د اسرائیلو ښی اړخی 'افراطي' سیاستوال ایتامار بین‌ګوېر څوک دی؟

د ۲۰۲۱ کال د جون ۱۰مه د اسرائیلو ښی اړخی قانون جوړوونکی ایتامار بین‌ګوېر د بیت المقدس د زاړه ښار څخه بهر، دمشق دروازې ته نږدې د بیانیې ورکولو لپاره روان دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ۲۰۲۱ کال د جون ۱۰مه د اسرائیلو ښی اړخی قانون جوړوونکی ایتامار بین‌ګوېر د بیت المقدس له زاړه ښاره بهر، دمشق دروازې ته نږدې د بیانیې ورکولو لپاره روان دی.
    • Author, سانډرین لونګومبو- بي بي سي

د اسرائیلو د کابینې د ملي امنیت ښی اړخی وزیر ایتامار پین‌ګوېر د اوسنۍ دندې او له هغه مخکې د څو لسیزو فعالیت پر مهال یوه جنجالي څېرده ده.

هغه په دې وروستیو کې د اشغال شوي ختیځ بیت المقدس په یوه (تر مناقشې لاندې) مقدس ځای کې له عبادت وروسته عمومي غوسه را وپاروله. دا د منځني ختیځ په یو له خورا حساسو ځایونو کې له لسیزو زاړه تړونه سرغړونه وه.

عکسونه او ويډيوګانې ښيي چي بن‌ګوېر د الاقصی جومات په انګړ کې د عبادت کوونکو د يوې ډلې مشري کوي.

د الاقصی جومات/ حرم شريف د مسلمانانو لپاره درېیم سپېڅلی ځای دی. دا د معبد غره په نامه هم يادېږي چې د يهودانو لپاره هم ځانګړی مذهبي ارزښت لري.

مسلمانان پر دې باور دي چې د الاقصی جومات هغه ځای دی چې د اسلام پيغمبر حضرت محمد(ص) ترې معراج ته تللی.

یهودیان له دغه ځایه د لیدنې اجازه لري، خو عبادت به په کې نه کوي.

د اسرائیل ټایمز ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، بین‌ګوېر وړاندې هم څو ځلي له دغه ځایه لیدنه کړې، خو په ښکاره یې په کې عبادت نه و کړی.

شنونکي وايي، دا سفر د اسرائیلو د اپوزېسیون د پخواني مشر اریل شارون له هغه سفر سره ورته والی لري چې ۲۵ کاله وړاندې یې همدغه ځای ته کړی و او په غالب ګومان د فلسطین د دوهمې انتفاضې (بغاوت) لامل شوی و.

بین‌ګوېر دا تګلاره وړاندې هم کارولې ده.

هغه په ۲۰۲۱ کال کې په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ له یوه بل 'مناقشې لاندې' ځای (فلسطیني شیخ جراح) څخه هم لیدنه وکړه چې بیا یې اوسېدونکي د یهودي مېشتځایونو د جوړولو لپاره له خپلو کورونو په کډه کولو ګواښل شوي وو.

دا پیښې د بین‌ګوېر د پاروونکي او خورا جنجالي فعالیت د تاریخ برخه جوړوي.

لندن پوهنتون کې د نړیوال سیاست او بشري حقونو د لوړپوړي استاد ډاکټر لیوني فلیشمن په باور، دا د حیرانتیا خبره نه ده: " دا هر څه له هغو خبرو سره سمون لري چې هغه مخکې ویلې دي؛ د هغه له تاریخ سره، د هغه له ایډیالوژۍ سره او د هغه له عقیدوي باورونو سره. هغه په خپل ذهن کې یو دلیل لري."

نو پوښتنه دا ده چې څنګه یو داسې کس چې د کلونو لپاره د اسرائیلي ټولنې په څنډو کې یې فعالیت کاوه، دومره اغېزناکې څوکۍ ته رسېدلی دی؟

د اسرائیلو کابینې ته د بین‌ګوېر رسېدل تر یوه ځایه د ځوانو ښي اړخو اسرائیلیانو د ملاتړ له امله دي.

