاره سخت اقدامات کړي دي.

د جغرافیې، پولو او حقونو په اړه دا تاریخي شخړه تر ننه روانه ده. تازه بېلګه یې په غزه کې د اسرائیل-حماس روانه جګړه ده.

اسرائیل له ۱۹۴۸ مخکې څه و او څنګه جوړ شو؟

بریتانيا د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې د عثماني امپراتورۍ له ماتې وروسته د فلسطین په نوم سیمه ونېوله.

د دغې سیمې ډېر اوسېدونکي عربان، لږ یهودان او تر څنګ یې نور لږکي قومونه هم اوسیدل. کله چې بریتانیا په فلسطین کې د یهودانو لپاره د "ملي کور" جوړولو سره موافقه وکړه، نو فلسطیني عربانو دا پلان و نه مانه، ځکه دوی له پخوا د دغې ځمکې د مالکیت دعوه لرله.

بریتانیا وویل، هغه فلسطیني عربان چې له پخوا پر دې ځمکه اوسي باید حقونه یې خوندي شي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د ۱۹۲۰ او ۱۹۴۰ ترمنځ ډېری یهودان د اروپا له ځورونو، وژنو او په ځانګړي ډول د "هولو کاسټ" یا د یهودانو د وژلو لړۍ وروسته فلسطین ته وتښتېدل.

تر ۱۹۴۷ کال پورې د فلسطین پر خاوره د یهودانو نفوس شاوخوا ۳۰سلنه شو، نو په دې وخت کې ملګرو ملتونو د فلسطین په دوو دولتونو د وېشلو پرېکړه وکړه.

یو دولت به د یهودانو، بل یې د عربانو او بیت المقدس به یو نړیوال ښار وي. خو عربي هېوادونو د دې پرېکړې ملاتړ و نه کړ.

دوی ویل د اسرائیلو نفوس لږ دی، نو ولې دومره زیاته خاوره ورکړل شي. برېتانیا د ۱۹۴۸ په مې میاشت کې هلته خپل واک پای ته ورساوه او په دې سره یې د مسئلې حل ملګرو ملتونو ته وسپاره.

پر سیمه د بریتانیا د واک پای ته له رسېدو یوازې څو ساعتونه مخکې اسرائیلي مشرانو خپلواک دولت اعلان کړ چې یو کال وروسته ملګرو ملتونو په رسمیت ومانه.

د ۱۹۴۸ عرب-اسرائیل جګړه

د اسرائیلو د خپلواکۍ له اعلان یوه ورځ وروسته پنځوعرب هېوادونو دغه نوی جوړ شوی دولت کلابند او برید یې پرې وکړ. دا شخره په اسرائیلو کې د خپلواکۍ جګړې په نوم یاده شوه.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

جګړه په ۱۹۴۹ کې د اوربند له تړون سره پای ته ورسېده چې اسرائیل پر ډېرو سیمو واکمن شول.

د تړونونو له مخې مصر د غزې تړانګه، اردون لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس او اسرائیلو لوېدیځ بیت المقدس اشغال کړ.

له جګړې او سیمو اشغال وروسته شاوخوا ۷۵۰ زره فلسطینیان وتښتېدل او یا هم وشړل شول. دې پېښې ته عربان "ستر ناورین" وايي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

په همدې موده او راتلونکو کالونو کې سلګونه زره یهودان هم له منځني ختیځ او هم د شمالي افریقا له اسلامي هېوادونو وشړل شول یا هم ووتل او ډېری اسرائیلو ته کډه شول.

د ۱۹۶۷ منځني ختیځ جګړه

اسرائیل د مصر، سوریې او اردون سره وجنګېد. دا جګړه "شپږ ورځنۍ جګړه" هم بلل کېږي. دغې جګړې په منځني ختیځ کې جغرافیايي پولې بدلې کړې.

اسرائیلو د مصر او سوریې د احتمالي برید د وېرې له امله د مصر پر هوايي ځواک برید وکړ.

په پای کې اسرائیلو له مصر سینا او غزه، له سوریې د ګولان ډېری برخې او له اردنه یې ختیځ بیت المقدس او لوېدیځې غاړې ونیوې.

له دې جګړې وروسته په لوېدیځه غاړه، غزه او ختیځ بیت المقدس کې نږدې یو ملیون فلسطینیان د اسرائیلو تر واک لاندې راغلل.

.

د عکس سرچینه، getty image

اسرائیلو په ۱۹۷۹ کې له مصر سره د سولې تړون وکړ او سینا سیمه یې بیرته ورکړه، خو نورې سیمې یې تر ننه نیولې دي.

ختیځ بیت المقدس او د ګولان برخې یې خپله خاوره وبلله. خو د نړۍ ډېری هیوادونه یې په رسمي ډول د اسرئیلو د خاورو په نوم نه پېژني.

