د الاقصی جومات انګړ کې د اسرائيلو د ملي امنيت د وزیر عبادت غبرګونونه راپارولي

د الاقصی جومات انګړ

د عکس سرچینه، Itamar Ben-Gvir X account

د اسرائيلو د ملي امنيت ښي اړخی وزير ايټامار بن ګوير بيت المقدس کې د الاقصی جومات انګړ ته د تګ او هلته د عبادت له کبله له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

دا کړنه په منځني ختيځ کې د دې خورا حساس ځای په اړه له پخوانۍ هوکړې سرغړونه بلل کېږي. د تړون له مخې يهودانو ته يوازې د دې ځای چې دوی يې د "معبد غر" بولي د ليدلو اجازه شته خو هلته د عبادت اجازه نه لري.

په خپرو شويو ويډيوګانو او عکسونو کې ښکاري چې ښاغلی بن ګوير دلته د يهودانو د يوه ګروپ مشري کوي. دا ځای د بيت المقدس په ختيځ کې موقعيت لري چې په نړيواله کچه اشغال شوې بلل کېږي.

د اسرائيلو د لومړي وزير دفتر په یوه بيان کې ویلي، هغه تړون کې چې يوازې مسلمان هلته د عبادت اجازه لري کوم بدلون نه دی راغلی.

اردن چې د دې ځای د ساتلو رسمي دنده پر غاړه لري د بن ګوير ليدنه د "نه منلو وړ پاروونکې" بللې ده.

سعودي ويلي، چې دا ګړنه به په سيمه کې د سولې راوستلو هڅې زيانمنې کړي.

فلسطينۍ ادارې دا ګام له "ټولو سرو کرښو تېری" بللی دی. حماس دا د "فلسطيني خلکو پر وړاندې د دوامداره تېرې زياتوالی" ياد کړی دی.

دا ځای چې د يهودانو او مسلمانانو لپاره سپېڅلی ګڼل کېږي د ۱۸۶۷ کال په جګړه کې اسرائيلو له اردن ونيو. د يوې پخوانۍ هوکړې له مخې، اردن د دې ځای د ساتونکي په توګه خپل تاريخي رول ساتلی دی په داسې حال کې چې اسرائيل يې د امنيت او لاسرسي کنټرول لري.

فلسطينيان اسرائيل تورنوي چې د دې تړون د کمزوي کولو هڅه کوي او وايي په وروستيو کلونو کې يهودان دلته عبادت کوي او اسرائیلي پوليس يې مخه نه نيسي.

هغه بنسټ چې د الاقصی جومات چارې پر مخ وړي وايي، ايټامار بن ګوير د هغو ۱۲۵۰ تنو يهودانو په ډله کې وو چې د يکشنبې په سهار د الاقصی جومات انګړ ته ننوتل.

ښاغلی بن ګوير يو سخت دريځي ملتپال دی او د وزير په توګه د پوليسو څارنه هم کوي. نوموړي وړاندې هم له ځای ليدنه کړې وه خو د اسرائیلو ټايمز په وينا دا لومړی ځل دی چې هلته په عامه توګه عبادت کوي.

پوليس د جومات انګړ ته د ننوتلو پر مهال له هغه سره مله وو.

دغه وزير يو ځل بیا له اسرائيلو غوښتي چې په بشپړ ډول د غزې تړانګه ونيسي او د ده په وینا هغه څه چې له "سيمې د فلسطينيانو رضاکارانه کډوالي" ده بايد وهڅول شي.

پر بن ګوير د بريتانيا له خوا په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې د "فلسطينيانو پر وړاندې تاوتریخوالي ته د هڅولو" له کبله بنديزونه لګول شوي دي.