په داسې حال کې چېاسرائیلیان د مې په ۲۶مه د بیت المقدس ورځ لمانځي، د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر ایتامار بین‌ګوېر د دمشق له دروازې څخه د بیت المقدس د زاړه ښار لیدو ته روان دی.

د عکس سرچینه، Reuters

ټول عمر جنجال

ډاکټر فلیشمن دا د دوو اصلي عواملو له امله ګڼي: د اسرائیلو ټاکنیز سیستم د فعالیت تګلاره او دوهم په غزه کې اوسنی روان وضعیت.

بین‌ګوېر ته په ۲۰۲۲ کال کې د اسرائیلو په کابینه کې د ملي امنیت مهم وزارت ورکړل شو. دا کار د مقننه قوې له ټاکنو وروسته چې د هغه د ښي اړخي اوتزما یهودیت (یهودي ځواک) ګوند له بل ښي اړخي ګوند (مذهبي صهیونیزم) سره په شریکه ۱۴ څوکۍ وګټلې.

هغه د ځوانو، ښي اړخو اسرائیلیانو ملاتړ ترلاسه کړ او د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په مشرۍ ایتلاف سره یوځای شو، چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره یې د هغه رایو ته اړتیا لرله او داسې ښکاري چې په حکومت کې پام وړ ایډیالوژیکي نفوذ هم لري.

ډاکټر فلیشمن وايي: "غزه یو ریښتینی فرصت دی ځکه چې نتانیاهو غواړي په واک کې پاتې شي، نو د همدې لپاره هغه (پاچا جوړوونکو) کسانو ته زیات واک ور کوي او همدغه کسان بیا هغه (نتانیاهو) په واک کې ساتي."

بن‌ګوېر چې په ۱۹۷۶ کال کې په بیت المقدس کې یوې عراق الاصله کورنۍ کې زېږېدلی دی، د ۱۸ کلنۍ په عمر کې یې د اسرائیلو په پوځ کې خدمت نه دی کړی. هغه څه چې په دغه هېواد کې معمولا یو لوی ټاکنیز خنډ ګڼل کېږي.

هغه په تېرو وختونو کې ویلي چې د اسرائیلو دفاعي ځواکونه (ای‌ډي‌ایف) به هغه ته د هغه د سیاسي نظرونو له امله د نوم لیکنې اجازه ورنه کړي.

بین‌ګوېر چې د حقوقو څانګه کې یې لوړې زدکړې کړي، په ځوانۍ کې د 'الټرا ارتودوکس کاچ' غورځنګ د غړیتوب له امله بنسټیز ایډیالوژیکي دریځ لري.

دغه غورځنګ د خاخام ربي میير له خوا چې په ۱۹۹۰ کال کې په نیویارک کې ووژل شو، جوړ شوی و.

دا غورځنګ یوازینۍ اسرائیلي سیاسي ډله ده چې په رسمي ډول د ترهګریز سازمان په توګه نومول شوې او په اسرائیلو او متحده ایالاتو دواړو کې منع شوې ده.

دا غورځنګ د ملتپالو اورپکو او د فلسطین ضد ایډیالوژیو ملاتړ کوي چې یوه امریکايي الاصله اسرائیلي غړي ډاکټر باروچ ګولډسټین یې په ۱۹۹۴ کال کې په یوه جومات کې لږترلږه ۲۹ فلسطینیان ووژل.

په پراخه کچه دا خبره تایید شوې چې د ډاکټر ګولډسټین یو انځور یو ځل د بین‌ګوېر په کور کې ځړول شوی و.

په خپله پر بین ګوېر اته ځله د فلسطینیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کولو او ورته د لمن وهلو تورونه لګول شوي دي.

په ۲۰۰۷ کال کې نوموړی د نژادي کرکې په راپارولو او د ترهګرو سازمانونو د ملاتړ په تور محکوم شوی دی.

شنونکي وايي، د اسرائیلو په حکومت کې (پاچا جوړوونکي) کسان په غزه کې د روان وضعیت ته په کتو د عمل له ازادۍ برخمن دي.

ویلچیر کې ناست یو سړی په غزه کې د خوراکي توکو مرستې د وېش مرکز کې دی

د عکس سرچینه، Anas Zeyad Fteha/Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، ویلچیر کې ناست یو سړی په غزه کې د خوراکي توکو مرستې د وېش مرکز کې دی.