د لوېدیځې غاړې اوسنی حالت

لوېدیځه غاړه د اسرائیلو او اردون سیند ترمنځ پرته ده. شاوخوا درې میلیونه فلسطینیان په کې اوسېږي.

له ختیځ بیت المقدس او غزې سره یو ځای، دا سیمه هم په پراخه کچه د "اشغال شوې فلسطیني سیمې" په نوم پیژندل کېږي.

فلسطینیان تل په دې سیمه کې د اسرائیلو شتون ردوي او غواړي دا سیمې دې د راتلونکي خپلواک فلسطیني دولت برخه شي او دغه غوښتنه یې په نړیواله ټولنه کې هم پراخ ملاتړ لري.

که څه هم اسرائیل د لوېدیځې غاړې کنټرول لري، خو فلسطینی حکومت چې د فلسطین ادارې په نوم پېژندل کېږي، له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې د لوېدیځې غاړې ډېری ښارګوټي او ښارونه اداره کوي.

په لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې اسرائیل تر ۱۶۰ "مېشت ځایونه" لري چې شاوخوا ۷۰۰ زره یهودان په کې اوسېږي.

فلسطینیان د دغو ټولو مېشت ځایونو خالي کول غواړي د دوی په خبره دا د نړیوال قانون له مخې هم غیرقانوني دي. خو اسرائیل یې نه مني او وایي دا د دوی تاریخي حقونه دي.

په ۲۰۲۲ کې د اسرائیل حکومت د مېشت ځایونو د پراختیا پلان اعلان کړ او ادعا یې وکړه چې د فلسطین دولت جوړېدل به د اسرائیل امنیت ته ګواښ وي.

په ۲۰۲۴ د جولای میاشت کې د ملګرو ملتونو عالي محکمې او د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) پرېکړه وکړه چې په اشغال شویو سیمو کې د اسرائیلو دوامداره شتون غیرقانوني دی او باید ټول مېشت ځایونه خالي کړي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه چې حماس پر اسرائیلو برید کړی. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د دفتر د راپور له مخې له ۲۰۲۴ جنوري تر ۲۰۲۵ جون پورې د "اسرائیلي مېشت ځایونو" له خوا پر فلسطینیانو ۲زره دوه سوه او اته بریدونه شوي دي. د راپور په ټکو دغو بریدونو د مرګ ژوبلې ترڅنګ مالي زیانونونه هم اړولي دي.

د بیت المقدس لانجه

اسرائیل او فلسطینیان دواړه بیت المقدس د خپلې پلازمېنې په توګه غواړي.

اسرائیلو لوېدیځ بیت المقدس له مخکې نیولی و، په ۱۹۶۷ جګړه کې ختیځ بیت المقدس هم ونیوه او وروسته یې ټول ښار خپله دایمي پلازمېنه اعلان کړ.

فلسطینیان بیا ختیځ بیت المقدس د خپل راتلونکي دولت پلازمېنه بولي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

په ختیځ بیت المقدس کې ډېری اوسېدونکي فلسطینیان دي چې یوازې لږو یې اسرائیلي تابعیت اخیستی دی.

د مسلمانانو لپاره د ښار تر ټولو سپېڅلې سیمه "المسجد الاقصی" یا "حرم شریف" او یهودانو لپاره "ټېمپل مونټ" دی چې د ختیځ بیت المقدس په منځ کې دی. جګړې هم د همدې سپېڅلو ځایونو د ملکیت له امله کېږي.

ملګري ملتونه ختیځ بیت المقدس د فلسطین خاوره ګڼي خو اسرئیلو اشغال کړی ده.

غزه

غزه د جغرافیې له پلوه کوچنۍ سیمه ده، د اسرائیلو، مصر او مدیترانې سمندر ترمنځ پرته ده. اوږدوالی یې ۴۱ کیلومتره او سور یې ۱۰ کیلومتره دی او شاوخوا ۲.۱ میلیونه خلک په کې ژوند کوي. دا د نړۍ له ډېر ګڼ‌مېشتو ځایونو ده.

له وروستۍ جګړې مخکې هم غزه کې بېکاري د نړۍ تر لوړې کچې رسېدلې وه او خلکو یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کاوه. ډېری وګړو یې د مرستو پر خوراکي توکو تکیه درلوده.

د ۱۹۴۸ کال د منځني ختیځ له جګړې وروسته دغه سیمه مصر اشغال کړه او د غزې پولې معلومې شوې. خو په ۱۹۶۷ کې اسرائیلو ترې بېرته ونېوه او اسرائیلي "مېشت ځایونه" یې په کې جوړ کړل.

په ۲۰۰۵ کې اسرائیلو خپل پوځیان له غزې وایستل او مېشت ځایونه یې خالي کړل خو د پولو، هوايي حریم او سمندري کرښې کنټرول یې وساته. ځکه خو ملګري ملتونه لا هم غزه د اسرائیل تر اشغال لاندې بولي.

