د حماس له خوا خپره شوې هغه ویډيو غندل شوې، چې پکې د یرغمل شوي اسرائیلي کمزوری حالت ښودل کېږي

ایلي ډیویډ د خپل ورور ایویتار ډیویډ پوسټر په لاس کې نیولی دی. د نوموړي ورور د ۲۰۲۳م کال په نومبر کې په غزه کې یرغمل شوی و.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، ایلي ډیویډ د خپل ورور ایویتار ډیویډ پوسټر په لاس کې نیولی دی. د نوموړي ورور د ۲۰۲۳م کال په نومبر کې په غزه کې یرغمل شوی و.

د اسرائیلي بندي اېویاتار ډیویډ کورنۍ، چې حماس په غزه کې نیولی و، پر دې ډلې تور لګوي چې هغه یې د "پروپاګندا کمپاین" د یوې برخې په توګه په قصدي ډول وږي ساتلی دی.

د کورنۍ بیان یې د شنبې پر ورځ یوه ورځ وروسته له هغه خپور شو چې حماس یوه ویډیو خپره کړه چې پکې ښاغلی ډیویډ په کمزوري حالت کې په یوه تنګ کانکریټي تونل کې ښودل شوی دی.

۲۴ کلن ډیویډ، د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه د اسرائیلو په سویل کې د موسیقۍ په یوه فسټیوال کې د حماس لخوا له نیول کېدو راهیسې په بند کې دی.

د کورنۍ بیان زیاتوي: "موږ مجبور یو چې خپل ګران زوی او ورور، ایویاتار ډیویډ، په قصدي او بدبینانه ډول په غزه کې د حماس په تونلونو کې وږی ووینو - له حالته یې داسې ښکاري، لکه ژوندی چې ښخ شوی وي."

د یرغمل شوي کس کورنۍ د اسرائیلو له حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې "د ایویاتار ژغورلو لپاره له هر ممکنه فرصته ګټه واخلي."

د حماس لخوا خپره شوې ویډیو کې، ښاغلی ډیویډ وایي، "څو ورځې مې خواړه نه دي خوړلي او په سختۍ د څښاک اوبه ترلاسه کوم" په ویډيو کې هغه کیندنه کوي او داسې ښيي، چې دا به د هغه قبر وي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر وویل، د شنبې پر ورځ یې د ښاغلي ډیویډ او د یوه بل یرغمل شوي، روم براسلاوسکي، له کورنیو سره خبرې کړې دي.

د امریکا استازي سټیف ویټکوف هم پر شنبه د ځینو یرغمل شویو کسانو له کورنیو سره ولیدل. ماښام، په زرګونو خلک په تل ابیب کې د دوی د خوشې کېدو غوښتنې په ملاتړ کې لاریون ته ووتل.

نژدې دوه کاله وړاندې پر اسرائیلو له برید وروسته، حماس ۲۵۱ کسان یرغمل ونیول. ښاغلی ډیویډ د هغو ۴۹ یرغمل شویو له ډلې یو دی، چې اسرائیل وايي، لا هم په غزه کې ساتل کېږي، ځینې پر دې باور هم دي، چې په پورته شمېر یرغملو کې ۲۷ کسان مړ شوي دي.

د حماس لخوا خپره شوې ویډیو کې اسرائیلی یرغمل شوی ایویاتار ډیویډ د غزې په تونل کې ساتل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د حماس لخوا خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې اسرائیلی یرغمل شوی ایویاتار ډیویډ د غزې په یوه تونل کې ساتل کېږي.

مرستندویو ادارو تور لګولی چې اسرائیل په جګړه کې خواړه د وسلې په توګه کاروي او غزه یې د لوږې خوا ته بیولې ده، خو اسرائیل دا تور نه مني.

اسرائیلو ویلي "لوږه نشته" او غزې ته یې د مرستو پر ننوتو محدودیتونه نه دي لګولي، خو دا خبرې په اروپا کې د دوی نژدې متحدین، ملګري ملتونه او په غزې تړانګه کې فعالې ادارې ورسره نه مني.