بین‌ګوېر پر دې باور دی چې اسرائیل یو یهودي ملتپال او صهیونیسټ دولت دی او د اسرائیلو تر څنګ د فلسطیني دولت د جوړولو مخالفت کوي.

نوموړي په تېرو وختونو کې، اسرائیلی مېشت ځایونو کې د اسرائیلیانو له خوا له فلسطینیانو سره د تاوتریخوالي ملاتړ کاوه او د ټایمز اف اسرائیل په وینا، له هېواده د "بې وفا" عرب وګړو د جبري اېستلو غوښتنه یې کوله.

د اسرائیلو کابینې سره له یوځای کېدو راهیسې، هغه پرلپسې له اسرائیلو غوښتي چې ټوله غزه اشغال کړي او له سیمې فلسطینیانو ته د خپلې خوښې کډوالۍ موکه برابره کړي.

اسټرالیا، ناروې، کاناډا، نیوزیلنډ او بریتانیا په جون کې پر بین‌ګوېر او یوه بل ښي اړخي وزیر، بیزالیل سموتریچ باندې په اشغال شوي لوېدیځه تړانګه کې "د فلسطیني ټولنو پر وړاندې پرلپسې تاوتریخوالي ته د لمن وهلو له امله" ګډ بندیزونه اعلان کړل.

ور پسې میاشت، هالنډ او سلوانیا هم بین‌ګوېر دواړو هېوادونو ته په ورتګ بند کړ.

خو بین‌ګوېر په امنیتي مسلو کې خپل سخت دریځ ته دوام ور کړی دی.

د ایران او اسرائیل د جګړې پر مهال د اسرائیلو په بیرشیبا ښار کې پر سوروکا روغتون د ایران د توغندیو له برید وروسته، بین‌ګویر وویل: "هر هغه څوک چې د اسرائیلو له دولت څخه کرکه لري" باید مات کړای شي او په ایران کې یې د رژیم د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.

ډېر منځلاری او که ډېر ښي اړخی؟

د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر ایتامر بن‌ګویر د ۲۰۲۳ کال د مې په ۲۱مه د بیت المقدس په زاړه ښار کې د الاقصی له ودانۍ چې یهودانو یې د معبد غره په نامه پېژني، څخه لیدنه وکړه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر ایتامر بن‌ګویر د ۲۰۲۳ کال د مې په ۲۱مه د بیت المقدس په زاړه ښار کې د الاقصی له ودانۍ چې یهودانو یې د معبد غره په نامه پېژني، څخه لیدنه وکړه.

په ۲۰۲۲ کال کې د حکومت اصلي اډانې ته له ننوتلو وروسته ښکاري چې بین‌ګوېر د یو ډېر متعارف سیاستوال په توګه د ځان مطرح کولو هڅه کوي.

هغه یو ځل د همجنس‌خوښو د ویاړ پرېډونه د "کرکې" نښه ګڼلې وه. اوس وايي، که یې د شپږو زامنو له ډلې یو همجنس‌خوښی وي، دی به یې ور سره ومني. خو ټینګار کوي چې په اسرائیل کې ودونه باید د ارتودوکس مذهبي محدودیتونو تابع وساتل شي.

ایا دا حرکتونه په کوردننه د خپل ملاتړ د پراخولو هڅه ده او که 'په اسرائیلو کې یې' له نتانیاهو وروسته حالت ته سترګې نیولې دي؟

ډاکټر فلیشمن وايي، امکان نه لري: "زه فکر نه کوم چې هغه د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د خپل دریځ اعتدال ته اړتیا ولري. اسرائیلي ټولنه د کلونو په اوږدو کې ښي اړخ ته تللې ده. بین‌ګوېر د غزې له جګړې وړاندې لا پاروونکی او د فلسطین ضد و. اوس اسرائیلیانو له ایران سره په خپلو دروازو کې جګړه تجربه کړې ده ... دوی به لاهم د هغه چا په لټه کې وي چې په دې نوې نړۍ او نوي واقعیت کې له دوی ساتنه وکړي."