سلګونو پخوانیو اسرائیلیو چارواکو له ډونلډ ټرمپه د غزې جګړې پای ته رسولو کې مرسته غوښتې

د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو کورنیو تل له حکومت څخه غوښتي چې د د یرغمل شویو خوشې کولو ته لومړیتوب ورکړي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو کورنیو تل له حکومته غوښتي چې د یرغمل شویو خوشې کولو ته لومړیتوب ورکړي
    • Author, پاولین کولا
    • رپوټ له:, بي بي سي - نیوز

د اسرائیلو د استخباراتي ادارو د پخوانیو مشرانو په ګډون د شاوخوا ۶۰۰ متقاعدو امنیتي چارواکو ډلې په یوه لیک کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې په غزه کې د جګړې سملاسي درولو لپاره پر اسرائیلو فشار راوړي.

دغو چارواکو په خپل لیک کې ویلي: "دا زموږ مسلکي قضاوت دی چې حماس نور اسرائیلو ته ستراتیژیک ګواښ نه دی."

دوی لیکلي: "د اسرائیلو له لوی اکثریت سره ستاسو اعتبار تاسو ته دا وړتیا در کوي چې لومړی وزیر نتانیاهو او د هغه حکومت په سم لوري رهبري کړئ: جګړه پای ته ورسوئ، یرغمل شوي کسان را خوشې کړئ او کړاو ودروئ."

د اسرائیلو د پخوانیو چارواکو دا غوښتنه داسې مهال ده چې راپورونه وايي، له حماس سره د اوربند د نامستقیمو خبرو له درېدو وروسته، د اسرائیلو لومړی وزیر بینیامین نتانیاهو په غزه کې د پوځي عملیاتو پر پراخولو ټینګار کوي.

اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۷مه د حماس له برید وروسته چې ۱۲۰۰ کسان په کې ووژل شول او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل، په غزه کې ویجاړوونکې جګړه پیل کړې ده.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې له ۶۰ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي.

غزې ته د بشري مرستو پر رسولو د اسرائیلو حکومت د محدودیتونو او بندیزونو له امله هلته د سختې لوږې حالت حاکم شوی دی.

د ملګرو ملتونو اړوند ادارو ویلي، "اوسمهال په غزه کې د قحطۍ تر ټولو بد حالت روان دی."

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت وايي، د جګړې له پیل راهیسې ۱۸۰ کسان، چې ۹۳ ماشومان هم په کې دي، د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

د اسرائیلو د پخوانیو لوړ پوړو چارواکو وروستۍ مداخله وروسته له هغه ده چې د حماس او اسلامي جهاد وسله والو له خوا د دوو کمزورو اسراییلي یرغمل شویو کسانو ویډیوګانې خپرې شوې.

دا ویډیوګانې د اسرائیلي او لوېدیځو مشرانو له خوا په پراخه کچه غندل شوې دي.

په غزه کې د پراخې ویجاړۍ او د فلسطینانو کړاوونو په نړیوال کچ پراخه غوسه را پارولې ده چې له امله یې اسرائیل له نړیوالې انزوا سره مخامخ دی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په غزه کې د پراخې ویجاړۍ او د فلسطینانو کړاونو په نړیوال کچ پراخه غوسه را پارولې ده چې له امله یې اسرائیل له نړیوالې انزوا سره مخامخ دی.

د یرغمل شویو کسانو له ویډیوګانو خپریدو وروسته، نتانیاهو د دوو یرغمل شویو کسانو کورنیو سره خبرې وکړې او ورته یې وویل چې د ټولو یرغمل شویو کسانو د بېرته راستنېدو هڅې به " په دوامداره توګه روانې وي."

خو یو اسرائیلي چارواکي، چې په پراخه کچه یې د سیمه ییزو رسنیو له خوا خبرو انعکاس موندلی، ویلي، نتانیاهو د "حماس د پوځي ماتې" له لارې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره کار کوي.

په غزه کې د نوي تاوتریخوالي شونتیا ښايي د اسرائیلو هغه متحدین نور هم غوسه کړي چې پر سملاسي اوربند ټینګار کوي، ځکه چې د فلسطینیانو د لوږې یا خوارځواکۍ له امله د مړینې راپورونه په نړیوال کچ ټکان ور کوونکي دي.

د یرغمل شویو کورنیو اصلي ملاتړ کوونکې ډلې په غزه کې د نوي پوځي برید پلان غندلی او ویلي یې دي: "نتانیاهو اسرائیل او یرغمل شوي کسان د مرګ کندې ته رسوي."

همدغه خبره د موساد د پخواني مشر تمیر پاردو، د اسرائیلو د امنیت ادارې (شین بیت) پخواني مشر امي ایالون، پخواني لومړي وزیر ایهود باراک او د دفاع پخواني وزیر موشي یالون له خوا ټرمپ ته په لیکل شوې لیک کې هم شوې ده.

د شین بیت پخواني مشر ښاغلي ایالون ویلي: "په لومړي سر کې دا جګړه یو عادلانه جګړه وه، یوه دفاعي جګړه وه، مګر کله چې موږ ټول نظامي اهداف ترلاسه کړل، نو دا جګړه یو عادلانه جګړه نه ده."

په غزه کې د پراخې ویجاړۍ او د فلسطینانو کړاوونو په نړیوال کچ پراخه غوسه را پارولې ده چې له امله یې اسرائیل له نړیوالې انزوا سره مخامخ دی.

په ټوله نړۍ کې نظرپوښتنې ښیي چې د خلکو نظر د اسرائیلو په اړه په زیاتېدونکې توګه منفي دی.

دې مسلې په ځانګړي ډول لوېدیځو مشرانو باندې د لاس په کار کېدو لپاره پاموړ فشار راوړی دی.

خو دا لا روښانه نه ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به په همدې تړاو د اسرائیلو پر لومړي وزیر بینیامین نتانیاهو کوم فشار راوړي او که څنګه؟

ډونلډ ټرمپ که څه هم تېره اونۍ ومنله چې په غزه کې "رښتیني لوږه" شته، خو تل یې د خپل متحد (اسرائیلو) ملاتړ کړی دی.