د شنبې پر ورځ، د اسرائیلو دفاعي ځواکونو وویل، "په غزه کې د بشري وضعیت د ښه کولو په موخه د اقداماتو لړۍ ته دوام ورکوي."

ویل کېږي، د اسرائیلو، متحده عربي اماراتو، اردن، مصر، فرانسې او جرمني ترمنځ د همکارۍ د یوې برخې په توګه په تېرو څو ساعتونو کې د غزې د سویلي او شمالي اوسېدونکو لپاره د خوراکي توکو ۹۰ کڅوړنې په هوا کې غورځول شوي دي.

په عین حال کې، د حماس تر واک لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، د شنبې پر ورځ په سیمه کې د یو ماشوم په ګډون اوه نور کسان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، د جګړې له پیله د خوارځواکۍ له وجې د مړو شویو شمېر ۱۶۹ ته رسیدلی، چې ۹۳ یې ماشومان دي.

همدارنګه د شنبې پر ورځ په غزه کې د روغتیا وزارت ویلي وه، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي پوځي برید په پایله کې لږ ترلږه ۸۳ کسان وژل شوي او ۱۰۷۹ نور ټپیان شوي دي.

د نصیرات العوده روغتون بي‌بي‌سي ته وویل، دوی د غزې په مرکزي برخه کې د وادي غزې سیمې په سویل کې له صلاح الدین سړک سره د مرستو ویش ځای ته نژدې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د وژل شویو درېیو کسانو جسدونه تر لاسه کړي دي. په دغه ځای کې د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د غزې بشري مرستو بنسټ لخوا فلسطینانو ته مرستې ور کول کېږي. روغتون زیاتوي، لږترلږه ۳۶ ټپیان ور وړل شوي دي.

د اسرائیلو دفاع وزارت ویلي، د دوی ځواکونو د مرستو ویش له ځایه سلګونه متره لیرې "د خبردارۍ ډزې کړي" دوی زیاتوي د خپل کاري ساعتونو په اوږدو کې یې، وروسته له هغه چې د خلکو یوې ګڼې ګوڼې د دوی له غوښتنو سره سم عمل ونه کړ یا "په داسې ډول یې حرکت وکړه، چې دوی ته یې ګواښ پېښاوه" پرې د خبرداري ډزې کړې دي.

"د اسرائیلو دفاع وزارت د خبرداری ډزو په پایله کې د مرګ‌ژوبلې خبره نه مني او وايي، د دغې پېښې جزئیات لا هم څېړل کېږي."

په غزې کې د بشري مرستو بنسټ وايي،"نن زموږ په مرسته ځایونو کې یا ور ته نژدې هېڅ نه دي پېښ شوي."

اسرائیل د بي‌بي‌سي په ګډون نړیوالو خبریالانو ته غزې ته د ننوتو اجازه نه ورکوي، ترڅو له هغه ځایه په خپلواکه توګه راپورونه جوړ کړي او د دوی د ادعاوو تائید یا رد په اړه کره مالومات تر نړۍ ورسوي.

اسرائیلو د مارچ په پیل کې غزې ته د مرستو پر رسولو بشپړ بندیز ولګاوه او دوې اونۍ وروسته یې د حماس پر وړاندې خپل پوځي بریدونه بیا پیل کړل او په دې سره یې دوه میاشتنی اوربند هم مات کړ. اسرائیلو یاد ګامونه په دې موخه پورته کړل، چې پر حماس فشار راوړي، ترڅو له هغوی سره پاتې اسرائیلي یرغمل خوشې کړي.

د نړیوالو متخصصینو لخوا د قحطۍ احتمالي خبرداریو په بهیر کې د ۱۱ اونیزه بندیز وروسته اسرائیلو یاد بندیز په جزوي توګه کم کړ، خو د مرستو ادارو ویلي، غزه کې لا هم د خوړو، درملو او سونګ توکو کمښت شته.

اسرائیلو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷ مه د حماس په مشرۍ د برید په ځواب کې پرغزې بریدونه پیل کړل. پر اسرائېلو د حماس په یاد برید کې کابو ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو.

د حماس تر مشرۍ لاندې روغتیايي چارواکي وايي، د اسرائیلو بریدونو په پایله کې ۶۰۴۳۰ کسان وژل شوي دي.