د غزې د خوارځواکې نجلۍ د مور د زړه خبره: 'لور ته مې د بریا نښه جوړه کړه'

- Author, فرګل کین
- دنده, ځانګړی خبریال
ژړا یې بېسېکه شوې وه، خو ما سیوار عاشور غږ ان مخکې له دې چې له بس نه راویستل شي، اورېدلی شوای.
دا د یوې داسې ماشومې ژړا وه چې نه تسلیمېږي - د داسې ماشومې یوه نازولې چیغه چې د جګړې په منځ کې زيږېدلې ده، خو اوس لږ تر لږه د لنډمهال لپاره د جګړې له تاو وتلې ده.
په حقیقت کې، شپږ میاشتنی سیوار له هغه هم کوچنۍ ښکاري چې کوم تصویر یې ښودلی شي. وزن یې یوازې ۳ کیلوګرامه (۶،۶ پاوه) دی، حال دا چې باید شاوخوا دوه برابره وای. د چارشنبې په ورځ اردن ته د تللو د احساس بیانولو پرمهال د هغې ۲۳ کلنه مور نجوا موسکۍ شوه، دا هغه شېبه وه چې سیوار له نورو فلسطیني ماشومانو سره له غزې ایستل شوې وه. هغې وویل، لومړی شی چې یې پام ور واوښت، سکون و.
هغې راته وویل: "دا داسې احساسېږي لکه اوربند چې وي، انشاءالله موږ به دا شپه بې له راکټونو او بمبارۍ تېروو."
له سیوار سره یې نیا (ریم) او پلار صالح هم ملګري وو. صالح نابینا دی.
"د دې سفر لومړنی او وروستی هدف سیوار ده،" صالح وویل. "موږ غواړو هغه خوندي ساحل ته ورسوو. زه غواړم ډاډه شم چې هغه خوندي ده او روغه شي. دا زما لور ده، زما د بدن یوه برخه ده. زه تر ټولو ډېر د هغې لپاره اندېښمن یم."
دا ریم وه چې سیوار یې له بس نه راکښته کړه او د اردن خاورې ته یې وايسته، د لاس په ګوتو یې د بریا د نښې (V) توري اشاره وکړه.
"تر اوسه باور نه شم کولای چې اردن ته را رسېدلې یم. کله چې مې د پاچا عبدالله انځور پخ سرحد کې ولید، خوشحاله شوم. له بسه ښکته شوم او د بریا نښه مې وښوده… د سیوار لپاره."
د اپرېل میاشت وه کله چې بي بي سي لومړی ځل د جنوبي غزې په ناصر روغتون کې د سیوار ثبت کړل، مور او ډاکټر یې وویل چې هغه د خوارځواکۍ له امله کړېدله، ځکه چې هغې ته د شیدو ځانګړې فارمولا پکار وه، خو په کافي اندازه ورته ونه موندل شوه. بدن یې سخت ډنګر او وچ شوی و. نجوا هغه وخت ویلي وو چې نه سیوار ته شیدې نه شي ورکولی، ځکه خپله هم د خوارځواکۍ ښکار وه.
شیدې فارمولا وروسته د اردني میداني روغتون او شخصي مرستندویو له لوري وموندل شوې او ورسول شوې، خو د اسرائیلو له لوري د مرستو بندیز، چې درې اونۍ مخکې یو څه نرم شو او پوځي بریدونو ته په کتو، څرګنده وه چې سیوار ته بشپړ معاینه او درملنه پکار ده.
په یوه هوکړه کې چې د فبرورۍ په میاشت کې د پاچا عبدالله او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمنځ اعلان شوې وه، اردن وړاندیز وکړ چې ۲۰۰۰ سخت ناروغ ماشومان به د درملنې لپاره عمان ته راولي.
د غزې ویجاړ شوی روغتیایي سیستم د ناروغیو او د جګړې د ټپیانو دروند بار نه شي پورته کولی. د مارچ له میاشتې راهیسې، ۵۷ ماشومان د کورنیو د ۱۱۳ غړو په ملتیا یو ځای ایستل شوي دي. شپاړس ماشومان د چهارشنبې په ورځ ایستل شول، چې سیوار هم پکې وه.
سیوار، چې نیا یې په غېږ کې نیولې وه، په خپلو غټو سترګو هغو ناشنا خلکو ته کتل، لکه پولیس، روغتیايي کارکوونکي او خبریالان، چې په سرحد کې راټول شوي وو.

هغه د سړې هوا (ایر کنډېشن) لرونکي تالار ته ورسول شوه، هلته اردني روغتیاپالانو پر ماشومانو خوراکي توکي او څښاک ووېشل. هلته سکون و او بسیا خواړه او وسایل.
تر ټولو څرګند شی د ماشومانو او والدینو ستړیا وه. له څو میاشتو راهیسې د دغو ایستنو د پوښښ پر مهال، دا وروستی پړاو تر ټولو ډېر د ګډو رواني ټپونو احساس درلود.
دغو ټولو کورنیو د اسرائیلو له لوري له یوې سیمې بلې ته د شړل کېدو کړاوونه لیدلي وو، یا دا چې باید ساعتونه ساعتونه د خوړو لپاره په کتار کې ولاړ وای. که څه هم د دوی له خپلې کورنۍ څوک نه دي وژل شوي، نو حتمي ده چې نژدې ملګري یا خپلوان به یې له لاسه ورکړي وي.
جګړه اکثره وخت کورنۍ سره بېلوي، ځکه چې والدین د خوراک یا درملنې په لټه کې ووځي. یوه ورځ نجوا سیوار روغتون ته د درملنې لپاره یووړه او دا هغه ورځ وه چې د هغې مېړه، صالح د وروستي ځل لپاره له دوی سره دوه میاشتې پاتې شو.
صالح وویل: "ما فکر کاوه چې هغه به یوازې درې یا څلور ورځې پاتې شي او بېرته به راشي، یوه ساده درملنه او بیا بېرته کور ته راګرځي، خو زه حیران شوم چې موضوع اوږده شوه او ډېر وخت یې ونیو... او ورو ورو پوه شوم چې د هغې حالت ډېر جدي او ستونزمن دی."

موږ له سرحده تر عمان پورې د سیوار او د هغې له کورنۍ سره یو ځای سفر وکړ. نجوا، چې دا مهال میندواره ده، په ژور خوب ویده شوه. سیوار د خپلې نیا په غېږ کې بیداره پاتې وه.
په هماغه امبولانس کې دوه نور هلکان هم وو چې د سرطان له ناروغۍ کړېدل، دوی له خپلو میندو او دوو کوچنیو وروڼو یا خویندو سره یو ځای وو. یو یې چې څلور کلن و پرلهپسې ژړل. هغه ستړی او ترهېدلی و.
شاوخوا یوه ساعت وروسته موږ امان ته ورسېدو، هلته سیوار لومړی یوې نرسې ته وسپارل شوه، بیا بل امبولانس ته انتقال شوه. په راتلونکو څو ورځو کې به د هغې روغتیايي معاینې وشي او هغه ډول درملنه به ترلاسه کړي چې دا مهال یې په غزه کې امکان نه شته.
او مور، پلار او نیا یې - هغه کسان چې د هغې ساتنه کوي - به په داسې شپه کې ویده شي چې وېره نه لري.