په ۲۰۰۶ کې حماس په فلسطیني ټاکنو کې بریالی شو او په ۲۰۰۷ کې یې غزه په زور لاندې کړه او خپل سیالان یې له سختې جګړې وروسته له غزې وشړل.

له هغه وروسته په ۲۰۰۸-۰۹، ۲۰۱۲، ۲۰۱۴ او ۲۰۲۱ کې څو لویې جګړې شوې. هر ځل یې ډېره زیاته مرګ ژوبله لرلې چې زیاتره یې قربانیان یې فلسطینیان وو. د ۲۰۲۱ جګړه له ۱۱ ورځني اوربند وروسته پای ته ورسېده.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د ۲۰۲۳ د اکتوبر په ۷مه حماس پر اسرائیلو برید وکړ، شاوخوا ۱۲سوه کسان یې ووژل او ۲۵۱ یې یرغمل کړل. اسرائیلو په ځواب کې پراخ هوايي، ځمکني او سمندري عملیات پیل کړل. د حماس د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه له ۶۱ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

په جولای کې انګستان، اسټرالیا، کاناډا، فرانسه، ایټالیا، جاپان، نیوزیلنډ او په ټوله کې ۲۷ هېوادونو په ۲۰۲۴ کې د جګړې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړه او د غزې د لوږې ناورین یې "په لوی لاس جوړ شوی ناورین" وباله. په همدې میاشت کې د ملګرو ملتونو ملاتړ کوونکو متخصصینو هم د قحطۍ له ناوړه حالت خبر ورکړی و. د خواړو د خوندیتوب ادارې هم ویلي وو، داسې ثبتونه یې موندلي چې په غزه کې پراخه لوږه، خوارځواکي او د لوږې اړوند ناروغۍ ښيي.

دوی د دغه ناورین پړه پر اسرائیلو اچوي، ځکه وايي، ټولې اکمالاتي لاري کنټرولوي خو اسرائیل دا ردوي او وایي، د مرستو پر وړاندې هېڅ خنډ نه جوړوي.

کوم هېوادونه فلسطین د دولت په نوم پېژني

له ۱۹۳ د ملګرو ملتونو غړو څخه ۱۴۷ هېوادونه د فلسطین دولت په رسمیت پېژني.

فلسطین د ملګرو ملتونو "دایمي څارونکی دولت" حیثیت لري، معنی څوکۍ لري خو د رایې ورکولو حق نه لري.

ځینې اروپايي هېوادونو او امریکا ویلي، تر هغه د فلسطین دولت په رسمیت نه پېژني څو چې د منځني ختیځ شخړه دایمي سیاسي حل شوې نه وي.

په تېره جولای کې بریتانیې، فرانسې او کاناډا وویل، په سپټمبر میاشت کې به فلسطین په رسمیت وپېژني.

اسرائیل بیا لودېځه غاړه خپل تاریخي حق بولي. د فلسطین خپلواک دولت جوړول هم د خپل امنیت لپاره ګواښ ګڼي، وايي، دا ورته د منلو نه دی.

د برېتانیا لومړي وزیر وویل، که اسرائیل په غزه کې جګړه همداسې روانه وساتي نو دوی به فلسطین په رسمیت وپېژني.

کاناډا هم وویل، د ملګرو ملتونو په را روانه عمومي غونډه کې فلسطین په رسمیت پېژني. خو شرط یې دا دی چې دا پېژندنه د فلسطیني ادارې په ډیموکراتیکو اصلاحاتو پورې تړلې ده.

فلسطیني کډوال

ملګرو ملتونو سره نږدې ۵.۹ میلیونه فلسطینیان د کډوالو په توګه ثبت شوي دي ځکه نسلونه یې د ۱۹۴۸-۴۹ لسیزو په جګړو کې له خپلو کورونو شړل شوي وو.

له دوی یې ډېری په اردون، غزه، لوېدیځه غاړه، سوریه او لبنان کې ژوند کوي.

فلسطینیان د "بیرته ستنېدو حق" غواړي خو اسرائیل یې نه مني او فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNRWA) نیوکه کوي چې دا د نه منلو حیثیت له یوه نسل نه بل نسل ته لېږدېږي.

د دوو دولتونو حل

"دوه دولتي حللاره" د اسرائیل-فلسطین د سولې لپاره په نړیواله کچه منل شوی فارمول دی.

دا په لودیځه غاړه او غزه کې د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو وړاندیز دی چې ختیځ بیت المقدس به یې پلازمینه وي.

خو اسرائیل دوه دولتي حللاره ردوي او وایي، د دولت جوړېدل باید مخکې له مخکې شرط نه وي.

فلسطیني اداره هم دا حل مني خو حماس په اصل کې د اسرائیلو شتون نه مني.

په ۱۹۹۳ کې د اوسلو د سولې تړون لاسلیک شو چې د خبرو اترو چوکاټ یې جوړ کړ خو وروسته خبرې ودرېدلې او دواړو لورو یو بل ملامت کړل.