قدس ولې د ټولو دینونو لپاره سپېڅلی ځای دی؟
یادونه: دا مطلب دوه کاله مخکې خپور شوی، اوس یې تکرار خپور شوی دی.

په بیت المقدس کې وروستیو ناامنیو ته په کتو، د مسلمانانو، یهودانو او مسیحیانو لپاره د دغه ښار د سپېڅلتیا په اړه یوځل بیا بحثونه تاوده شوي دي.
د ټولو اسماني دینونو د ملاتړو لپاره دا ښار سپېڅلتیا لري.
د تاریخ په اوږدو کې دا ښار د ایلیاء، اورشلیم او قدس په نومونو یاد شوی دی.
په دیني نصوصو او کتابونو کې په دې ښار کې د مهمو پېښو یادونه شوې ده، لکه د عیسی علیه السلام صلیب او د اسراء او معراج شپه.
مسلمانان د دنیوي ژوند پای ته رسېدو او پر قیامت ایمان لري او د دیني روایتونو له مخې د قیامت د راتلو ګڼې پېښې به په دې ښار کې رامنځ ته کېږي.
د قدس ښار د سپېڅلتیا په اړه درېیو مهمو تاریخي او دیني پېښو ته اشاره کولی شو:
اقصی جومات

حرم شریف یا بیت المقدس په نړۍ کې له لویو جوماتونو او په اسلام کې لومړنۍ قبله وه چې یادونه یې په قرآن کریم کې هم شوې ده.
تاریخپوهان د مسجد الاقصی د جوړېدو د تاریخ په اړه اختلاف لري، خو په حدیثونو کې یې یادونه ددې ښکارندويي کويچې دا د مسلمانانو لپاره یو لرغونی او سپېڅلی ځای دی.
تاریخپوهان دا غوره ګڼلې چې د مسلمانانو دویم خلیفه عمر بن الخطاب چې کله د اسلامي فتوحاتو پیل کې قدس ته ورسېد، پر قبة الصخرة یې د مصلی (لمونځځای) جوړولو امر وکړ.
د تاریخ په اوږدو کې جومات څو ځله ویجاړ شوی او بیا څو ځله ترمیم شوی دی، صلیبیانو نیولی، بیا صلاح الدین ایوبي بېرته ترې ونیو او بېرته یې ورغاوه.
مسلمانان پر دې باور دي چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د براق پر شا له جبراییل علیه السلام سره د اسراء او معراج پر شپه په مکه مکرمه کې له مسجد الحرام څخه فلسطین کې بیت المقدس ته راوړل شو.
د قیامت کلیسا

د انجیل د روایت پربنسټ دا کلیسا د "صخرة الجلجلة" په نامه ځای جوړه شوې - هلته چې عیسی علیه السلام صلیب کړل شو. دا ځای د قدس ښار زړو دېوالونو د ننه دی.
د مسیحیانو په باور، په کلیسا کې د عیسی علیه السلام قبر دی چې د مسیحيانو بېلابېل ډلې یې څارنه کوي.
دې کلیسا ته هر کال میلیونونه مسیحیان د زیارت لپاره ورځي.
دا کلیسا د بیزنټیانو په زمانه کې (څلورمه میلادي پېړۍ کې) د امپراتور قسټنټین د مور هیلانه په نوښت جوړه شوې ده.
د تاریخ په اوږدو کې دې کلیسا ته هم د جګړو له کبله زیانونه اوښتي او څو ځلې بېرته رغول شوې او ترمیم شوې ده.
د ژړا دېوال یا براق

د یهودانو د عقیدې له مخې، د (هیکل سلیمان) "سپېڅلی کور"یو بل دېوال دی چې یهودان هلته د ژړا او ویر مراسم ترسره کوي.
یهودي مذهبي مشران پر دې باور دي چې دا ځای د دوی تر ټولو سپېڅلی ځای دی، هلته موسی علیه السلام ته د خدای له لوري د لسو وصیتونو لوحه هم شته.
دوی پر دې باور هم دي په دې ځای کې هغه ډبره ده چې نړۍ ترې جوړه شوې ده او همدلته ابراهیم علیه السلام د خپل زوی اسحاق د حلالولو لپاره چمتووالی نیولی.
د نړۍ له لر و بره هر کال میلیونونه یهودان دغه ځای ته د زیارت او عبادت لپاره ورځي.
دا دېوال مسلمانانو ته هم ډېر اهمیت لري او د براق دېوال یې نومولی. مسلمانان باوري دي چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد د اسراء او معراج پر شپه خپل براق له دې دېوال سره تړلی دی.










